مظاهرې

په ګلګت بلتستان کې د چین ضد مظاهرې دریمې هفتې ته داخلې شوې

د زرک خان لخوا

په زرګونو پاکستانيان د دسمبر له ۲۷مې نېټې راهیسې د ګلګت بلتستان په سکردو کې په ورځني مظاهرو کې برخه اخلي ترڅو د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) لاندې د پټو پروژو لپاره د ځمکو استملاک وغندل شي. د جنورۍ په ۴مه مظاهره په دې عکس کې ښودل شوې ده. [د پاکستان د سوداګرۍ اتحادیې دفاعي کمپاین/ټویټر]

په زرګونو پاکستانيان د دسمبر له ۲۷مې نېټې راهیسې د ګلګت بلتستان په سکردو کې په ورځني مظاهرو کې برخه اخلي ترڅو د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) لاندې د پټو پروژو لپاره د ځمکو استملاک وغندل شي. د جنورۍ په ۴مه مظاهره په دې عکس کې ښودل شوې ده. [د پاکستان د سوداګرۍ اتحادیې دفاعي کمپاین/ټویټر]

په ګلګت بلتستان سیمه کې د چین د نفوذ پر ضد په لویه کچه مظاهره د صفر څخه ښکته تودوخې سره د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۱مه) درېمې هفتې ته داخله شوه.

مظاهره کوونکو د دسمبر په ٢٧مه د ګلګت بلتستان په سکردو کې هره ورځ مظاهرې کوي چې په خپل معيشت او ورځني ژوند باندې د چين د نفوذ په اړه انديښنې څرګندې کړي -- په دې کې زياتره د ځمکې نيول او نورې ستونزې، چې د بجلۍ او غنمو کمې او په پارلمان کې له استازيتوب پرته ماليه ورکول پکې شامل دي.

اوسیدونکو د جنورۍ په ۶ مه هم په ګلګت بلتستان کې د شټر ډاون او پهيه جام احتجاج وکړو ترڅو د احتجاج کونکو سره پیوستون څرګند کړي.

د کراچۍ په ګډون په نورو ښارونو کې هم احتجاج کوونکي په ګلګت بلتستان کې له مظاهره کوونکو سره په پيوستون کې شامل شوي دي.

د ګلګت بلتستان زده کونکي د جنورۍ په ۸ مه په کراچۍ کې مظاهره کوي ترڅو په کور کې د مظاهره کونکو سره پیوستون څرګند کړي او د دوی د غوښتنو ملاتړ وکړي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د ګلګت بلتستان زده کونکي د جنورۍ په ۸ مه په کراچۍ کې مظاهره کوي ترڅو په کور کې د مظاهره کونکو سره پیوستون څرګند کړي او د دوی د غوښتنو ملاتړ وکړي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

ګلګت بلتستان د چین د مسلمان اکثریت شينجيانګ سیمې سره ګډه پوله لري او د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) دروازه ده، چې د چین د جنجالي بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) یوه برخه ده، چې د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم پیژندل کیږي.

مظاهره کوونکي وایي، د پاکستان حکومت د پټو پروژو لپاره ځمکې غصب کوي چې د سي پېک برخه ده.

مصطفی شګري، چې د مدني ټولنې فعال دی، وویل، "موږ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د پروژې ټول تړونونه افشا کړي، په ځانګړې توګه د ځمکې د استملاک په اړه هغه تړونونه چې د چین سره یې لاسلیک کړي کوم چې به په ګلګت بلتستان کې ترسره کیږي."

ځینې فعالان ادعا کوي چې چین په پام کې لري چې د لیتیم د پروسس کولو یوه فيکټري جوړه کړي چې په نږدې راتلونکي کې به يې له افغانستان څخه استخراج او انتقال کړي.

د دوشنبې په ورځ ډان ورځپاڼې يوه اداریه خپره کړه چې ځایي خلک "د دولت لخوا په سیمه کې د ځمکې د نیولو په اړه جدي اندیښنې لري چې دوی وايي د خلکو ملکیت دی." "ریاست په ګلګت بلتستان کې د سي پېک او نورو پروژو لپاره ځمکه ترلاسه کوي."

"د دې په پام کې نیولو سره چې د ګلګت بلتستان خلک د دې مسلو په اړه متحد شوي، نو دولت باید له دوی سره خبرې اترې وکړي، د دوی اندېښنې واوري او په دوه اړخیزه توافق شوي حلونو ته ورسیږي."

د احتجاج تنظیمونکي وايي چې د ګلګت بلتستان اوسیدونکي د سي پېک څخه ډېرې هیلې لري.

د ځايي سوداګرو يو مشر جواد بيګ وويل، "خو سره له دې چې دوی د سي پېک په دروازه کې دي، ځايي خلک د پريکړه کولو له پروسې او د ميګا پروجيکټ له مستقيمو ګټو څخه په بشپړه توګه محرومه دي."

په ۲۰۱۵ کال کې، د ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلۍ په متفقه توګه یو قرارداد منظور کړو چې له وفاقي حکومت څخه یې وغوښتل چې د هغې استازي په هغه مشاورتي کمیټۍ کې شامل کړي چې په سي پېک کار کوي.

نوې شخړه رامنځته کول

فعالین په بلوچستان او سند صوبو کې ورته ستونزو ته په اشارې سره وايي، په ګلګت بلتستان کې د چین سرمايه کاري یوازې بیجینګ ته ګټه رسوي او کولی شي د چینایانو په وړاندې وسله وال مزاحمت راپورته کړي.

د ځایي خلکو په وینا، د دسمبر د ۲۵مې نېټې راهیسې، پاکستاني چارواکي د بیجینګ په امر په ګوادر کې، چې په بلوچستان کې د هند سمندر بندر دی چې یو وخت د سي پېک د "تاج زیور" پروژه ګڼل کېده، د یوې میاشتې اوږد احتجاج مخه نیسي.

په بلوچستان او سيند صوبو کې د اسلام آباد او سیمه ییزو ډلو تر منځ شخړې د مخکې نه راپورته شوي، چېرته چې سیمه ایزو توکمیزو وسله والو ډلو ​​د بلوچ راجی اجويي سنګر (براس)​​ په نوم يو اتحاد جوړ کړی، او په پاکستان کې يې په چینایي ګټو بریدونه کړي دي.

په هنزه کې د سیاسي علومو پروفیسور محمد شفیق هنزایي وویل، "که چېرې د چینایي پانګوونې په اړه د ځایي خلکو اندېښنې په سمه توګه حل نه شي نو په ګلګت بلتستان کې داسې عناصر کولی شي د وضعیت څخه ګټه پورته کړي."

هغه وويل، "له يوې خوا، د سي پېک پروژو په نوم ځمکې په زوره غصب شوې، په داسې حال کې له بلې خوا، ياده سيمه د چينايي اتباعو د ساتنې په نوم د ګڼ شمېر سرتېرو په ګمارلو سره خوندي شوې ده."

اسلام آباد او بیجینګ د جولای په ​۱۴مه د یو ځانمرګي برید پړه پر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) واچوله چې په کې نهه چینایي انجینران وژل شوې ول چې د خېبر پښتونخوا د ګلګت بلتستان په کوهستان ضلعه کې ​یې د هایډرو الیکټرک په یو پروژه کې کار کولو.

هنزایي زياته کړه، "چينايان ​​چاپيريال، سيمه ايز کلتور يا مذهب ته د زياتې پاملرنې پرته​ د پرمختيايي پروژو د پلي کولو لپاره مشهور دي."

د اویغور میرمنې په توقيف کې ساتل

د بیجینګ لخوا د مسلمانانو سره ظلم د پولې هاخوا ګلګت بلتستان ته اوړيدلی دی ځکه چې دغه رژیم ​​د پاکستاني اتباعو په سلګونو اویغور میرمنو او ماشومانو توقیف کولو ته دوام ورکوي،​چې په هیواد کې د چین پر ضد احساساتو ته وده ورکوي.

د پاکستانی سړو یوه ډله، زياتره له ګلګت بلتستان څخه، له ۲۰۱۷ کال راهیسې د خپلو اویغور مسلمانو ميرمنو د خوشې کولو لپاره کمپاین ترسره کوي، چې د راپورونو له مخې، دغه میرمنې د چین رژیم په بدنامو "تربيتي کیمپونو" کې په توقيف کې ساتل کیږي.

د ګلګت بلتستان او شينجيانګ اوسېدونکي په مکرر ډول يو بل ته ورځي او خپلمنځي ودونه يوه عامه خبره ده.

په ۲۰۱۸ کال کې، د ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلۍ د یوې متفقه پریکړه لیک له لارې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په شينجيانګ کې د توقیف شویو میرمنو د خوشي کولو لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.

خو د پراخو احتجاجونو او د ځايي پارلمان له پرېکړې سربېره، چينايي چارواکو تر اوسه د ګلګت بلتستان د اوسېدونکو مېرمنې او ماشومان نه دي خوشي کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 8

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ د چین لخوا د حکومت سکيمونه نه منو ترڅو ګلګت بلتستان په تیاره کې وساتو او د ګلګت بلتستان پر ضد دا ډول سکیمونه په کلکه غندو.

ځواب

د شرم وړ رسنیو منفي کمپاین

ځواب

دا دروغه پروپيګنډه ده او دا پاڼه د هندوستان څخه چلیږی. زه د ګلګت بلتستان اوسېدونکی یم. د چین په وړاندې د مظاهرې په څېر هېڅ شی نه و. زموږ غوښتنه یوازې د مالیاتو معافیت و، چې په پام کې نیول شوې ده. د جعلي خبرونو خپرول بند کړئ.

ځواب

دا ډول مقالې د مقدسې خاورې په وړاندې د یهودي کفارو فعالیتونه څرګندوي.

ځواب

د پاکستان حکومت باید په سمدستي توګه د مظاهره چیانو او د ځايي خلکو اندېښنو ته پام وکړي او داسې اقدامات وکړي چې د سي پېک ګټې د سیمې خلکو ته ورسیږي او د خلکو ژوند ښه شي.

ځواب

دا ټول دروغ دي، په دې پاڼه کې د احتجاج په اړه بيانونه دروغ دي او د چين پر ضد احتجاج نشته، بلکې د دولتي ځمکو د خلصه حکومت پر ضد احتجاج دی. د هر ډول جعلي خبرونو خپرولو څخه مخکې تاسو باید پوه شئ چې حقیقت څه دی او څه باید خپاره شي.

ځواب

هر څه دروغ دي. زه د ګلګت بلتستان اوسېدونکی یم. د پاکستان پر ضد مظاهرې روانې دي. ګلګت بلتستان یوه منتازعه سیمه ده..

ځواب

دا ویب پاڼه د حقایقو په غلط بیانولو کې لوړه درجه لري.

ځواب