امنیت

ایراني الوتکو اول منځني ختیځ ته وسلې واستولې او اوس یې روسیې ته استوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د ماهان ایر الوتکه د تهران دپاسه الوتنه کوي. دا هوايي شرکت، چې یو څه برخه یې د سپاه پاسداران ملکیت دی، له کلونو راهیسې د وسلو او اورپکو له لیږد سره تړاو لري. [فايل]

د ماهان ایر الوتکه د تهران دپاسه الوتنه کوي. دا هوايي شرکت، چې یو څه برخه یې د سپاه پاسداران ملکیت دی، له کلونو راهیسې د وسلو او اورپکو له لیږد سره تړاو لري. [فايل]

ایران د خپل منځني ختیځ د لوبو کتاب څخه زاړه تاکتیکونه کاروي ترڅو له روسيې سره په اوکراین باندې د هغې په وحشیانه یرغل کې مرسته وکړي: چې د خپلو ملکي الوتکو د بیړۍ له لارې کرملین ته وسله وال ډرونونه لیږدوي.

فوربز د نومبر په ۱۶مه راپور ورکړو چې د ایران ملکي الوتکې چې د ایران ایر، ماهان ایر، قشم فارس ایر او ساها ایرلاینز لخوا پرمخ وړل کیږي، په وروستیو میاشتو کې روسیې ته پرله پسې پروازونه کړې دي.

د الوتکې تعقیب کونکي او د عکس شنونکي ګیرجون، چې په هالېنډ کې مېشته اداره ده، يوې ژورې تجزيې وموندل چې د مارچ له میاشتې راهیسې لږ تر لږه د ایراني کارګو ۶۹ پروازونه له ایران څخه ماسکو ته تللي دي.

دا لېست د Flightradar24، چې د ژوندي پروازونو تعقیبونکی خدمت دی، او ADSBexchange، هغه خدمت چې د پروازونو غیر فلټر شوي معلومات چمتو کوي، څخه د معلوماتو په یوځای کولو سره جوړ شو.

د اوکراین تر یرغل وروسته په درېو میاشتو کې د درېو ایراني کارګو الوتکو د پرواوزونو د لارو یوه کتنه (د ۲۴ فبرورۍ څخه تر ۲۴ مۍ پورې). په دغه وخت کې ډېر پروازونه ترسره شوي، چې د ۴م نومبر پورې ټولټال ۶۹ پروازونه ثبت شوي دي. [@Gerjeron_/ټویټر]

د اوکراین تر یرغل وروسته په درېو میاشتو کې د درېو ایراني کارګو الوتکو د پرواوزونو د لارو یوه کتنه (د ۲۴ فبرورۍ څخه تر ۲۴ مۍ پورې). په دغه وخت کې ډېر پروازونه ترسره شوي، چې د ۴م نومبر پورې ټولټال ۶۹ پروازونه ثبت شوي دي. [@Gerjeron_/ټویټر]

خلک د اکتوبر په ۱۷ مه د اوکراین په کیف کې د ایران د سفارت خانې مخې ته مظاهره کوي، وروسته له هغې چې دغه ښار د کامیکاز ډرون الوتکو لخوا په نښه شو، چې لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوې ول. دغه بې پيلوټه الوتکې د ایران لخوا پر روسیې پلورل شوې وې. [سرګي چوزاکوف/ای اېف پي]

خلک د اکتوبر په ۱۷ مه د اوکراین په کیف کې د ایران د سفارت خانې مخې ته مظاهره کوي، وروسته له هغې چې دغه ښار د کامیکاز ډرون الوتکو لخوا په نښه شو، چې لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوې ول. دغه بې پيلوټه الوتکې د ایران لخوا پر روسیې پلورل شوې وې. [سرګي چوزاکوف/ای اېف پي]

ایراني ځانمرګي ډرونونه

لویدیځ چارواکي وايي، دا پروازونه ​​د ایران شاهد-۱۳۶ ځانمرګي ډرونونه ليږدوي چې ماسکو يې د اوکراین د ښارونو او د بجلۍ ګريډ پر ​​ضد کاروي.

دوی ویره لري چې ایران به ډېر ژر روسیې ته د لنډ واټن بالیسټیک توغندي (SRBMs) ورکړي.

د نومبر په لومړۍ نېټه، د لویدیځو چارواکو په حواله، CNN راپور ورکړو چې ایران د ۴۵۰ بې پیلوټه الوتکو د لیږد بشپړولو څخه لږ وخت وروسته روسیې ته د ۱۰۰۰ نورو وسلو لیږلو لپاره تیاری کوي.

په نوي ليږد کې ممکن د SRBMs لومړی تحویل شامل وي، کوم چې کولی شي جګړې ته د پام وړ وده ورکړي.

همدارنګه د نومبر په لومړیو کې، دواړو هېوادونو په ایران کې یو تړون پای ته ورسوو چې د روسیې په خاوره کې د ایراني بې پیلوټه الوتکو تولید پېل کړي.

واشنګټن پوسټ د نومبر په ۱۹مه راپور ورکړو چې روسیه او ایران د ډیزاینونو او مهمو برخو د انتقال لپاره په چټکۍ سره کار کوي.

چارواکو دغه ورځپاڼي ته وویل، دا به د دې وړتیا ولري چې د وسلو لرونکي بې پیلوټه الوتکو (UAVs) تولید په څو میاشتو کې پېل کړي.

د اوکراین پوځ د اکتوبر په ۱۹مه وویل، "د سپتمبر په ۱۳مه د اوکرایین په خاوره کې د ایران لخوا د جوړ شوي شاهد-۱۳۶ کامیکاز ډرون د لومړي غورځولو راهیسې ... د اوکراین د دفاعي ځواکونو هوايي ځواک او نورو څانګو دغه ډول ۲۲۳ بې پيلوټه الوتکې تباه کړي دي."

تر هفتو پورې تهران دا خبره په کلکه ردوله چې ماسکو ته یې بې پیلوټه الوتکې لیږدولې دي، که څه هم د الوتکو لیږلو کافي شواهد موجود و، خو بیا یې په ناڅاپي ډول د نومبر په ۵مه خپل دريځ بدل کړو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تایید کړه چې د هغه هېواد روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي، خو دا راپورونه یې رد کړل چې ماسکو ته یې د اوکراین د جګړې لپاره توغندي استولي دي.

ایران نه پوهیږي چې په اوکراین کې بې پیلوټه الوتکې څنګه کارول کیږي، ځکه چې تهران د روسیې او اوکراین په روانه جګړه کې د بې طرفۍ ادعا کوي او زياته يې کړه چې دا ډرونونه د اوکراین د جګړې له پېلیدو څخه مخکې استول شوي دي.

روسیې ته منظم پروازونه

خو فوربز راپور ورکړو چې د اوکراین د جګړې له پېل راهیسې روسیې ته د ایران پروازونه په هفته کې شاوخوا دوه ځله ترسره کيږي او الوتکې د روسیې په هوايي ډګرونو کې په پوځي تاسیساتو کې لیدل شوي دي.

دا الوتکې د هغو شرکتونو ملکیت دی چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) سره تړاو لري، چې د خپل قدس ځواک (IRGC-QF) له لارې د ایران د بهرني عملیاتو څارنه کوي.

متحده ایالاتو د ایران پر ملکي هوايي بیړیو د دغه ډول غیر قانوني فعالیتونو له امله بندیزونه لګولي دي.

دروسیې له خوا پر اوکراین د برید څخه څو کاله مخکې ایران دغه الوتکې د سوریې د صدر بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره کارولې وې.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په وینا، ماهان اير په ځانګړې توګه دمشق ته په منظم ډول جنګيالي او وسلې ليږدولی وې. د هوایي شرکت الوتکې "د سپاه پاسداران قدس ځواک ته د مالي، مادي، یا تخنیکي ملاتړ چمتو کولو لپاره" هم کارول شوې وې.

د ۲۰۲۰ کال د جون په مياشت کې، ایراني رسنیو د ماهان ایر پیلوټ امیر اسداللهي سره مرکه خپره کړه، چې اوه کاله مخکې یې د هغه وخت د سپاه پاسداران د قدس ځواک د کمانډر قاسم سلیماني سره په الوتکه کې خپله تجربه بيان کړه.

اسداللهي وویل چې هغه د ۲۰۱۳ کال د جون په مياشت کې دمشق ته یوه الوتکه چلوله چې اوه ټنه مواد پکې موجود ول چې هغه د "ممنوعه کارګو" په توګه بيان کړل.

سلیماني په دغه الوتکه کې په ۲۰۰ مسافرو کې شامل و.

د ایران د لوبو زوړ کتاب

شنونکي وايي،‌ ایران د خپلې پراختیا غوښتنې د اجنډې د ملاتړ لپاره له ماهان هوایي شرکت څخه داسې کار اخلي چې په منځني ختیځ‌ کې د جګړې بېلابېلو سیمو ته وسلې، پوځي تجهیزات او بهرني جنګیالي انتقال کړي.‌

د منځني ختیځ د سیمه ایزو او ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز څیړونکي فتحي السید، چې د ایران په چارو کې تخصص لري، وویل، ځينې راپورونه ادعا کوي چې دا هوایي شرکت د سپاه پاسداران او قدس ځواک لپاره د اصلي لیږدونکي په توګه کار کوي.

هغه وویل، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان حامد عرب نژاد د دغه شرکت د مشر په توګه کار کوي، په داسې حال کې چې د ایران د اسلامی انقلابي ګارډ یو بل قوماندان حامد اسلاني پکې يوه لوړه عهده لري.

السید وویل، "د ایران د سپاه پاسداران یونټ ۱۹۰ د سوډان، یمن، سوریې او لبنان په څېر هېوادونو ته د وسلو په قاچاق کې مهارت لري، او دغه یونټ د ځمکې، سمندر او د ماهان ایر په وسیله د هوا له لارې د کارګو د انتقال لپاره له ټولو موجودو وسایلو څخه استفاده کوي."

هغه وویل، "يو ورته یونټ، چې د یونټ ۱۹۸ په نامه یادېږي، دا مسؤلیت پر غاړه واخیستو چې د جګړې ساحو ته د هوایي ټرانسپورټ پروازونه ترسره کړي او د سپاه پاسداران افسران په بشپړ راز سره انتقال کړي." "دا دویم یونټ اکثر وختونه د هغو عملیاتو خوندیتوب او ډاډ برابروي چې د یونټ ۱۹۰ په واسطه ترسره کیږي."

تهران ختیځ ته مخه کوي

د روسيې سربېره، ایران له روسیې سره خپلې اړیکې په دې پلمه پراخوي چې خپل نژدې ديواليه شوې اقتصاد ته وده ورکړي او د نړېوالو بندیزونو په وړاندې مقاومت وکړي.

د ایران رژیم له چین او روسیې سره دوه اوږدمهاله ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي چې ډېر شنونکي یې "مبهم" ګڼي.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې په تهران کې د ایران او چین د ۲۵ کلن "ستراتیژیکو همکاریو تړون" له لاسلیک وروسته، ډېرو ایرانیانو پر رژیم د "ایران د پلورلو" تور ولګوو.

ډېرو کسانو وروسته بیا رژیم په روسیه باندې د ایران د پاتې برخو پلورلو په تور تورن کړو، وروسته له هغې کله چې د دواړو هېوادونو صدرانو په ماسکو کې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ناسته کې "په ۲۰ کلن چوکاټ کې د اوږدمهاله همکارۍ" په اړه خبرې وکړې.

د ایران د سمندري ځواکونو یو پخواني شنونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د بیجینګ له نظره، "د معاملې نقطه دا ده چې چین په ایران کې پښه ټینګه کړي، په ځانګړې توګه د فارس خلیج په جاسک او کېش ټاپوګانو کې".

بیجینګ له مخکې نه د هند بحر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي، چې د سویلي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې د تېلو چمتو کولو او رسد سټیشنونو يوه لړۍ جوړوي. د دې تړون سره به اوس تمرکز د ایران د جاسک او چابهار بندرونو ته واړوي.

سربېره پردې، تهران د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د ازبکستان په سمرقند کې د SCO د سږنۍ سرمشریزې په ترڅ کې، چې د سپتمبر په ۱۵مه او ۱۶مه ترسره شوې وه، دایمي غړی جوړ شو.

خو د بحران ځپلي ایران د اقتصاد سره د مرستې پر ځای، لکه څنګه چې حکومتي پروپيګنډه په پرله پسې ډول ادعا کوي، د شانګهای سازمان غړیتوب ماسکو او بيجينګ ته د ایران سرچینو ته د خلاصې او یو اړخیزې لاسرسۍ لپاره زمینه برابروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500