سياست

د ظریف ليک شوي آډیو په پریکړه کولو کې د آی آر جي سي نفوذ په ګوته کوي

د پاکستان فارورډ له خوا

د آی آر جي سي د قدس ځواک کمانډر قاسیم سلیماني د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په يو بې نيټې عکس کې لیدل کيږي. د اپرېل په ۲۵مه په يو لیک شوي آډیو فایل کې، ظریف په سلیماني او آی آر جي سي باندې د حکومت په لګښتونو تنقيد کوي. [ارنا]

د آی آر جي سي د قدس ځواک کمانډر قاسیم سلیماني د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په يو بې نيټې عکس کې لیدل کيږي. د اپرېل په ۲۵مه په يو لیک شوي آډیو فایل کې، ظریف په سلیماني او آی آر جي سي باندې د حکومت په لګښتونو تنقيد کوي. [ارنا]

د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د یوې مرکې آډیو فایل، چې د یکشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۵مه) رسنیو ته ليک شوی و، په سیاسي ډګر کې په نړیواله کچه عکس العملونه او جنجالونه، سازشي نظریې او نظرونه راپاروالي دي.

دا د ۱۹۰ منټو فایل، چې د هغه ویډیو مرکې څخه اخيستل شوی کومه چې د فبرورۍ په ۲۴مه ترسره شوې وه، هغه وخت څرګند شو کله چې ظریف په ویانا کې د خبرو اترو د دريم پړوا نه مخکې عراق ته تللی و چې موخه يې د ایران د اټومي پروګرام په اړه نړیواله معاهده راژوندۍ کول وه.

د مرکې په دوران کې -- د زباني تاریخ پروژې یوه برخه ده چې موخه یې د صدر حسن روحاني د حکومت په اړه نور معلومات ښکاره کول دي -- د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مکرر ډول ټینګار کوي چې ځینې بيانونه يې رسمي نه دي.

په یوې مخکنۍ مرکه کې، ظريف ویلې وو چې هغه د بهرني سیاست په اړه په پریکړو کې هیڅ رول نه لري. هغه په لیک شوي آډیو فایل کې خپل دریځ تکراروي.

دا بې نيټې تصوير ښیي چې قاسم سلیماني (په منځ کې) د نورو لوړ پوړو ایراني ځواکونو کمانډرانو او ستر رهبر علي خامنه اي سره موجود دی. د بهرنیو چارو وزیر جاويد ظریف وویل، حتی که د آی آر جي سي دریځونو د ایران سفارتکارۍ او بهرني سیاست ته تر ۲۰۰٪ پورې زیان رسولی وې، خو سليماني به په سفارتکارۍ باندې جوړ جاړی نه و کړی. [د ایران د دفاع وزارت]

دا بې نيټې تصوير ښیي چې قاسم سلیماني (په منځ کې) د نورو لوړ پوړو ایراني ځواکونو کمانډرانو او ستر رهبر علي خامنه اي سره موجود دی. د بهرنیو چارو وزیر جاويد ظریف وویل، حتی که د آی آر جي سي دریځونو د ایران سفارتکارۍ او بهرني سیاست ته تر ۲۰۰٪ پورې زیان رسولی وې، خو سليماني به په سفارتکارۍ باندې جوړ جاړی نه و کړی. [د ایران د دفاع وزارت]

هغه وايي چې د خبرو په دوران کې د هغه سره ټګي وشوه چې په نتیجه کې یې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ترسره شو چې د ګډ عمل جامع پلان (جی سي پي او ای) په نوم پیژندل کيږي. هغه زیاته کړه چې ډیر سخت دریځي نه غواړي د متحده ایالاتو او ایران اړیکې عادي شي.

ظریف وویل چې پخواني صدر محمود احمدي نژاد د هغه نه نفرت کولو او غوښتل يې چې هغه په ملګرو ملتونو کې د ایران د سفیر په توګه وټاکي. ظریف وویل چې "لوړو قدرتونو" (يعنې ستر مشر علي خامنه اي) غوښتل چې هغه دغه دنده ترسره کړي.

ظریف وویل چې هغه پوهیدو هغه به "قرباني شي، نه چې هیرو جوړ شي" کله چې هغه په خفګان سره د روحاني بلنه ومنله چې د بهرنیو چارو وزیر جوړ شي.

په دغه مرکه کې، هغه په مکرر ډول ټینګار وکړ چې رژیم په تهران کې سیمه ایز شتون او د اسلامي انقلابي ساتونکو قول پالیسو ته لومړیتوب ورکوي.

هغه وايي چې دا پاليسۍ، چې د آی آر جي سي د قدس ځواک کمانډر قاسم سلیماني (مرحوم) لخوا جوړې شوي او غوره شوي وې، د سلیمانې د واکمنۍ پرمهال په دوامداره توګه د سفارتکارۍ په پرتله غوره شوي دي.

سلیماني سفارتکاري له خطر سره مخامخ کړه

ظریف وویل، حتی که د آی آر جي سي دریځونو د ایران سفارتکارۍ او بهرني سیاست ته تر ۲۰۰٪ پورې زیان رسولې وې، خو سليماني به په سفارتکارۍ باندې جوړ جاړی نه و کړی.

هغه وويل، د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د خبرو په رڼا کې، د سفارتي پریکړو کولو څخه څو میاشتې وروسته، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري هغه ته خبر ورکړو چې سوریې ته د ایران د الوتنو شمیر شپږ چنده زیات شوی دی.

ظریف وویل چې هغه له دې حقیقت څخه خبر نه و.

هغه وویل چې د هغه ټیم ته د بوینګ او ایربس نوې الوتکو د اخیستلو لپاره اجازه ورکړل شوه چې د ایران له کم شويو تجارتي بېړۍ سره مرسته وکړي، خو د ايران د هوايي شرکت په کارولو سره سوريې ته د الوتنو په شمير کې ناڅاپي زیاتوالي دغه اخیستلو زيان ورسولو.

دا ځکه چې هیچا ته د ويلو نه بغير، د ایران د هوایي شرکت ايګزيکيټو ډايريکټر نه علاوه، سلیماني پریکړه کړې وه چې د ایران هوايي شرکت د مهان هوايي شرکت په پرتله سوریې ته د آی آر جي سي د "الوتنو لپاره خوندي" دی.

د ایران د دولتي هوايي شرکت او د منع شوې الوتکې د مهان هوايي شرکت له لارې نامعلومه الوتنو په وروستیو کلونو کې د ایراني رژیم په استازیتوب د دواړو الوتکو د فعالیت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. دغه شرکتونه په دې تورن دي چې په ټوله سیمه کې د جنګ ساحو ته وسلې او جنګیالي لېږدوي.

ظریف وویل، د سلیمانې اقدام سفارتي اړیکې له خطر سره مخامخ کړې او د الوتکې د نورو پیرودونو احتمال یې ختم کړو.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هغه په هفته کې یو ځل له سلیماني سره ولیدل، خو غونډې د هیواد د چارو په اړه د بحث یا خبرو اترو لپاره نه وې ترسره شوي. هغه وویل، پرځای یې، سلیماني به خپلې سیمه ایزې پاليسۍ او لومړیتوبونه وړاندې کول.

په آی آر جي سي باندې پيسې لګول 'د ارزښت وړ نه دي'

ظریف په سخت دریځو نیوکه وکړه چې د متحده ایالاتو او د هغې د لوی پوځ د بيلېدو ملاتړ کوي، او ټینګار یې وکړو چې د ایران ځواک په توغندیو یا پوځي تجهیزاتو کې نه دی، او دا یو څرګند حقیقت دی چې دا په پوځي ځواک تکیه نه شي کولی.

هغه وویل، د اسلامي جمهوریت د ځواک نقطه باید د دې د خلکو ملاتړ وي، "چې د ملي امنیت سره برابر دی".

هغه یادونه وکړه چې د تهران بهرنۍ پالیسۍ تل د "دوه اړخیزه، سړې جګړې دورې" کړنلارې پراساس جوړې شوې او ټاکل شوي دي، چې دا په دې معنی ده چې د آی آر جي سي سیمه ییز شتون په دوامداره توګه سفارتکارۍ ته زيان رسولی دی.

هغه وویل، "د آی آر جي سي سیمه ایز شتون لپاره ایران "د خپل استطاعت څخه ډیر څه خرچ کړي دي. هغه وروسته یادونه وکړه چې "دا د ارزښت وړ نه دي".

ظریف وویل، د آی آر جي سي د لوړ پوړو چارواکو پرته بل هیچا ته د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۸مه د اوکراین نړیوال هوایي شرکت الوتنې ۷۵۲ د راغورځولو په اړه پته نه وه چې له دې څخه روحاني او د هغه د کابینې غړي خبر نه و .

هغه وویل، د پیښې یوه ورځ وروسته، هغه اړ شو چې د دې په اړه ټویټ وکړي او دا خبره رد کړي چې آی آر جي سي دغه الوتکه په نښه کړې وه، خو هغه د دې کار کولو څخه ډډه وکړه.

کله چې هغه د آی آر جي سي چارواکو څخه وغوښتل چې د روحاني کابینې ته حقیقت ښکاره کړي نو شاید دوی ورته د حل لاره ومومي، نو دوی "ما ته داسې وکتل لکه چې زه د دين سپکاوی کوم".

د چین او د روسیې زیان رسونکي رولونه

ظریف وویل چې د روسیې او چین سره د تهران د دوامداره اړیکو په اړتیا باندې د ټینګار کولو سره، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو په ګډون له لویدیځ سره همکاري کوي، چین او روسیه د ایران سره نه دي ولاړ او د خپلو ګټو لپاره له تهران سره اړیکې لري.

ظریف وویل، د دې دليل يوه برخه دا ده چې چین او روسیه به وغواړي چې تهران د متحده ایالاتو سره خرابې اړیکې ولري، او دوی به ایران ته د متحده ایالاتو لپاره د "مهمې" (ستونزې) په توګه وګوري، ترڅو به دوی د واشنګټن د لومړیتوبونو د لیست په اړه لا نور هم معلومات ترلاسه کړي.

هغه له لویدیځ سره د ایران په خبرو اترو کې د ماسکو رول تر دې حده پورې زیانمنونکی وګڼلو چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ۲۰۱۵ کال کې د سفارتي پریکړو د خرابولو هڅه وکړه.

ظریف وویل چې لاوروف په پټه د کیري سره د خبرو اترو لپاره تللی وو، خو ظریف په خپل نا ټاکلي لیدنه کې له خپل امریکایي سیال سره د لیدو لپاره راورسيدو او دواړه يې يو ځای وليدل.

مخکې له دې چې لوروف په هغه شپه ماسکو ته لاړو، هغه ظریف او کیري ته وویل چې ایران او متحده ایالات به د یوې ځانګړې مسلې په اړه موافقه ونه کړي.

ظریف وویل، په ځواب کې هغه لوروف ته وویل چې د دې مسلې سره "ستاسو هیڅ [ښکاره] کار نشته".

دې مرکې سخت دریځه کسان په قهر اخته کړي دي

په لیک شوي آډیو کې د ظریف بيانونو، په ځانګړي توګه د سلیماني او آی آر جي سي په اړه بيانونه، په ایران کې سخت دریځي غوسه کړي، چې ځینو په کې په هغه باندې د غدارۍ تور لګولی دی.

د ایران د پارلمان قانون جوړونکو (مجلس) چې اکثریت یې محافظه کاره دي، د ليک شوي آډیو فایل د پلټنې غوښتنه کوي او غواړي چې ظریف ته دې د "سلیماني د سپکاوي" په خاطر سزا ورکړل شي.

یو څو کسانو په ظریف باندې برید وکړو او ویې ویل چې هغه د رژیم له سرو کرښو څخه خبر نه دی، په داسې حال کې چې ډیرو نامتو محافظه کارانو په هغه تور ولګوو چې د هغه نه د "لويديځ سړی" جوړ شوی دی.

ډيرې سخت دریځې ورځپاڼې کیهان، چې ستر مدير یې ظریف په مرکه کې یاد کړی و، د بهرنیو چارو پر وزیر سخت تنقيد وکړو. (د جی سي پي او ای د بيرته بحالولو لپاره د ۲۰۲۱ خبرو اترو په جریان کې، د کیهان مديرانو د ظریف د بدلولو غوښتنه وکړه.)

کیهان د دوشنبې په ورځ د ظریف په اړه د تنقيد نه ډکه اداريه خپره کړه، چې دا په کې ښودل شوې وه چې آډیو فایل په قصدي ډول لیک شوی دی.

د محافظه کاره اسلامي ایتلاف ګوند ویاند پر ظریف نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه چې بهرنیو رسنیو ته د آډیو لیک کيدل یوه کوچنۍ خطا نه ده.

په ورته وخت کې اصلاح غوښتونکو او اعتدال غوښتونکو د آډيو فايل په خپرونکو باندې تور ولګوو چې دوی هڅه کوي چې په ویانا کې راتلونکو خبرې اترې ګډې وډې کړي او دا یې د ظریف پروړاندې د بدنامولو يو کمپاین وګڼلو.

د اسلامي جمهوریت منتقدین وايي، چې ظریف د نظام یوه برخه ده، نو هغه ته د دې انتقاد کولو اجازه نشته، او که هغه د رژیم سره په ځینو برخو کې په مسلو باندې خبرې اترې کوي، نو هغه باید استعفا ورکړي.

ظریف، د بهرنیو چارو وزارت غبرګون وښود

د سه شنبې په ورځ، ظریف په مستقیم ډول د مرکې په اړه د ذکر کولو پرته په انسټاګرام باندې یوه لنډه ويډيو پوسټ کړه. د زباني تاریخ پروژې ته په ښکاره ډول حوالې ورکولو سره، هغه وویل: "موږ باید د خدای او خلکو په اړه فکر وکړو، موږ باید د تاریخ په اړه اندیښنه ونه لرو".

همدارنګه د سه شنبې په ورځ، روحاني په لومړي ځل د ليک شوي مرکې په اړه عکس العمل وښود، او د خپلو استخباراتو وزارت ته یې امر وکړو چې لیک کونکي په ګوته کړي. حکومت وویل چې فایل چا "پټ کړی" دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وويل چې مخکې لیک شوی آډیو فایل "انتخاب شوی" او "پری کړی شوی" دی.

وزارت وويل چې که اړوند سازمانونه موافقه وکړي نو دا به مرکه په بشپړه توګه خپره کړي، او ادعا یې وکړه چې دا "اوه ګهنټې" اوږده ده، او ټینګار یې وکړو چې ظریف د دې په ځینې هغو برخو کې د سلیماني ستاینه وکړه چي نه دي خپرې شوي.

مرکه کوونکی د مرکې په پای کې له ظریف څخه غوښتنه کوي چې د راتلونکی لپاره، د تاریخ لپاره، څه ووایه، چې دا وړانديز کوي چې هغه به کيدی شي راتلونکی صدر یا نايب صدر وي، یا به هغه په خپلو پیجامو کې په کور کې ناست وي.

په ځواب کې، ظریف وړاندیز کوي چې یو بل احتمال دا دی چې هغه به په بل ځای کې وي -- په داسې حال کې چې پيجامه به نه لري -- چې مطلب يې قيد دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500