اسلام آباد -- د ګلګت بلتستان په سیمه کې د چینایي پانګونې په وړاندې د خپګان په ښودلو سره، په سیمه کې د مدني ټولنې ډلې او د حقونو فعالین خبرداری ورکوي چې د چينايي شرکتونو د اضافي ځمکې د ترلاسه کولو لپاره وروستی پلان په سیمه کې نوې شخړې رامنځته کوي.
د ګلګت بلتستان سیمه د چین له مسلمان اکثریت شينجيانګ اویغور خودمختاره سیمې سره ګډه پوله لري او د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) دروازه ده، چې د چین د جنجالي بیلټ او سړک نوښت یوه برخه ده چې د یو کمربند یوې لارې (OBOR) په نوم هم پیژندل کیږي.
د حکومتي ارقامو له مخې، دا سیمه د همالیا غرونو لړۍ او د نړۍ دوهم لوړ غر، K2، لري او همدا لامل و چې په ۲۰۲۱ کال کې د کورني سيلانيانو شمېر نږدې ۷۰۰۰۰۰ ته لوړ شوی و.
که څه هم، ځایي اوسیدونکي او د مدني ټولنې فعالین د ځمکو د غاصبانو او د ډیموګرافیک بدلونونو په اړه اندېښمن دي ځکه چې حکومت د چینایي شرکتونو د فيکټرۍ جوړولو لپاره ځمکه اخلي چې د دغه فیکټرۍ د جوړولو موخې څرګندې نه دي.
ګڼ شمېر فعالانو ادعا کړې چې چین په پام کې لري چې د لیتیم د پروسس کولو یوه فيکټري جوړه کړي چې په نږدې راتلونکي کې به یې په افغانستان کې استخراج کړي او له هغه ځايه به يې هلته انتقال کړي.
چین د مخکې نه د افغانستان د معدنياتو پراخه دولت ته سترګې په لار دی، او دا بهانه کاروي چې دا غواړي د جنګ ځپلي هېواد په بیارغونه کې مرسته وکړي.
د متحده ایالاتو جیولوژیکي سروی (USGS) د راپور له مخې، چې په جنوري ۲۰۲۱ کال کې خپور شوی و، د افغانستان په منابعو کې بوکسایټ، تامبه، خامه اوسپنه، لیتیم او د ځمکې نادره عناصر شامل دي.
د اپرېل له میاشتې راهیسې، اوسیدونکو، د مدني ټولنې فعالانو او سیاسي کارکونکو د اسلام آباد او یوې چینايي کمپنۍ تر منځ د هنزه وادي د ځمکې د اجاره کولو لپاره د خفيه تړونونو پر ضد څو احتجاجونه وکړل.
فعالانو هم د فدرالي حکومت فشارونو ته د سر ټیټولو او د احتجاجونو له پامه غورځولو له کبله د پاکستاني رسنیو غندنه کړې ده -- چې دا ټول هر څه د چین او پاکستان د اړیکو د ساتلو لپاره يوه هڅه ده.
ډان ورځپاڼې د جولای په ۲مه راپور ورکړو، د جولای په لومړۍ نېټه د هنزه ضلعې د نصیرآباد سیمې په سلګونو اوسیدونکو د ګلګت پرېس کلب مخې ته په خپله سیمه کې يو پرايويټ شرکت ته د معدنياتو د اجارې ورکولو پر ضد احتجاج وکړو.
د ياد احتجاج يو مشر حسين، چې غوښتل يې د امنيتي دلايلو له مخې يوازې خپل تخلص وکاروي، وويل، "د سيمې اوسېدونکي به د چينايانو په ګډون هېڅ بهرني شرکت ته اجازه ورنه کړي چې د هغوی ځمکې په اجاره واخلي."
حسین وویل، ځینې راپورونه وايي چې چین په سیمه کې د لیتیم پروسس کولو يوه فيکټري جوړوي.
هغه وویل، "د پاکستان حکومت باید د هغه ټولو پروژو تړونونه افشا کړي چې د چین سره یې لاسلیک کړي او په ګلګت بلتستان کې به ترسره کیږي." "موږ له حکومت څخه دا هم غوښتنه کوو چې د پروژو له کبله په چاپیریال باندې د اغیزو په اړه مطالعات او په سیمه او ځایي خلکو باندې د دې اغیزې شریکې کړي."
ځمکه د ګلګت بلتستان په غرنیو سیمو کې یو قیمتي څيز دی. فعالان او اوسیدونکي ویره لري چې د CPEC اړوند پروژې به د دوی ځمکې غصب کړي.
فدرالي حکومت د مخکې نه په سیمه کې د مقپونډاس ځانګړي اقتصادي زون لپاره شاوخوا ۲۵۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.
نوې شخړه رامنځته کول
فعالانو د بلوچستان او سيند صوبې تجربو ته په اشارې سره وویل، په ګلګت بلتستان کې د چین پانګونه یوازې بیجینګ ته ګټه رسوي او کولی شي د دې پرضد وسله وال مزاحمت رامینځته کړي.
په بلوچستان او سيند صوبو کې د اسلام آباد او سیمه ییزو ډلو تر منځ شخړې د مخکې نه څرګندې دي، چېرته چې سیمه ایزو توکمیزو وسله والو ډلو په پاکستان کې په چینایي ګټو د بریدونو د ترسره کولو لپاره د بلوچ راجي اجويي سنګر (BRAS) په نوم يو اتحاد جوړ کړی دی.
په هنزه کې د سیاسي علومو د کالج پروفیسور محمد شفیق هنزي وویل، "که چېرې د چینایي پانګوونې په اړه د ځایي خلکو اندېښنې په سمه توګه حل نه شي نو په ګلګت بلتستان کې داسې عناصر کولی شي د وضعیت څخه ګټه پورته کړي."
هغه وويل، "له يوې خوا، د CPEC پروژو په نوم ځمکې په زور نيول شوي دي، او له بلې خوا، سيمه د چينايي اتباعو د ساتنې په نوم د پوځ ګڼ شمېر پرسونلو په ګمارلو سره خوندي شوې ده."
هغه وويل، که حکومت په هېواد کې د بيجينګ د زياتېدونکي رول په اړه خپل دريځ بدل نه کړي نو د چين پانګونه حتی په ګلګت بلتستان کې، چې د هېواد تر ټولو سوله ايزه سيمه ده، د تاوتريخوالي او وينې تويېدنې لامل کېدی شي.
د اویغور میرمنو په توقيف کې ساتل
د بیجینګ لخوا د مسلمانانو سره ظلم د پولې هاخوا پاکستان ته اوړيدلی دی، ځکه چې دغه رژیم د پاکستاني اتباعو سلګونه اویغور میرمنې او ماشومان په توقیف کې ساتي،چې دا په دغه هیواد کې د چین پر ضد احساسات زياتوي.
د پاکستاني ناريناو یوه لویه ډله، چې په ځانګړې توګه د ګلګت بلتستان سیمې سره تړاو لري، له ۲۰۱۷ کال راهیسې د خپلو اویغور مسلمانو ميرمنو د خوشې کولو لپاره کمپاین ترسره کوي، چې د راپورونو له مخې، دغه میرمنې د چین رژیم په بدنامو "تربيتي کېمپونو" کې په توقيف کې ساتل کیږي.
د ګلګت بلتستان او شينجيانګ اوسېدونکي اکثر د خنجراب د لارې په واسطه یو بل ته ورځي او له يو بل سره ودونه کوي.
په ۲۰۱۸ کال کې، د ګلګت بلتستان قانون سازې شورا په متفقه توګه غوښتنه وکړه چې فدرالي حکومت په شينجيانګ کې د نیول شويو میرمنو د خوشې کولو لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.
خو د پراخو احتجاجونو او د ځايي پارلمان له پرېکړې سربېره، چينايي چارواکو تر اوسه د ګلګت بلتستان د اوسېدونکو مېرمنې او ماشومان نه دي خوشي کړي.