چاپیریال

د تهر د اوسيدونکو وضعیت له پامه غورځول شوی ځکه چې چین په سيند کې د سکارو پروژې تعقیبوي

د زرک خان لخوا

په جون ۲۰۲۰ کال کې په دې اخیستل شوي عکس کې د تهر سیمې اوسیدونکي لیدل کيدی شي. په دغه سیمه کې ډیر ځایي خلک په باران پورې تړلي زراعت او څارويو باندې تکیه کوي.

په جون ۲۰۲۰ کال کې په دې اخیستل شوي عکس کې د تهر سیمې اوسیدونکي لیدل کيدی شي. په دغه سیمه کې ډیر ځایي خلک په باران پورې تړلي زراعت او څارويو باندې تکیه کوي.

اسلام آباد - یوه نوې مطالعه وايي چې په پاکستان کې د سکارو د کانونو پروژې چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) برخه ده، د تھر ضلعې په سیند صوبه کې د هيڅ تاوان ورکولو پرته د اوسیدونکو په بې ځایه کیدو کې مرسته کړې ده.

د بيلټ د او سړک د نوښت په موخو کې یوه موخه دا ده چې د چين د ګټو لپاره د بې وزلو هېوادونو د طبیعي زیرمو په راېستلو او ليږدولو کې مرسته وکړي.

په یوې نوې څیړنه کې، چې "د سکارو رايستل: د تهر د اوسيدونکو د ځمکې په حقونو باندې د سکارو په واسطه د بجلۍ جوړولو اغيز" په نامه ياديږي، د اقلیم انصاف او پاکې انرژۍ اتحاديه (ای سي جی سي اي) د پاکستان لخوا "سکارو ته د بدبختانه بېرته ستنيدو" د ټولنیز اغیز څېړنه کوي.

دا په ډاګه کوي چې د سکارو د بجلۍ په تعقیب کې، "د اوبو، ککړتیا، بیکارۍ او د عامې روغتیا د مسلو له شتون سره د تهر اوسيدونکو ستونزې له پامه غورځول شوي دي".

په تهرپارکر کې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پيک) سره تړلي د سکارو د کان کیندنې پروژې فایل عکس چې په جون ۲۰۲۰ کال کې اخیستل شوی. [زرک خان]

په تهرپارکر کې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پيک) سره تړلي د سکارو د کان کیندنې پروژې فایل عکس چې په جون ۲۰۲۰ کال کې اخیستل شوی. [زرک خان]

د مدني ټولنې شبکې وویل، "د سکارو پروژو د ختمولو لپاره د ژمنو سره، پاکستان په تهر کې د سکارو د رايستلو اجازه ورکړې ده، په داسې حال کې چې ډېر ملي او نړیوال شرکتونه د تهر خلکو له بدبختۍ څخه د ګټې اخیستو په لټه کې دي."

دا شبکه د پاکستان په مشهورو چاپیریال پوهانو، د ټولنې مشرانو او د مدني ټولنې فعالینو باندې مشتمله ده.

په تهر دښته کې په پروژو کې د تهر د سکارو په ساحه کې د بي آر آی اينګرو تھر بلاک ۲ د سکارو پلانټ او د تھر د سکارو د کانونو بلاک ۲ شامل دي.

د ACJCE مطالعې د ۱۰ کلیو د ټولنو سروی وکړه چې تقريباََ ۳۰،۰۰۰ نفوس لري، او د کښت او څارويو د څريدو لپاره ۷۸۰۰۰ جریبه ځمکې ته لاسرسی لري.

دا سيمه د هندوانو زياتره نفوس لري او په پاکستان کې تر ټولو غريبه سيمه ده. په ۲۰۱۹ کال کې، دا د وچکالۍ پرله پسې درېم کال سره مخامخ شوې وه.

دغه مطالعې وموندله چې په سروې شویو کلیو کې د ټولې ځمکې نيمه برخه د تهر د سکارو د پروژو لپاره کارول شوې او يا به کارول کیږي، پداسې حال کې چې د لسو کلیو څخه شپږ کلي تمه لري چې دوی به په بشپړه توګه بې ځایه شي.

په دغه څېړنه کې راغلي، "په ټولنو او کورنیو کې په عمومي توګه غير يقيني حالت شتون لري چې ځمکه یې په مستقیم ډول نه ده اخیستل شوې، خو دوی باور لري چې دوی به د ماحولياتو او چاپیریال د ستونزو له امله بې ځایه شي."

تمه کیږي چې د ۸۰٪ او ۱۰۰٪ ټولنو ترمنځ ټولنې به بي ځايه شي، د کومو چې د سکارو د تولیدولو په سيمه کې په بلاک ۱ او ۲ کې سروی شوې وه.

ماتې شوې وعدې

د ACJCE مطالعې او ځایي اوسیدونکو په وینا، د تهر سیمې ډېر اوسیدونکي په باران پورې په تړلي کرنې او مالدارۍ تکیه کوي.

دغه مطالعې وموندله چې د ځینو ټولنو سره د خپلې ګټې وټې له لاسه ورکولو له کبله د تاوان په توګه د دندو او میاشتني تادیاتو ژمنه شوې وه.

ياده مطالعه وايي، "خو ډېرو کسانو راپور ورکړو چې دوی نه میاشتني تادیات ترلاسه کړي او نه هم د کار فرصتونه."

دغه څیړنې وویل، د یو څو کسانو لپاره چې دندې ترلاسه کوي، د سکارو په کانونو کې کاري حالات "غیر انساني" دی، په داسې حال کې چې د سيند اینګرو د سکارو د کان کيندنې شرکت لخوا د شکنجه کولو او غیرقانوني توقيف په اړه راپورونه شتون لري.

د چین لخوا په تمویل شويو پروژو کې دې سرغړونو په ټول هیواد کې احتجاجونه راپورته کړي دي.

دې مطالعې د کان کارکونکي دودو بهیل حواله ورکړه، چې د جون په میاشت کې د پولیسو افسرانو سره په ملګرتیا د SECMC چارواکو لخوا د غیرقانوني توقیف او شدید ځورونې په پایله کې مړ شوی و.

د بشري حقونو وزارت د حقیقت موندنې یوې ډلې د اګست په میاشت کې د بهیل د مرګ څیړنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې د پولیسو سپرنټنډنټ او د پولیسو نور چارواکي بدل شي، او د "ناسم مدیریت" په تور تورن شي.

مضر اخراج

پخوانیو مطالعاتو دا وړاندوینه هم کړې وه چې د تهر اوسیدونکي به په سیمه کې د سکارو اړوند پروژو د مستقیمې پایلې له کبله د لویو روغتیایي ستونزو سره مخ شي.

د مۍ ۲۰۲۰ مطالعې له مخې، چې د انرژۍ او پاکې هوا د څیړنېز مرکز (هیلسنکي، فنلېنډ) لخوا ترسره شوې وه، د تھر د سکارو کانونو او د بجلۍ د پلانټونو څخه اخراج د ۳۰ کالو په موده کې د هوا ککړتیا پورې اړوند د ۲۹۰۰۰ مرګونو لپاره مسؤل ګرځول کیدی شي.

دغه خپلواکې څیړنېز سازمان وویل چې د اخراج له کبله به په دمه ناروغۍ اخته ۴۰۰۰۰ خلک ايمرجنسي وارډونه ته لاړ شي، په ماشومانو کې به د دمې ۱۹۹۰۶ کېسونه رامنځته شي، ۳۲۰۰ ماشومان به له وخت څخه مخکې پيدا شي او ۲۰ ملیونه ورځې به د ناروغۍ د رخصتۍ لامل شي.

دې سازمان زیاته کړه چې دغه اخراج کولای شي د ۵۷۰۰۰ مجموعي کلونو لپاره په انسانانو کې اوږدمهاله د سږو ناروغي، شکر ناروغۍ او سټروک پورې اړوند معلولیتونه رامينځته کړي.

په دسمبر ۲۰۱۸ کال کې، د پاکستان پارلمان د بشري حقونو ملي کمیسیون د سیند او فدرالي حکومتونو څخه وغوښتل چې د ټولنیزو ګټو په پام کې نیولو وروسته د تهر د سکارو پروژې بیاکتنه وکړي.

دغه کمیسیون "په سیمه کې د چاپيريال د خرابيدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې د دوی ګټې وټې ته هم زيان رسوي او لوی ټولنیز بدلونونه رامینځته کوي".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500