تروريزم

وسله وال مشر په پاکستان کې د شیعه انقلاب د راوستلو لپاره د ایران د پلان په اړه خبرداری ورکوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

شیعه ګان د اکتوبر په ۷ مه په ایران کې اربعين لمانځي. [د ایران د دفاع وزارت]

شیعه ګان د اکتوبر په ۷ مه په ایران کې اربعين لمانځي. [د ایران د دفاع وزارت]

کويټه -- د ایران د وسله والې ډلې جېش العدل یو ستر مشر عرفان شاهنوازي پاکستان فارورډ ته په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، د ایران رژیم د اورپکۍ او سیاسي کمپاينونو ملاتړ کوي چې په پاکستان او په سیمه کې په نورو هېوادونو کې د شيعه انقلاب لپاره لاره هواره کړي.

شاهنوازي وویل، تهران په سیمه کې د خپلو ګټو او نفوذ د پراخولو لپاره پاکستان د يو فليټفارم په توګه کاروي.

هغه د سپتمبر په ۳۰ مه وویل، "موږ معلومات لرو چې ... د ایران رژیم په لیوالتیا سره هڅه کوي چې په پاکستان کې د خپلو ملاتړ کونکو په واسطه خپل انقلاب صادر کړي." "موږ د ایران نظریه د اسلام لپاره يو خطر ګڼو."

هغه وویل، په پاکستان کې د ګډوډۍ رامينځته کولو لپاره د تهران هڅې په سیمه کې د بې ثباتۍ او واکمنۍ ترلاسه کولو لپاره د هغې د عمومي پلان یوه برخه ده.

د ایران د وسله والو ځواکونو د ستر مشر ویاند بريګيډير جنرل ابوالفضل شیکارچي د سپتمبر په ۱۴ مه په تهران کې د ایران له پوځي سرتيرو سره خبرې کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران د وسله والو ځواکونو د ستر مشر ویاند بريګيډير جنرل ابوالفضل شیکارچي د سپتمبر په ۱۴ مه په تهران کې د ایران له پوځي سرتيرو سره خبرې کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

د جېش العدل غړي په ۲۰۱۸ کال کې په يو خپور شوي عکس کې ښودل شوي دي. [فايل]

د جېش العدل غړي په ۲۰۱۸ کال کې په يو خپور شوي عکس کې ښودل شوي دي. [فايل]

هغه وویل، "د اسلامي هيوادونو په کورونيو چارو کې لاسوهنه د ایران د بهرني سیاست یوه لازمي برخه ده."

"ایران د خپلو ملاتړ کونکو شیعه وسله والو له لارې په سیمه کې د ایران د واکمنۍ د رامینځته کولو لپاره د سیمې له امنیت سره لوبه کوي."

شاهنوازي وویل، "ایران د خپلو دوه ګونو معیارونو په جامه کې په پاکستان کې د مذهبي ټولنې له احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي."

جېش العدل، چې په ۲۰۱۲ کال کې جوړه شوې وه، یوه سني ډله ده چې په سویلي صوبه سیستان - بلوچستان کې یې په ایراني ځواکونو د بمي بريدونو او د هغوی د تښتولو مسؤلیت پر غاړه اخيستې دی. دغه ډله وايي چې دا د سني مسلمانانو او توکمیزو بلوچيانو په وړاندې د ایران له امتيازي چلند سره مبارزه کوي.

متحده ایالاتو په جولای ۲۰۱۹ کال کې جېش العدل يوه تروریستي ډله وګرځوله.

نفرت خپرول

شاهنوازي وویل، تهران غواړي چې د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره په پاکستان کې په شیعه ټولنه کې نفوذ ترلاسه کړي.

"زموږ د معلوماتو سره سم، په پاکستان او افغانستان کې ډیر شیعه عالمان د ایراني ادارو فارغین دي."

شاهنوازي وویل، "د ایران رژیم مذهبي احساسات په ناوړه توګه کاروي چې په پراخه کچه د پاکستان په شیعه ټولنه کې نفوذ ترلاسه کړي او هغوی منظم کړي."

هغه وويل، جېش العدل به په ګاونډیو هیوادونو او خپل هيواد کې د پاڅونونو رامينځته کولو لپاره د تهران له هڅو سره مبارزه وکړي.

هغه وویل، "موږ باور لرو چې همدغه تګلاره چې ایران په عراق او یمن کې د خپلې اجاره دارۍ د رامینځته کولو لپاره کارولې ده اوس د پاکستان او افغانستان لپاره کارول شوې ده، په شیعه - سني ډلو کې نفرت خپرول، په سیاسي بحرانونو اغیزه کول او د وسله والو ملیشو له لارې ناکراري خپرول د ایران د اجنډې یوه برخه ده."

د ایران رژیم د دوو سیمه ایزو شیعه وسله والو ډلو، د پاکستان زینبیون بریګیډ او د افغانستان فاطمیون ډويژن مالي مرسته او رهبري کوي.

هغه زياته کړه، په عین حال کې، "په ایران کې د ملیونونو سنیانو ژوند د ایران د شیعه واکمنانو لخوا خراب شوی دی ... موږ دا خپل حق ګڼو چې د ظالمانو په وړاندې وسلې پورته کړو."

شاهنوازي وويل، "زموږ خلک له خپلو بنيادي حقونو څخه محرومه شوي دي."

'د ایران پلانونه' شنډول

جېش العدل د سني افراطي ډلې جندالله یو جانشين سازمان دی چې په وروستیو کلونو کې یې په ځانګړي توګه په سيستان بلوچستان صوبه کې د ایران په امنیتي ځواکونو ګڼ شمير بریدونه ترسره کړي دي.

په اکتوبر ۲۰۱۸ کال کې، جېش العدل لولکدان ته نږدې، چې هغه کلی دی چې په ايران کې د سیستان بلوچستان صوبې د مرکزي ښار زاهدان سویل ختیځ ته په ۱۵۰ کلومیټره کې موقعیت لري، د ۱۲ ایرانیانو د تښتونې مسؤلیت په غاړه واخیستو، چې لږ تر لږه د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د استخباراتو دوه افسران پکې شامل ول.

پاکستاني ځواکونو په نومبر ۲۰۱۸ کال کې په دغه ۱۲ کسانو کې پنځه کسان وژغورل، خو د پاتې اوو کسانو د انجام په اړه هيڅ کله هم راپور نه دی ورکړل شوی. .

جېش العدل په فبروري ۲۰۱۹ کال کې هم په هغه بس کې د ځان وژونکي برید ادعا وکړه چې په سیستان - بلوچستان کې يې د آی آر جي سي سرتیري وړل، چې د ایران د غوره امنیتي ځواکونو ۲۷ غړي پکې وژل شوي ول.

د آی آر جي سي کمانډر اين چيف ميجر جنرل محمد علي جعفري ترهګرو ته د پناه ورکولو له کبله د پاکستان په پوځ او د استخباراتو په ادارې تور لګولی و. .

سیستان - بلوچستان، چې د سني بلوچيانو يوه لویه ټولنه لري او د ایران او پاکستان پولې ته څیرمه پروت دی، له اوږدې مودې راهیسې د اشتعال ټکی پاتې شوی دی.

کله چې ترې پوښتنه وشوه چې ایا دغه وسله واله ډله د ګاونډیو هیوادونو ملاتړ لري، نو شاهنوازي په کلکه د بهرني ملاتړ څخه انکار وکړو.

هغه وويل، "موږ د ایران ادعاګانې په کلکه ردوو ... د ایران حکومت د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره بې بنياده ادعاګانې کوي."

هغه وویل، "موږ به هیڅکله مسلمان امت ته اجازه ورنه کړو چې د ایراني جارحيت قرباني شي."

په داسې حال کې چې په آی آر جي سي ځواکونو بریدونه د تهران او اسلام آباد ترمینځ تاوتریخوالي ته وده ورکړه، د ایران رژیم اوس په خپل چلند کې نرموالی راولي خو یوازې په پاکستان کې د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره.

د وسله والې ډلې مشر وویل، "د ایران حکومت د خپلو سیالانو په وړاندې د پاکستان د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره جدي هڅې کوي، نو له دې امله، د پاکستان د پخواني مخالف دريځ سر بيره، اوس تهران ادعا کوي چې دا له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي."

هغه وویل، "موږ غواړو چې دا روښانه کړو چې موږ د شیعه ګانو خلاف نه یو، موږ د ظالم په وړاندې جهاد کوو، او موږ به په ایران کې مظلومو سنيانو ته د انصاف چمتو کولو لپاره ټولې لارې چارې استعمال کړو."

هغه زیاته کړه، "موږ پوهیږو چې ایراني وسله والې ډلې په پاکستان کې سني عالمان وژني. د دې ډله ییزو وژنو موخه یوازې دا وه چې د ایران د ستراتیژیکو ګټو لپاره فرقه واريت او غير يقيني حالات رامینځته کړي.

شاهنوازي وویل، "د ایران حکومت موږ په وسله والې مبارزه کې بوخت کړي يو."

د سیمه ایز امنیت لپاره یو ګواښ

شاهنوازي وویل چې حتی ځینې سني عالمان په پاکستان کې د ایران د ګټو لپاره کار کوي، او دغه عالمان مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

"په کویټه کې د ایران قونسلګري د عالمانو په استخدامولو او د سولې او مذهبي هم آهنګۍ تر پوښښ لاندې د هغوی په کارولو کې خورا فعاله ده، او د راپورونو له مخې، دوی اکثر د نويو کارونو لپاره د قونسلګرۍ دفتر ته غوښتل کيږي."

هغه زیاته کړه، "ایران د سیمې د عمومي امنیت لپاره یو ګواښ جوړیږي، او د ایران خلک په ځانګړي ډول د تهران د افراطي ایډیالوژۍ او پاليسو په اړه اندیښمن دي، ځکه چې دا پاليسۍ د دوی ژوند ته په مستقیمه توګه ګواښ کوي."

هغه وویل، "د ایران د حکومت دا ادعا چې موږ د پاکستان ملاتړ ترلاسه کوو او دا چې زموږ جنګیالي هلته کې پټ شوي دي، يوه بې بنياده خبره ده." "موږ هیڅکله له بهر څخه عملیات نه دي ترسره کړي، او زموږ جنګیالي یوازې د ایران په خاوره کې د حکومت پروړاندې جنګېږي."

شاهنوازي د جېش العدل د منشور په بیانولو سره وویل، "زموږ د سازمان یوازینی هدف په ایران کې د فدرالي سیاسي نظام رامینځته کول او په هیواد کې د بلوچيانو او نورو مذهبي اقليتونو ته حقونه ورکول دي."

هغه ټینګار وکړ چې جېش العدل له افراطي غورځنګونو لکه القاعدې یا داعش سره هیڅ تړاو نه لري.

هغه وویل، "زموږ د سازمان په وړاندې تورونه د دې لپاره لګول کيږي چې زموږ انځور او عامه نظر ته زيان ورسوي."

هغه وویل، "زموږ وسله واله مبارزه به تر هغه وخته پورې دوام ولري ترڅو چې په ایران کې د بلوچيانو او سني وګړو په وړاندې تبعیض نه وي ختم شوی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په پاکستان کې له هند سره په همکارۍ د ایران ترهګري څه نوې نه ده. ایراني پاسپورټ له کلبهوشن څخه ترلاسه شو، هغه د چاه بهار له لارې پاکستان ته داخليدو.

ځواب

دا ممکنه ده، خو ولې ایران دومره د انتقاد کوونکو په نښه دی؟ داسې ښکاري چې ایران به د عراق په شان شي.

ځواب