تروريزم

پاکستان په بلوچستان کې د چینایي سرمايه کارۍ سره تړلې د اورپکۍ له مخ پر ودې څپې سره مخ دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په دې بې نېټې عکس کې د ګوادر په بندر کې د یوې غونډې دپاسه د پاکستان او چین بیرغونه ځوړند دي. [د ګوادر بندر اداره]

په دې بې نېټې عکس کې د ګوادر په بندر کې د یوې غونډې دپاسه د پاکستان او چین بیرغونه ځوړند دي. [د ګوادر بندر اداره]

کویټه -- پاکستاني ځواکونه هڅه کوي چې په بلوچستان کې د اورپکو د مخ پر ودې څپې مخه ونیسي چې ​د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت، چې د یو کمربند، یو سړک ​(بي آر آی یا اوبور) په نوم هم یادیږي، د روانو پروژو سره تړاو لري.

د ای اېف پي په وینا، په بلوچستان صوبه کې د اپرېل په ۱۱ مه له وسله والو سره په نښته کې څلور پولیس څو ګهنټې وروسته له هغې ووژل شول کله چې په صوبايي مرکزي ښار کویټه کې په یوې بمي چاودنه کې څلور کسان ووژل شول.

چارواکو راپور ورکړو چې د پولیسو په وینا دغه کسان د تحریک پاکستان طالبان (ټي ټي پي) غړي و. دوی په کچلاک کې سهار وختي د ګشت پرمهال ډزې وکړې.

یوه ورځ مخکې، د بلوچستان د مرکزي ښار کویټې په یو مصروف بازار کې د موټرسایکل بم په چاودنه کې څلور کسان -- دوه پوليس او دوه ملکیان -- ووژل شول.

د دغه برید پړه بلوچ وسله والو منلې وه. د​ بلوچستان لیبریشن آرمي (بي اېل ای)​ په صوبه کې فعاله ده.

د چین ګټې له ډېرې مودې راهیسې د بلوچ وسله والو او ترهګرو ډلو لکه ټي ټي پي دواړو هدف ګرځیدلی دی.

بلوچ توکمیز اورپکو په ځانګړې توګه دا احساسات کارولي چې د بي آر آی لاندې چینایي سرمايه کارۍ ځایي خلکو ته ګټه نه ده ورکړې.

په زرګونو اوسېدونکو ګڼ شمېر مظاهرې کړي او غوښتنه يې کړي چې د سیمه ایزو او ​چینایي کښتيو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیول​​ او په ګوادار بندر کې، چېرته چې د چينايي ګټو لپاره ساختماني کار روان دی، په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو ځورونه پای ته ورسول شي.

په ​ګوادر کې د وارداتي سکارو پر بنسټ د چین د ۳۰۰ میګاواټه د بجلۍ پروژې وروستي بیا تصویب​ هم اقتصادي او چاپیریالي پوښتنې راپورته کړي دي.

په پاکستان کې د چین لخوا د سکارو څخه جوړ شوي د بجلۍ پلانټونه په هغه تېلو تکیه کوي چې په جنوبي افریقا کې د ناکراریو او په اوکراین د روسیې د یرغل له امله خورا ګران شوي دي. دوی هغه هوا هم ککړوي چې پاکستانیان یې تنفس کوي.

د چین د​ شينجيانګ سیمې​ او د ​ګوادر بندر​ ترمنځ د زیربناوو، بریښنا او ټرانسپورټي اړیکو د لوړولو لپاره دا ډول جنجالي او دردناکه هڅې -- د بلوچستان اوسیدونکو ته په لږ پام سره -- د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) په نوم د ۵۴ ملیارده ډالرو پروژې برخه ده.

پايله يې ترهګري ده

محمد جاوید، چې په کویټه کې یو لوړ پوړی امنیتي چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا په یقین سره ویل کیدی شي چې د بلوچ وسله والو لخوا په بریدونو کې د چټکتیا لوی لامل دا دی چې د روانې بهرنۍ سرمايه کارۍ مخه ونیول شي، چې په دوامداره توګه وده کوي."

د صوبې د کورنیو او قبایلو چارو وزیر ضیاء الله لانګو په وینا، په بلوچستان کې د ترهګرۍ د وروستۍ څپې سره د مقابلې لپاره، د صوبې په ټولو ناکراره سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات روان دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د وسله والو ډلو ډېر مهم مشران چې په ترهګرۍ کې ښکېل دي په روانو عملیاتو کې وژل شوي او نیول شوي دي.

هغه وويل، "په بلوچستان کې په صوبايي کچه، د لوړ پوړو پلټنو ټيم جوړ شوی دی، چې پکې د ټولو اړوندو قانون پلي کوونکو ادارو افسران شامل دي."

هغه زیاته کړه، "دغه ګډ ټیم به د ترهګرۍ د وروستیو پېښو څېړنه بشپړه کړي او په دوو هفتو کې به خپل راپور حکومت ته وسپاري، چې لدې وروسته به نور اقدامات وشي."

د امنیتي چارو شنونکي ندیم خان پاکستان فارورډ ته وویل، په بلوچستان کې اوسنی وضعیت تر هغه وخته "پای ته نه شي رسېدې" ترڅو چې د سي پېک په اړه رښتیني خبرې اترې نه وي شوي.

د نېشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخواني وزیر اعلی، عبدالمالک بلوچ پاکستان فارورډ ته وویل، "که د سي پېک پروژې په اړه د ځمکنیو حقايقو په پام کې نیولو سره ګامونه پورته شوی وای، نو وضعیت به دومره خراب نه و."

هغه پوښتنه وکړه، "ګوادر د بلوچستان شه رګ دی. کله چې د سیمې خلک له دې مهمې ستراتیژیکې شتمنۍ څخه ګټه نه پورته کوي نو تاسو څنګه کولی شئ وضعیت ښه کړئ او مقاومت پای ته ورسوئ؟"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500