بشري حقونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ژمنه وکړه چې د شينجيانګ په سرغړونو به تمرکز ساتي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي راپور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د دسمبر په ۹ مه د سویس په جینوا کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې خبرې کوي. [Fabrice Coffrini/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د دسمبر په ۹ مه د سویس په جینوا کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې خبرې کوي. [Fabrice Coffrini/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د حقونو نوي مشر د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۹ مه) وویل چې هغه به د چین په شینجیانګ سیمه کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو او د بشریت په وړاندې د احتمالي جرمونو په اړه مخکیني موندنو ته دوام ورکړي.

ولکر ترک، چې د اکتوبر په میاشت کې یې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر په توګه دنده پیل کړه، وویل چې د اګست په ۳۱ مه د مخکینۍ کمیشنرې میشل باچلی لخوا خپور شوی راپور "ډیر مهم" و.

هغه د سویس په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل، "په دغه راپور کې د بشري حقونو جدي اندیښنې په ګوته شوي. او زما تمرکز په هغه سپارښتنو دی چې په دغه راپور کې ورکړل شوي."

باچلی دغه راپور د خپلې وظیفې د مودې پای ته له رسیدو څخه یو څو دقیقې مخکې خپور کړ، وروسته له هغه چې بیجنګ پرې فشار اچولو چې دغه سند نه خپروي او لویدیځ هیوادونو او د حقوقو ګروپونو د دې د خپرولو غوښتنه کوله.

دغه راپور په شینجیانګ کې د اویغورو او نورو مسلمانو لږکیو په وړاندې د حقونو د سرغړونو یو لړ توضیحات وړاندې کړل او له نړۍ څخه یې وغوښتل چې په لیرې لویدیځه سیمه کې د بشري حقونو وضعیت ته "عاجل پام" وکړي.

راپور د پراخې شکنجې، خپل سري توقیف او د مذهبي او تولیدي حقونو څخه د سرغړونې"معتبر" تورونه په ګوته کړي.

او لامله یې ملګرو ملتونو د کمپاین کونکو او نورو خلکو د اوږدې مودې دا تورونه تایید کړو، چې بیجینګ د یو ملیون څخه ډیر اویغور او نور مسلمانان په توقیف کې ساتي او په جبري توګه ښځې شنډوي.

چین، چې ټینګار کوي د افراطیت سره د مبارزې لپاره یې په سیمه کې د حرفوي زده کړو مرکزونه پرمخ وړي، خپل پوره هلې ځلې وکړې چې نور هیوادونه د دې راپور ردولو ته قانع کړي.

او د اکتوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په اجنډا کې په دې راپور د بحث کولو لپاره هڅې ناکامه کړې.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه به په دې مسله کې څنګه پرمخ ځي، ترک د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې "موږ او زه به په شخصي توګه له چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړو.

"زه دې ته ژمن یم.

"هیله لرم چې بدلونونه به رامنځته شي."

تیره میاشت، د سایبر امنیت څیړونکو وویل چې دوی د اویغور ژبې په اېپونو کې د چینایي جاسوسۍ، سپایي وییر شواهد موندليچې کولی شي د اویغور اوسیدونکو موقعیت معلوم کړي او په چین او بهر کې د هغوی ډیټا راټوله کړي .

په راپور کې ویل شوي، دغه سپایي وییر هیکرانو ته دا توان ورکوي چې حساس معلومات راټول کړي چې په دې کې د یو کارن موقعیت، تماسونه، د کال لاګونه، متن پیغامونه او فایلونه شامل دي، او همدارنګه کولی شي چې عکسونه واخلي او تلیفونونه ثبت کړي.

څیړونکو وویل چې دا اېپونه د مذهبي افراطیت یا بیلتون غوښتنې د شواهد موندلو لپاره کارول کیدی شي، د کوم لپاره چې اویغوران د لسیزو راهیسې بندیان شوي دي.

د کلونو راهیسې چین په شینجیانګ کې د اویغورانو ډله ییزه څارنه کوي، په ټول ولایت کې یې د څارنې پلېټ فارم جوړ کړی چې د اویغورانو د تلیفونونو څخه د هغوی شخصي معلومات راټولوي او د مخ پیژندنې له لارې د دوی حرکتونه تعقیبوي.

په دې اونۍ کې، څیړونکو د شپږو میاشتو د تحقیقاتو وروسته، د موټر د صنعت او په شینجیانګ کې د اویغورانو د حقونو د سرغړونې ترمنځ "لویې او پراخې اړیکې" هم په ډاګه کړې.

دغه ټیم د عامه اسنادو د تجزیې وروسته ادعا وکړه چې د چین حکومت په قصدي توګه د کان کیندنې او د خامو موادو د پروسس کولو او د موټرو د پرزو تولید شینجیانګ ته انتقال کړی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500