امنیت

د زینبیون د استخداموونکي نیول د پاکستان په وړاندې د ایران دریځ په ګوته کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د تير جون په مياشت کې په کراچۍ کې پولیس کمانډو ګشت کوي. [آصف حسن/ای اېف پي]

د تير جون په مياشت کې په کراچۍ کې پولیس کمانډو ګشت کوي. [آصف حسن/ای اېف پي]

کویټه -- په کراچۍ کې د زینبیون بریګيډ استخداموونکي وروستي نیول یو ځل بیا په پاکستان کې دننه د ایران د رژیم روان تخريبي فعالیتونه په ګوته کوي.

د جنورۍ په وروستیو کې، د ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې (سي ټي ډي) د زینبیون بریګيډ "تر ټولو زيات مطلوب" وسله وال عباس جعفري د يوې چهاپې په دوران کې ونیولو.

جعفري، په کراچۍ کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د جاسوسۍ سربیره، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) تر لارښونې لاندې د شیعه ځوانانو په استخدام او په جګړو کې د جنګيدو لپاره بهر ته په ليږلو کې په ښکاره توګه لاس لرلو.

د عرب نیوز له مخې، عمر شاهد، چې د سي ټي ډي ډپټي انسپکټر جنرل دی، وويل، جعفري "په ګاونډي ایران کې خپله پوځي روزنه ترلاسه کړه."

د دسمبر په مياشت کې، سي ټي ډي وویل چې دې په تیرو شپږو کلونو کې په کراچۍ کې د زینبیون بریګيډ دوه نور غړي د وژلو په تړاو نیولي دي.

د پاکستان د دفاع د وزارت يو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه وسله وال چې تر دې دمه په ملي کچه په عملیاتو کې نیول شوي دي، هغوی په تحقیقاتو کې اعتراف وکړو چې دوی په پاړاچنار، کراچۍ، کرم ایجنسۍ، خوشاب پنجاب، او د هیواد په نورو برخو کې روزنه او ایراني تمویل ترلاسه کولو."

هغه وویل، "ایران دا مهال د بحران په حالت کې دی، له همدې امله دا غواړي چې پاکستان د هغې د ستراتیژیکو اهدافو ملاتړ وکړي."

په دې وروستيو مياشتو کې، د ایران په ملاتړ هغه نوي ملېشې په ختیځ سوریه کې ليدل شوي چې د زينبيون بريګيډ سره تړاو لري.

د نومبر په مياشت کې، پاکستاني چارواکو وويل، د ایران د استخباراتو اجنټانو په پاکستان کې د شیعه او سني عالمانو ګڼ شمیر استخدام کړی، چې د دې د هڅې یوه برخه ده چې په دغه هيواد کې د تهران نفوذ زیات کړي او په سیمه کې خپلې نيابتي جګړې وهڅوي.

د ځوانانو استحصال

په ډیرو جنایتونو او ظلمونو کې، د ایران رژیم په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د ځوانو افغانانو او پاکستانیو په استحصال کې ښکيل دی چې په جګړه کې د ايران اهداف ترلاسه کړي، چې دا غالباََ خورا ناوړه کار دی او لږ پيژندل شوی دی..

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول فاطمیون ډويژن -- هغه ملیشه چې له افغانانو څخه جوړه ده -- او زینبیون بریګيډ -- هغه ملېشه چې له پاکستانیو څخه جوړه ده -- ته فنډونه، روزنه او وسلې ورکوي.

په تیرو څو کلونو کې په سوریه کې په جګړو کې په زرګونو افغان او پاکستاني جنګیالیو د وژل کیدو او ژوبل کیدو په اړه راپورونه ورکړل شوي، زياتره په هغه عملياتو کې چې د ايران د نږدې اتحادي، صدر بشارالاسد، د رژیم ملاتړ کوي.

د سوریې د کورنۍ جګړې له لومړیو ورځو راهیسې، د آی آر جي سي فعالینو د ایډیالوژۍ، مالي مرستې او جبر نه کار اخيستې چې پاکستانيان او افغانان د سوریې د جګړې د ډګرونو لپاره د عامو سرتیرو په توګه استخدام کړي.

د آی آر جي سي استخداموونکي ژمنه کوي چې ځوانان به د شیعه ګانو د مقدس ځایونو دفاع وکړي او په بدل کې به درانه معاشونه او د ایران تابعیت ترلاسه کړي.

که څه هم، حقیقت خورا مختلف دی.

په داسې حال کې چې اټکلونه توپیر لري او تصدیق کول یې ګران دي، ډیر څارونکي موافقه لري چې په سوریه کې د فاطمیون او زینبیون د وژل شويو او ژوبل شويو جنګیالیو شمیر -- چې ډیر یې کوچنیان دي -- په زرګونو کې دی.

د راپورونو له مخې، ډیر وژل شوي جنګیالي په سوریه او ایران کې په ډله ایزو قبرونو کې ښخ شوي دي، چې له دې کبله په افغانستان او پاکستان کې غمجنې کورنۍ د خپلو زامنو د انجام په اړه حيران دي.

د مړو شویو او ژوبل شويو وسله والو کورنۍ د ایران څخه لږ يا هيڅ ملاتړ نه ترلاسه کوي -- چې دا هغه حقیقت دی چې د سیمه ایزو څارونکو او د افغانستان او پاکستان د جنګیالیو له کورنیو سره په بې شمیره مرکو کې راپورته کیږي.

په ډیرو موقعو، د وژل شويو وسله والو د کورنیو لپاره د کور جوړولو، مالي مرستې او ایراني تابعیت ژمنې دروغ ثابت شوي، چې بې شمیره غمجنې کونډې ښځې او ماشومان يې په داسې حال کې پريښودي چې پخپله د ځان پاملرنه کوي.

د پالیسۍ د بدلون لپاره غوښتنې

په اسلام آباد کې د دفاعي چارو کارپوه جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود وویل، "که پاکستان په سیمه کې خپل امنیت ټینګول غواړي، نو دا باید پر خپلې بهرنۍ پالیسۍ له سره غور وکړي."

هغه وویل، "په سیمه کې د روانو حالاتو په پايله کې، دا د وخت اړتیا ده چې په هیواد کې د بهرني نفوذ ګواښ ختم کړو." "د تیرو شلو کالو راهیسې، ایران په دوامداره توګه، حتی په سفارتي کچه، د پاکستان پر ضد بیانات ورکړي دي."

مسعود وویل، "د ملي امنیت په وړاندې ګواښونه د هیواد غلطو ته د پام کولو نه بغير نشي لرې کيدې." "فرقه ییز وېش تل په پاکستان کې د سولې ضد عناصرو لپاره د بې باورۍ سرچینه پاتې شوې ده."

په راولپنډۍ کې میشت امنیتی شنونکي ميجر (ریټايرډ) عمر فاروق وویل، "ایران نه یوازې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، بلکې هغه ترهګر چې په بلوچستان کې زموږ په عسکرو بریدونه کوي د ایران په خاوره کې خوندي پټنځایونه هُم لري."

هغه وويل، "په پاکستان کې په شیعه ټولنه کې د ایران نفوذ د ختمولو لپاره جدي ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده." "حکومت باید د ملي امنیت په دې مهمه مسله کې د هیواد د سیاسي ليډرشپ باور هم ترلاسه کړي.

فاروق وویل، "د ایران تر ملاتړ لاندې پراکسي ملېشې زموږ د ملي امنیت لپاره لوی ګواښ دی." "د دې وسله والو ډلو له امله، پاکستان هم په دې تورن دی چې د ترهګرۍ مالي مرسته کوي ځکه چې ایران په دوامداره توګه دغه وسله وال په سوریه، عراق او د نړۍ په نورو برخو کې د خپلې جګړې لپاره کاروي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا خورا پیاوړی پوځ دی

ځواب