ديپلوماسي

ايران د نفوذ ترلاسه کولو لپاره پاکستاني شیعه او سني عالمان استخداموي

د عبدل غني کاکړ لخوا

پاکستانیان په کال ۲۰۲۰ کې د اګست په لومړۍ نيټه په لاهور کې په بادشاهي مسجد کې د لوی اختر په ورځ مونځ کوي. [عارف علی/ای اېف پي]

پاکستانیان په کال ۲۰۲۰ کې د اګست په لومړۍ نيټه په لاهور کې په بادشاهي مسجد کې د لوی اختر په ورځ مونځ کوي. [عارف علی/ای اېف پي]

کویټه -- چارواکي وايي چې د ایران د استخباراتو اجنټانو په پاکستان کې ګڼ شمیر شیعه او سني عالمان استخدام کړي، چې د دې د هڅې یوه برخه ده چې په دغه هيواد کې د تهران نفوذ زیات کړي او په سیمه کې خپلې نيابتي جګړې وهڅوي.

د اسلام آباد یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د نومبر په ۶ مه وویل، "موږ کره شواهد لرو چې ایران د پاکستان په مختلفو برخو کې ګڼ شمير شیعه او سني عالمان استخدام کړي دي. دا ټول عالمان په هيواد کې د ایراني ګټو د پیاوړتیا لپاره په کار بوخت دي."

هغه وویل، "ایران د خپلو ملاتړو مذهبي حلقو له لارې هلې ځلې پيل کړي چې د سعودي عرب، متحده ایالاتو او نورو سیالانو هیوادونو پروړاندې په جګړه کې د پاکستان مرسته د ستراتیژیکي ملګري په توګه ترلاسه کړي."

هغه زیاته کړه، "د ایران کلتوري مرکزونه او کونسل خانې په پاکستان کې د ایران د اهدافو لپاره په لاره هوارولو کې کلیدي رول لوبوي."

په جون ۲۰۱۹ کال کې لاريون کونکي په ایران کې د یو پاکستاني د جنازې پرمهال د زینبیون بريګيډ جهنډا په لاس کې نيولې ده، چې په سوریه کې د ایران د انقلابي ګارډ لپاره په جګړه کې وژل شوی و. [د ایران د دفاع وزارت]

په جون ۲۰۱۹ کال کې لاريون کونکي په ایران کې د یو پاکستاني د جنازې پرمهال د زینبیون بريګيډ جهنډا په لاس کې نيولې ده، چې په سوریه کې د ایران د انقلابي ګارډ لپاره په جګړه کې وژل شوی و. [د ایران د دفاع وزارت]

هغه وویل، "زه فکر کوم چې زموږ اړوندې ادارې، چې د ستراتیژیکو چارو سره تعلق لري، له اوږدې مودې راهیسې د دې وده کونکي وضعیت څارنه کوي، او دوی د ایراني پټ مداخلت لپاره ډیرې هڅې ناکامه کړي دي."

په کویټه کې يو امنیتي چارواکي حمزه عابد وویل، "امنیتي ادارې د هغه ټولو دیني عالمانو د فعالیتونو نږدې څارنه کوي چې د ایران د ګټو لپاره کار کوي." په تیرو وختونو کې، دلته د ایران د سفارتي ماموریتونو خلاف منظم اقدامات ترسره شوي دي.

هغه وویل، د پاکستان په خاوره کې بهرنۍ لاسوهنه تل د هغې د سولې ملي هدف لپاره یو ګواښ دی. "د سولې او هم آهنګۍ د يقيني کولو لپاره ټولې هڅې روانې دي ځکه چې پاکستان د سیمې په عمومي امنیت کې يو کلیدي رول لوبوي."

هغه زیاته کړه، "دا ریښتیا دي چې د ایران د استخباراتو ګڼ شمیر منسوبين په تیرو وختونو کې له کویټې او د هیواد له نورو برخو څخه نیول شوي دي او دا وموندل شوه چې دوی د سفارتي قوانینو څخه د سرغړونې په تور تورن وو."

"زموږ په مذهبي ټولنه کې د تهران نفوذ نه شي رد کیدی."

عابد وويل، "په تیرو دوو کالو کې، ایران تهران او د ایران نورو برخو ته د ګڼ شمير سني او شیعه عالمانو لپاره سفرونه تمويل کړې ول، چیرې چې دوی ته د دندو لپاره ځانګړي معلومات ورکړل شول چې دوی د تهران د راتلونکو اهدافو لپاره وکارول شي."

د کويټې یو سني ديني عالم مولانا نقیب الله زاهد وویل، "ایران په مذهبي ټولنه کې د خپلو ریښو د پیاوړي کولو لپاره دلته ډیر کار کړی دی." "ډیر سني عالمان چې ایران په تنخوا ګمارلي دي د ایراني ګټو لپاره په پراخه کچه لابي کوي."

نقيب الله وول، "موږ ته معلومه شوې چې ایراني چارواکي په هغه سفرونو ډيرې پيسې لګوي چې د دیني عالمانو لپاره ترتيب شوي وي. زموږ لسګونه سني عالمان، چې د مختلفو سیاسي او مذهبي ګوندونو سره تړاو لري، د هغو پلاويانو برخه ده چې تهران ته د استخدام لپاره استول شوي وو."

هغه وویل، "دا له تیرو وختونو څخه څرګند ده چې ایران په پاکستان کې په څو فرقه يي شخړو ښکيل دی، نو له دې امله، په دې حالت کې دا يو بل پلان ترسره کولی شي چې په هيواد کې فرقه يي کرکه خپره کړي."

ایراني اجرتيان

په اسلام آباد کې د دفاع يو سينير کارپوه جنرل (ریټایرډ) طلعت مسعود وويل، "پاکستان دا مهال د یو نازک حالت څخه تيريږي، او په دې حالت کې، دغه هیواد نور بحرانونه نه شي زغملی. "د وخت اړتیا دا ده چې په هیواد کې د بهرني نفوذ د ګواښ کمولو لپاره یوه هراړخیزه ستراتیژي جوړه شي."

"د سیمې ځینې هیوادونه د خپلو پاليسو له امله په بحران کې دي. موږ باید د هیڅ بهرني جنګ برخه جوړه نه شو."

هغه وویل، د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې هیڅکله بريالي کیدې نه شي ترڅو چې پاکستان په هیواد کې بهرنۍ لاسوهنه ناکامه کړې نه وي، ځکه چې د پاکستان ضد عناصر تل د فرصتونو په لټه کې دي.

هغه وویل، د دښمن ادارې هڅه کوي چې د خپل ملاتړي عناصرو له لارې زمونږ سوله ګډه وډه کړي.

په ګوادر کې یو لوړپوړي امنیتی چارواکی چې پخوا يې د قانون پلي کولو په اداره کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په څانګه کې دنده ترسره کوله وویل، "په پاکستان کې د ایران د سفارتي دندو رول تل متنازعه پاتې شوی دی ځکه چې د سولې ضد عناصرو سره د دوی اړیکې په پاکستان کې د مختلفو ترهګریزو فعالیتونو مسؤليت په غاړه لري."

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، "تیره میاشت په کراچۍ کې د اکتوبر په ۳۰ مه یو ډیر مطلوب شیعه ترهګر یاسر عباس چې د ایران له استخباراتو سره یې اړیکې لرلې ونیول شو."

هغه وویل، "یاسر عباس د شیعه ګانو د منع شوي وسله والې ډلې، سپاه محمد پاکستان، چې په پاکستان کې په فرقه يي ترهګرۍ کې په پراخه کچه لاس لري، هدفي وژونکی و."

د دغه چارواکي له مخې، د تهران د اسلامي انقلابي ګارډ قول پوځ په پیل کې عباس، چې د ګلګت بلتستان اوسیدونکی دی، د زینبیون بریګیډ لپاره استخدام کړی و. زينبيون بريګيډ يوه وسله واله ډله ده چې په پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي ته د وده ورکولو په تور تورن ده.

هغه زیاته کړه، "په تیرو دوو کالو کې، امنیتي ادارو په لسګونو شیعه ځوانان د هیواد په مختلفو برخو کې نیولي ... چې په عراق او سوریه کې يې د ایران د ګټو لپاره د مختلف اجرتي ډلو سره تړاو لرلو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران د شیعه ایډیالوژۍ په خپرولو کې ترټولو مهم رول لوبوي، زه په بشپړ ډول د پاکستان فارورډ له دې راپور سره موافقه کوم. دولت باید د دوی پروړاندې سخت اقدام وکړي. یو څو مولویان چې د ایران یا د بل هیواد لپاره کار کوي، د هیڅ امتیاز مستحق نه دي.

ځواب

موافق یم، په دې براعظم کې اصلي دښمن ايران دی چې اسلام د خپلې ناوړه اجنډې لپاره د پوښښ په توګه کاروي. په هر اسلامي هیواد کې، د ایران حکومت خپله اجنډا د پراکسیانو له لارې پر مخ بيايي. د شیعه ګانو په مشرۍ د سازش نظريه د اسلام ريښتيني نظريې ته زيان رسوي. سید جعفر علوي، ګوجرانواله

ځواب