امنیت

په ختیځ سوریه کې د ایران په ملاتړ هغه نوې ملیشې راپورته شوي چې د زینبیون سره اړیکې لري

د ولید ابوالخیر له خوا

د ایران په ملاتړ نوې ملیشې په ختیځ سوریه کې خپل فعالیت زیاتوي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران په ملاتړ نوې ملیشې په ختیځ سوریه کې خپل فعالیت زیاتوي. [د ایران د دفاع وزارت]

په دې وروستیو میاشتو کې د سوریې په دیر ايزور صوبه کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول ( آی آر جي سي) سره ګڼ شمیر وابسته ملیشې راپورته شوي دي، چې فعاليتونه يې په المعيادين باندې تمرکز کوي.

که څه هم دا یوه نوي ډله ده، سیده زینب بریګېډ د رژیم پلوه ملیشو له هغه شبکې سره تړاو لري چې د ايران او حزب الله سره وابسته دي او د سیده زینب زیارت د ساتنې لپاره په ۲۰۱۳ کال کې سویلي دمشق ته تللې وه.

په دې شبکه کې کاتب ابو الفضل العباس او زینبیون بریګېډ شامل دي. زينبيون بريګېډ هغه ملیشه ده چې په پاکستاني جنګيالو مشتمله ده او د آی آر جي سي لخوا په سوریه کې د جګړې لپاره ګمارل شوي دي.

د دیر ایزور فعال جمیل العابد په وینا، آی آر جي سي نږدې شپږ میاشتې مخکې دا ملیشه بيرته تنظیم کړه او د معیادین په شاوخوا سیمو کې يې ځوانان استخدام کړل.

د کليوال المعيادين په مهکان ښار کې د سيده زينب بريګېډ په مرکزي دفتر کې يوه جهنډه ولاړه ده. [ناهر میډیا]

د کليوال المعيادين په مهکان ښار کې د سيده زينب بريګېډ په مرکزي دفتر کې يوه جهنډه ولاړه ده. [ناهر میډیا]

د آی آر جي سي قدس ځواک کمانډر قاسم سلیماني او د سوریې صدر بشارالاسد پوسټرونه مهکان ښار ته د ننوتلو په ځای کې د آی آر جي سي د ګېس سټیشن په دیوال باندې لګول شوي دي. [ناهر میډیا]

د آی آر جي سي قدس ځواک کمانډر قاسم سلیماني او د سوریې صدر بشارالاسد پوسټرونه مهکان ښار ته د ننوتلو په ځای کې د آی آر جي سي د ګېس سټیشن په دیوال باندې لګول شوي دي. [ناهر میډیا]

هغه وویل، د سیده زینب بریګېډ اوس مهال معیاد الدوويحي ("ابو نظار") مشري کوي، هغه کس چې پخوا يې د ملي رژیم پلوه د ملي دفاع ځواکونو (اين ډي اېف) ملېشې سره تړاو لرلو.

العابد وویل، د هغه سره یو جنګیالی مرسته کوي چې د "ابو فاطمه" په نامه پیژندل کیږي.

د میډیا فعال ايحام العلي وویل، د سیده زینب بریګیډ نږدې ۱۵۰ عناصر په اوس وخت کې په المعیادین سیمه کې ځای په ځای شوي دي، په ځانګړي توګه د المعیادین ښار او د العاشاره او المهکان په ښارونو کې.

دوی خپل ځان په منظم مرکزونو کې تاسیس کړی چې د سوریې او فرقه ییز بیرغونه لري، په داسې حال کې چې يو وروستی ورته مرکز يو څو ورځې وړاندې الحال بازار چوک ته نژدې د المعیادین په ښار کې جوړ شوی دی.

د علي له مخې، دا وداني، چې د يو ځایي ډاکټر ملکيت دی او له دغه سيمې څخه بې ځایه شوی دی، اوس مهال د عملیاتو اصلي مرکز ګڼل کیږي.

هغه وویل چې نوي استخدام شوي کسان د المعیادین سیمې اوسیدونکي دي چې د دې لپاره په دغه مليشه کې شامل شوي چې په بدل کې به دوی ته د امنیت خوندیتوب برابر کړی شي او د سوریې د رژیم لخوا د وژلو څخه به هغه وخت خوندي وساتل شي که چيرې دوی د لازمي پوځي خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راشي.

هغه وویل چې دوی د لبنان حزب الله ښوونکو څخه روزنه ترلاسه کړې، او دوی ته هره مياشت د خوراک نه علاوه د ۷۰۰۰۰ او ۱۰۰۰۰۰ ليرا (۱۳۵ نه تر ۱۹۵ امريکايي ډالرو پوري) تنخوا ورکول کیږي.

په آبادۍ کې بدلون

العلي وویل، د سیده زینب بريګډ ډیر غړي د رژیم پلوه د ملي دفاع ځواکونو پخواني غړي دي چې د سوریې په ختیځ صحرا (بدایا) سیمه کې له جګړو څخه د تښتيدو لپاره يې اين ډي اېف پريښې دی.

دغه رژیم په دې وروستیو میاشتو کې په دې سیمه کې لوی زیانونه ترلاسه کړي دي.

دوی وروسته له هغې د نوې جوړې شوې ملیشې سره یو ځای شول کله چې دوی تضمین ترلاسه کړو چې د دوی فعالیت به د المعیادین سیمه خوندي کول وي، او په صحرا سیمه کې به په عملیاتو کې برخه نه اخلي. هغه زياته کړه، په نورو الفاظو کې، "د دوی فعاليت به يوازې ځايي وي."

بل فکتور چې دوی یې د شمولیت پریکړې ته وهڅول، هغه په دې وروستیو میاشتو کې د هغه مالي حالاتو له کبله د دوی د تنخوا ګانو بندول دي چې رژیم ته زیان رسوي.

د سوریې رژیم د متحده ایالاتو د هغه بندیزونو له کبله د اضافي فشار لاندې دی کوم چې د ۲۰۱۹ کال د سوريې د سیزر ملکي ساتنې قانون لاندې لګول شوي او هڅه کوي چې د بشري حقونو سرغړونو لپاره د محاسبې پرته د رژیم د عادي کولو مخه ونیسي.

علي وویل، د دغه بريګيډ ټول عناصر د ولایت فقیه عقیده (د فقیهانو ساتنه) مني، چې د ایران د ستر مشر علي خامنه اي سره د وفادارۍ ښودلو غوښتنه کوي.

دې نظريې ته غاړه ايښودل د ملېشو په ليکو کې د شامليدو لپاره يوه اړتيا ده.

د العلي له مخې، په المعيادين سیمه کې د سیده زینب بريګيډ راپورته کيدل او شتون د آی آر جي سي د روانو هڅو یوه برخه ده چې په بشپړ ډول په دیر ایزور صوبه کې د آبادۍ بدلون راولي.

په دې پروسه کې د هغه ځایي اوسیدونکو د کورونو کنټرولول شامل دي کوم چې له دغه سيمې څخه بې ځایه شوي وو، په سیمه کې د آی آر جي سي سره د وابسته ملېشو شتون پیاوړی کوي، او په فعاله توګه د هغو کسانو د بیرته ستنیدو مخه نيسي کوم چې بې ځایه شوي وو.

العلي وويل، "په دې ټولو کې د آی آر جي سي ستر هدف دا دی چې" خپل شتون پیاوړی کړي او یو ټولنیز واقعیت رامنځته کړي او د امکان تر حده پورې خپل حضور خوندي کړي."

المعیادین د سوریې بادیا سیمې ته د نژديوالي او له عراق سره پولې ته څيرمه د دير ایزور په مرکز کې د موقعیت لرلو له کبله په ستراتیژیکي توګه اهمیت لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500