سوداګري

طالبان د ۱ ټریلیون ډالرو په غير استعمال شويو زیرمو باندې ناست دي - خو څوک به پانګونه وکړي؟

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو افغان کارګر د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۰مه د مزارشریف په څنډه کې د چاک په فيکټرۍ کې کار کوي. [فرشاد اوسیان/ای اېف پي]

یو افغان کارګر د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۰مه د مزارشریف په څنډه کې د چاک په فيکټرۍ کې کار کوي. [فرشاد اوسیان/ای اېف پي]

پاریس -- طالبان اوس د هغه ټريليونونو ډالرو ارزښت معدني زیرمو چابي په لاس کې لري چې تر اوسه پورې نه دي استعمال شوي، چې په دې کې ځینې هغه معدنيات شامل دي چې کولی شي د انرژۍ د نوي کیدونکي بڼې ته د نړۍ په لیږد کې مرسته وکړي، خو کم هیوادونه د دې ډلې سره د سوداګرۍ لپاره لیوالتیا ښیي.

طالبان له هغه وخت راهيسې له مالي ستونزو سره مخ دي کله چې دوی له واکه ويستلو څخه ۲۰ کاله وروسته بیرته ځواک ته راستانه شول، ځکه چې لویو مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړې دي.

د اګست په ۲۴مه، نړیوال بېنک اعلان وکړو چې دې د هیواد لپاره خپلې مرستې ځنډولي دي.

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د جګړو او کمزورو زیربناوو له امله د خپلو پراخو زیرمو په کارولو کې له ستونزو سره مخ شوی دی.

افغان کان کیندونکي د ۲۰۱۳ کال د می په ۶مه په بغلان صوبه کې قره زغن کلي ته نږدې په یوې فيکټرۍ کې کار کوي. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان کان کیندونکي د ۲۰۱۳ کال د می په ۶مه په بغلان صوبه کې قره زغن کلي ته نږدې په یوې فيکټرۍ کې کار کوي. [شاه مری/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې (يو اېس جي اېس) ادارې د جنورۍ د مياشتې د راپور له مخې، د هیواد په سرچینو کې د المونیم خاوره، تامبه، د وسپنې مواد، لیتیم او د ځمکې نادر عناصر شامل دي.

تامبه، چې د بجلۍ د کیبلونو جوړولو لپاره اړينه ده، سږکال ډير شهرت ترلاسه کړو، چې په پایله کې يې د يو ټن قیمت د ۱۰۰۰۰ ډالرو څخه ډېر شو.

د انرژۍ د نړیوالې ادارې له مخې، لیتیم د بریښنایي موټر د بیټرۍ، د شمسي تختو او د باد فارمونو د جوړولو لپاره یو مهم عنصر دی، او تمه کیږي چې د دې لپاره نړیواله غوښتنه به د ۲۰۴۰ کال پورې ۴۰ چنده زياته شي.

ګليوم پيټرون، چې د "د نایاب فلزاتو جنګ" په نامه د کتاب لیکوال دی، وويل چې افغانستان "د لیتیم په لویه زیرمه ناست دی چې تر نن ورځې پورې نه ده کارول شوی".

افغانستان د ځمکې د نادره عناصرو کور هم دی چې د پاکې انرژۍ په سکتور کې کارول کیږي: نیوډیمیم، پریزې ډیمیم او ډیسپروزیم.

د متحده ایالاتو جیولوژیکي سروې ادارې اټکل کړی چې د هیواد نه کارول شوي معدني شتمنۍ د ۱ ټریلیون ډالرو ارزښت لري، که څه هم افغان چارواکو اټکل کړی چې ارزښت یې درې چنده لوړ دی.

په داسې حال کې چې افغانستان د ځمکې د نادره عناصرو په استخراج کې له ستونزو سره مخ شوی، خو دا د قیمتي کاڼړو لکه د زمرودو او یاقوتو او همدارنګه د نیم قیمتي ټورملین غمو او لاجبر په استخراج کې ډیر بریالی شوی، خو سوداګري يې پاکستان ته د غیرقانوني قاچاق سره مخ ده.

دا هیواد د تالک، مرمرو، سکارو او اوسپنې کانونه هم لري.

چین د اصولو په پرتله ګټه غوره کوي

په داسې حال کې چې د طالبانو نیول ممکن د بهرنيو پانګوالو مخه ونيسي، یو هیواد چې د دوی سره سوداګرۍ ته لیواله ښکاري هغه چین دی.

بیجینګ وویل چې دا چمتو دی چې له افغانستان سره "دوستانه او د همکارۍ" اړیکې ولري کله چې طالبان د اګست په ۱۵مه کابل ته داخل شول.

د حکومت تر ملکیت لاندې د چین میټالورجیکل ګروپ کارپوریشن (اېم سي سي ډله) په ۲۰۰۷ کال کې حق ترلاسه کړو چې د ۳۰ کالو لپاره د میس عینک د تامبې کان په اجاره واخلي او ۱۱.۵ ملیون ټنه مواد استخراج کړي.

خو د چین د دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز په وینا، د نړۍ دوهم ترټولو لوی نه کارول شوې د تامبې زيرمه تراوسه پورې د "خوندیتوب د مسلو له امله" بيرته نه ده پرانستل شوې او فعالیت یې نه دی پیل کړی.

ګلوبل ټایمز د اېم سي سي ګروپ د سرچینې په حواله وويل، دا به "د وضعیت له ښه کيدو او په نړيواله کچه د تسليميدو وروسته د دې په بيرته پرانستلو باندې غور وکړي، چې په دې کې د چین د حکومت له خوا د طالبانو د رژیم تسليمول شامل دي".

په واشنګټن کې د بروکینګز انسټیټیوټ په نامه د څېړنيزې ادارې يو لوړ پوړي ملګري ريان هاس په یو بلاګ کې وویل، په داسې حال کې چې چینایي مشران د طالبانو د هیواد نیولو په اړه "لیواله نه دي"، "خو دوی به اصولو ته دا اجازه ورنکړي چې د عملي کیدو په لاره کې ودریږي".

هغه وليکل، "د میس عینک د تامبې په کان کې د هغې په لویه پانګونه کې د بیجینګ د پرمختګ نشتوالی د دې ليوالتيا په ګوته کوي چې د بیرته راستنیدو په تعقیب کې د صبر څخه کار واخلي."

فرانسوي لیکوال پیټرون وویل، چینایان "خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې په جمهوري اصولو باندې نه کوي."

هغه خبرداری ورکړو چې هیڅ باور شتون نه لري چې افغانستان به د معدنياتو ال ډوراډو جوړ شي.

پیټرون وویل، "د دې لپاره، تاسو خورا باثباته سیاسي چاپيريال ته اړتیا لرئ."

هغه وویل چې د معدني زیرمو د موندلو او د کان کیندنې عملیاتو د پیل ترمینځ ۲۰ کاله وخت اخیستلی شي.

هغه وویل، "هیڅ شرکت نه غواړي پانګونه وکړي که چیرې هلته باثباته سیاسي او قانوني سیسټم شتون ونلري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500