سوداګري

د چين د نړېوالې پرمختيا کمپاين د سترو نيمګړتياوو په څرګندولو پېل وکړ

د پاکستان فارورډ لخوا

ګونزالو یوکیلاس (ښي اړخ ته)، چې د اکوادور د دولتي بجلۍ شرکت CELEC جنرل منېجر دی، د اکوادور د نورو چارواکو سره د کوکا کوډو سنکلیر د اوبو بجلۍ د پلانټ څخه لیدنه کوي، مخکې لدې چې د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۰مه د اکوادور په ناپو کې خبري کانفرنس ته وينا وکړي. [کریسټینا ویګا/ای اېف پي]

ګونزالو یوکیلاس (ښي اړخ ته)، چې د اکوادور د دولتي بجلۍ شرکت CELEC جنرل منېجر دی، د اکوادور د نورو چارواکو سره د کوکا کوډو سنکلیر د اوبو بجلۍ د پلانټ څخه لیدنه کوي، مخکې لدې چې د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۰مه د اکوادور په ناپو کې خبري کانفرنس ته وينا وکړي. [کریسټینا ویګا/ای اېف پي]

د لسګونو زیربنایي پروژو سره چې نږدې په ۱۵۰ هېوادونو کې شتون لري، د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی)، چې د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم پیژندل کیږي، په نړۍ کې یو له لویو پرمختیایي پروژو څخه دی.

نوې څېړنې ښیي، خو د چین د مشر شي جین پینګ له خوا د بي آر ای د پېلولو نږدې یوه لسیزه وروسته، د پروژې د بیاناتو او د هغې د حقیقي کړنو ترمنځ توپیرونه په زیاتیدونکې توګه څرګند شوي.

همدارنګه د اندېښنې خبره دا ده چې حکومتونه او نفوس چې د چین لخوا په تمویل شوي زیربنا تکیه کوي پخپله په پروژو کې لوی ساختماني او د انجینېرۍ نیمګړتیاوې په ګوته کوي.

د سویل - سویل څېړنیز نوښت (SSRI)، چې د سريلانکا په کولمبو کې موقعيت لري، په یو راپور کې چې د جنورۍ په ۲۶مه خپور شوی و وویل، بي آر آی په کوربه هېوادونو کې د "سولې، همکارۍ، ودې او متقابلو ګټو" د ودې پر ځای، د چین د "قرض جال سفارتکارۍ" او په ټوله نړۍ کې د پوځي حضور د پراخولو لپاره د پوښښ په توګه کار کوي.

دا عکس چې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په لومړۍ نېټه اخېستل شوی، یو چینایی انجینېر ښیي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر د مرکزي ښار مظفرآباد په څنډه کې په چتر کلاس کې د نیلم جهلم د هايډرو پاور پروژې د بجلۍ د خپرولو په ځای کې کار کوي. [سجاد قیوم/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په لومړۍ نېټه اخېستل شوی، یو چینایی انجینېر ښیي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر د مرکزي ښار مظفرآباد په څنډه کې په چتر کلاس کې د نیلم جهلم د هايډرو پاور پروژې د بجلۍ د خپرولو په ځای کې کار کوي. [سجاد قیوم/ای اېف پي]

SSRI د زامبیا، انګولا، لاوس، سریلانکا او پاکستان سره د چین د ښکېلتیا بيا کتنه وکړه.

په ټولیز ډول، دې د بي آر آی سره تړلې ډېرې اصلي ستونزې په ګوته کړې: د عامه قرضو په چټکۍ سره زیاتوالیاو اقتصادي بحران، د شفافیت نشتوالی او کرپشن، ټولنیز، سیاسي، حقوقي او امنیتي ګډوډي، او د چاپیریال مسلې.

د دغه راپور له مخې، په زامبیا کې، حکومت د چینایي پانګوالو په ناوړه کړنو سترګې پټوي چې صنعتي سکتور ویجاړوي. په انګولا کې، د املاکو په سکتور کې د چین پانګونې ځایي خلکو ته ګټه نه ده رسولې، او په لاوس د چين قرضه هغه د بیجینګ د نفوذ ښکار کوي.

سریلانکا په ځانګړې توګه د چینایي قرضو او د زیربنایي پروژو د ګډوډۍ له املهله ستر سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ ده.

د SSRI په راپور کې ويل شوي، "په بي آر آی کې د سرمايه کارۍ د پام وړ برخه د چینایي عامه ادارو څخه راځي، د سريلانکا د مخ په زیاتیدونکي قرضو د بار او د حاکمیت له لاسه ورکولو په اړه اندېښنه شتون لري." "په سریلانکا کې د بي آر آی په پروژو کې شفافيت نشته او کرپشن پکې شتون لري. ځېنې د چاپیریال اغیزې هم شتون لري."

'ویره په حقیقت بدله شوې'

په ياد راپور کې ويل شوي، په عېن حال کې، په پاکستان کې د خلکو وېره په حقیقت بدله شوې ده.

په عربي سمندر کې د ګوادر سواحلو ته د چینايي کب نیولو لویو کښتیو سره، ډېر پاکستاني کب نیونکي نشي کولی خپل ځان وساتي.

SSRI وویل، "په دې اساس، دا روښانه ده چې د چین د بي آر آی پروژې په پاکستان کې ټولنیزه ناکراري رامینځته کړې او د اقتصادي بې ثباتۍ لامل شوې ده."

مظاهره چیانو د دسمبر په ۲۷مه د پاکستان په ګلګت بلتستان (جي بي) سیمه کې روزانه مظاهرې کوي ترڅو په خپلې روزۍ او ورځني ژوند -- د بیلګې په توګه د ځمکې غصب او نورې ستونزې چې د بجلۍ او غنمو کمې او په پارلمان کې د استازیتوب پرته مالیه ورکول شامل دي -- د چین د نفوذ په اړه اندېښنې څرګندې کړي.

احتجاجونه د هفتو راهیسې دوام لري، سره له دې چې د درجه حرارت نقطه له صفر څخه کمه ده.

د کراچۍ په ګډون په نورو ښارونو کې مظاهره چیان په ګلګت بلتستان کې له مظاهره کوونکو سره د پیوستون لپاره یوځای شوي دي.

ګلګت بلتستان د چین د مسلمان اکثریت شينجيانګ سیمې سره ګډه پوله لري او د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) دروازه ده، چې د بي آر آی یوه پاکستانۍ برخه ده.

فعالان وايي، په بلوچستان او سند صوبو کې ورته ستونزو ته په اشارې سره، په ګلګت بلتستان کې د چین پانګونه یوازې بیجینګ ته ګټه رسوي او کولی شي د چینایانو په وړاندې وسله وال مقاومت راپورته کړي.

د ستمبر د ۲۵مې نېټې راهيسې، پاکستاني چارواکي، د ځايي خلکو په وینا، د بیجینګ په امر، په ګوادر کې د یوې میاشتې اوږد احتجاج پر وړاندې مبارزه کوي. ګوادر د هند سمندر بندر دی چې یو وخت د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) "د تاج زيور" پروژه ګڼل کېده.

په هنزه کې د سیاسي علومو پروفیسور محمد شفیق هنزایي د جنورۍ په میاشت کې وویل، "چینایان د چاپیریال، سیمه ایز کلتور یا مذهب په اړه د پام وړ پرته د پرمختیایي پروژو پلي کولو لپاره پیژندل کیږي."

د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کال لپاره د پاکستان د اقتصادي سروې له مخې، دغه هېواد د چین ۸۷ میلیارده ډالره پوروړی دی.

SSRI راپور ورکړو چې پاکستان د چینایي قرضو په خورا لوړ سود سره د بېرته ورکولو بوج هم لري. د مثال په توګه، په ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کال کې، پاکستان چین ته د ۴.۵ بلیونه ډالرو پور په بدل کې ۱۵۰ ملیونه ډالره سود ورکړو.

SSRI وویل، کله چې پاکستان د قرض د بیا تنظیمولو غوښتنه وکړه، نو چین د بلې قرضې وړاندیز وکړو. د پایلې په توګه، "پاکستان ... دا مهال د نه ختمیدونکي قرضې په دوره کې ډوب دی."

کمزورې زيربناوې

د پاکستان د جمو او کشمیر په سیمه کې د نیلم-جهلم د هايډرو اليکټرک پلانټ د چین لخوا د جوړو شویو پروژو یو بل مثال وړاندې کوي چې ناکامه شوی دی.

وال سټریټ ژورنال د جنورۍ په ۲۰ مه راپور ورکړو، پاکستاني چارواکو تېر کال وروسته له هغه دا پلانټ بند کړو کله چې په یو تونل کې یې درزونه وموندل چې د ټرباین چلولو لپاره د غره له لارې اوبه لېږدوي.

د پروژې د جوړولو کار په ۲۰۰۸ کال کې وروسته له هغې پېل شو کله چې یو چینایي کنسورشیم تېر کال قرارداد ترلاسه کړو. د ډېرو ځنډونو وروسته، لومړی جنرېټر د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې کار پېل کړو او ټوله پروژه د ۲۰۱۸ په اګست کې بشپړه شوه.

توصیف فاروقي، چې د پاکستان د ملي بجلۍ د تنظیم ادارې (نیپرا) مشر دی، د نومبر په میاشت کې وکیلانو ته وویل، دا تونل کیدای شي د ۹۶۹ میګاواټه پلانټ له فعالېدو څخه یوازې څلور کاله وروسته غیر فعاله شي.

د نیپرا په وینا، د جولای راهیسې، د پلانټ بندېدو د مخکې نه پاکستان ته په يوه میاشت کې شاوخوا ۴۴ ملیون ډالرو د بجلۍ لوړ زيان رسولی دی.

د متحده ایالاتو د انرژۍ وزارت او نړېوال بېنک په وینا، که په ښه توګه جوړ او ساتل شوي وي، د هايډرو پاور پلانټونه لږ تر لږه د ۱۰۰ کالو لپاره کار کولی شي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، په لاتینې امریکا او افریقا کې، ورته ستونزې پیدا کیږي.

د حکومتي انجینېرانو په وینا، په اکوادور کې د چین لخوا جوړ شوي په يو لوی هايډرو پاور پلانټ کې په زرګونو درزونه راڅرګند شوي دي.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، د ۲.۷ ملیارد ډالرو کوکا کوډو سنکلیر د هايډرو اليکټرک پلانټ په هېواد کې تر ټولو لویه زیربنایي پروژه وه، او د بیجینګ لپاره دومره مهمه وه چې شي جين پينګ په ۲۰۱۶ کال کې د هغې د پرانستلو پرمهال خبرې وکړې.

اوس، په کانکریټي جوړښت کې درزونه او د کوکا سیند د غرنیو اوترایۍ نړېدل ډيم ته زيان رسوي، چې دا اندېښنې راپورته کوي چې د اکوادور د بجلۍ ترټولو لویه سرچینه به ماته شي.

د اکوادور په کویټو کې د سان فرانسسکو يونيورسټۍ انجینېر فابریسیو یپیز، چې د پروژې ستونزې یې له نږدې څارلې، وویل، "موږ هرڅه له لاسه ورکولی شو". "او موږ نه پوهېږو چې دا به سبا یا په شپږو میاشتو کې راپېښ شي."

دغه ورځپاڼې راپور ورکړو چې د اکوادور د هايډرو اليکټرک پلانټ یوه له هغو پروژو څخه ده چې په نړۍ کې د چین له خوا تمویل شوي کوم چې د ساختماني نیمګړتیاوو سره مخ دي.

په دغه ورځپاڼې کې ويل شوي، د ټيټ کيفيت ساختماني خطرونه د مهمو زيربناوو پروژو ته زيان رسوي او کوربه هېوادونه د اضافي قرضو سره مخ کوي ځکه چې دوی د نيمګړتياو د حل کولو هڅه کوي.

د قرضو په سر قرضه

په یوګانډا کې، د هېواد د بجلۍ تولید شرکت په نیل سیند کې د چین لخوا جوړ شوی د ۱۸۳ میګاواټه بجلۍ د تولید د Isimba هایډرو پاور پلانټ کې له ۵۰۰ څخه ډېر ساختماني نیمګړتیاوې په ګوته کړې.

د پایلې په توګه، دا پلانټ په ۲۰۱۹ کال کې د فعالیت له پېل راهیسې په پرله پسې توګه له بندېدو سره مخ شوی.

د یوګانډا د بجلۍ تولید شرکت محدودیت (UEGCL) په وینا، د چین نړېوال اوبو او بجلۍ کارپوریشن د اوبو د زیان رسوونکو واښو او نورو کثافاتو څخه د بند د ساتنې لپاره د فلوټينګ بوم په جوړولو کې ناکامه شو، چې د د ټرباینونو او د بجلۍ د بندېدو لامل شوی.

UEGCL وویل چې د پلانټ په پاور هاوس په چت کې هم درزونه شتون لري.

د ۵۶۷.۷ ملیونه ډالرو پلانټ زياتره برخه د چین د صادراتو او وارداتو بېنک څخه د ۴۸۰ ملیونه ډالرو قرض له لارې تمویل شوې وه.

د نیل سیند په اوږدو کې، د چین لخوا جوړ شوی یو بل هایډرو پاور پلانټ، چې د ۶۰۰ میګاواټه کروما هايډرو پاور پروجيکټ دی، د مهال ویش څخه درې کاله وروسته دی.

د یوګانډا چارواکي د دې ځنډ پړه د ړنګو دېوالونو په شمول پر ساختماني نیمګړتیاوو اچوي. UEGCL دا هم وویل چې قراردادي، سينو هايډرو کارپورېشن ناقص کیبلونه، سویچونه او د اور وژونې سیسټم نصب کړو چې باید بدل شي.

که څه هم دا پلانټ غیر فعاله دی، خو حکومت د چین د صادراتو او وارداتو بېنک څخه د ۱.۴۴ ملیارده ډالرو قرضې بیرته ورکول پېل کړل.

چینایي شرکتونه چې د یوګانډا په پروژو کې دخیل دي او د چین حکومت د نظرونو غوښتنو ته ځواب ورنه کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 6

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یوازې وخت به ووایي چې پایله به یې څه وي، دا یوازې اټکلونه دي.

ځواب

د تهرپارکر سندهـ تهر کول پاور پروجيکټ د کرپشن ډېرې کیسې لري۔ دا د بجلۍ یوه لویه پروژه ده، چې چین یې جوړوي، چې د سکارو په واسطه بجلي تولیدوي.

ځواب

چین کی کمپنیوں نے پاکستان میں جن بھی پروجیکٹ پہ کام کیا ہے سب میں ہی کرپشن کی بھرمار ہے میں نے بھی کچھ عرصہ نیلم جہلم ہائیڈرو پاور پراجیکٹ میں کام کیا وہاں پہ بھی کرپشن ہوئی ہے یہ پروجیکٹ بھی خکومت کے گلے کی ہڈی بننے جا رہا ہے

ځواب

د شرم وروسته غوسه ښکاره کول

ځواب

زه فکر نه کوم چې دا د چین د حکومت ګناه ده، دا د دې هېواد د کرپټ واکمنانو ګناه ده چې د کار کیفیت ته ارزښت نه ورکوي. دوی یوازې د خپل کمېشن په لټه کې وي.

ځواب

ښه

ځواب