امنیت

د ایران ماتې شوې ژمنې په افغانستان او پاکستان کې د زرګونو خلکو ژوند ته زيان رسوي

پاکستان فارورډ

د ایران په مشهد کې د امام رضا زیارت ته څېرمه کتونکي د اکتوبر په ۱۵ مه د فاطميون غړو پوسټرونو ته ګوري، کوم چې په سوریه کې وژل شوي وو. [دوسیه]

د ایران په مشهد کې د امام رضا زیارت ته څېرمه کتونکي د اکتوبر په ۱۵ مه د فاطميون غړو پوسټرونو ته ګوري، کوم چې په سوریه کې وژل شوي وو. [دوسیه]

په ډیرو جنایتونو او ظلمونو کې، د ایران رژیم په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې ښکيل دی، په دغه جګړه کې د ایراني اهدافو لپاره د ځوان افغانانو او پاکستانیانو استحصال غالباََ خورا ناوړه کار دی.

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) فاطمیون ډويژن -- - هغه ملیشه چې له افغانانو څخه جوړه ده -- او زینبیون بریګيډ -- هغه ملېشه چې له پاکستانیو څخه جوړه ده --ته فنډونه، روزنه او وسلې ورکوي. .

په تیرو څو کلونو کې په سوریه کې په جګړو کې په زرګونو افغان او پاکستاني جنګیالیو د وژل کیدو او ژوبل کیدو په اړه راپورونه ورکړل شوي، زياتره په هغه عملياتو کې چې د ايران د نږدې اتحادي، صدر بشارالاسد، د رژیم ملاتړ کوي.

د سوریې د کورنۍ جګړې له لومړیو ورځو راهیسې، د آی آر جي سي فعالینو د ایډیالوژۍ، مالي مرستې او جبر نه کار اخيستې چې پاکستانيان او افغانان د سوریې د جګړې ډګرونو لپاره د معمولي سرتيرو په توګه استخدام کړي.

د فاطمیون ډويژن غړي د اکتوبر په ۱۷ مه د سوریې په حلب کې د ماتم په مراسمو کې برخه اخلي. [فایل]

د فاطمیون ډويژن غړي د اکتوبر په ۱۷ مه د سوریې په حلب کې د ماتم په مراسمو کې برخه اخلي. [فایل]

د آی آر جي سي استخدامونکي ژمنه کوي چې ځوانان به د شیعه ګانو د مقدسو ځایونو دفاع وکړي او درانه معاشونه او د ایران تابعیت به ترلاسه کړي.

که څه هم، حقیقت خورا مختلف دی.

بې وسه کسان په نښه کول

د فبرورۍ په میاشت کې، د پاکستان امنیتي منسوبینو په کراچۍ کې ګڼ شمير کسان ونیول، چې دوی پرې شک لرو چې د زینبیون بریګيډ او نورو هغه شیعه وسله والو ډلو سره تړاو لري، کوم چې په پاکستان او بهر کې فعال دي.

د راپورونو په وینا، وروسته تحقيقاتو د دوی د تړاو تصديق وکړو، چې د هیواد په مختلفو برخو کراچۍ، کویټه، پېښور او پاړه چنار کې د آی آر جي سي د استخدامونکو لخوا د کمزورو پاکستاني شیعه ګانو استخدام په ګوته کوي.

په داسې حال کې چې آی آر جي سي کيدی شي د زینبیون بریګيډ لپاره د پاکستان دننه په سلګونو ځوان شیعه ګان استخدام کړي وي، راپورونه ښیي چې د وخت په تیریدو سره، دغه سازمان د هغه پاکستاني شیعه ګانو په استخدام باندې تمرکز کړی کوم چې د زیارت یا کار لپاره ایران ته سفر کوي.

دا احتمال شتون لري چې دا بدلون د ایران سره د وابسته شیعه وسله والو ډلو پروړاندې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د یو لړ عملياتو له امله وي، چې حکومت يې د ملي امنیت لپاره یو ګواښ ګڼي.

موقعیت په پام کې د نیولو پرته، د آی آر جي سي استخدامونکي داسي ښکاري چې زياتره هغه کمزوري شیعه ځوانان په نښه کوي، کوم چې اکثر د بې وزلۍ او بیکارۍ له کبله له ستونزو سره مخ وي.

په ډیرو موقعو، دا ځوانان ایران ته د تلو په دوران کې په توقیف کې اچول کيږي او په ځانګړي زندانونو کې ساتل کيږي، چیرې چې د دوی د جیل چارواکي د دغه ځوانانو ذهن سازي کوي او د زینبیون بریګيډ سره د يو ځای کيدو لپاره یې مجبوره کوي.

په ایران کې د افغان مهاجرینو ګڼ شمیر د آی آر جي سي ګمارونکو لپاره بې وزله او اکثر مايوسه ځوانانو ته اسانه لاسرسی چمتو کړی دی.

په يو څو کلونو کې، ډیر راپورونه راپورته شوي چې د آی آر جي سي فعالین ځوان افغانان -- په ډیرو موقعو ماشومان -- مجبوره کړي چې د خپلو کورنیو سره د فاطمیون ډويژن سره يو ځای شي ګنې نو د هيواده به وويستل شي.

د زینبیون له استخدامونو سره، دغه ځوانانو ته د غوره تنخواګانو، ایراني تابعيت او نورو ګټو دروغې ژمنې ورکړل کيږي.

سیمه ایزو او نړیوالو څارونکو د تهران لخوا په ښکاره توګه د افغان مهاجرینو د استحصال په پراخه کچه غندنه کړې ده، کوم چې دا یادونه کوي چې دغه کمزوري وګړي اکثر د دې نه علاوه بله لار نه لري چې د آی آر جي سي د فعالینو غوښتنې ومني.

حتی افغان حکومت د ایران د رژیم لخوا د افغان مهاجرینو استحصال ته پام کړی او د فاطمیون ډويژن د مخنيوي يې غوښتنه کړې ده.

سربیره پردې، د افغانستان د دفاع چارواکو او د مدني ټولنې فعالینو د فاطمیون ډويژن د هغه غړو د فعاليتونو په اړه انديښنه څرګنده کړي کوم چې بیرته راستانه شوي او د دغه جګړې ځپلي هیواد د امنیت او ثبات لپاره د پام وړ ګواښ دی.

د ایران په مشهد کې د اګست په میاشت کې د فاطمیون د غړو یوې غونډې اندیښنې زیاتې کړې ځکه چې د هغې ګډونوالو پاروونکي بيانونه ورکړل، چې دا په ګوته کوي چې دا ډله به ډیر ژر خپل فعالیتونه افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ته وغځوي.

ماتې شوې وعدې

په داسې حال کې چې اټکلونه توپیر لري او تصدیق کول یې ګران دي، ډیر څارونکي موافق دي چې په سوریه کې د فاطمیون او زینبیون د وژل شويو او ژوبل شويو جنګیالیو شمیر -- چې ډیر یې کوچنیان دي -- په زرګونو کې دی.

ځينې راپورونه ښیي چې ډیر وژل شوي جنګیالي په سوریه او ایران کې په ډله ایزو قبرونو کې ښخ شوي دي، چې له دې کبله په افغانستان او پاکستان کې غمجنې کورنۍ د خپلو زامنو د انجام په اړه حيرانې دي.

له بده مرغه، داسې نه ښکاري چې د آی آر جي سي لخوا د کمزورو افغانانو او پاکستانیانو استحصال به پای ته ورسيږي، حتې وروسته له هغې چې دوی د سوریې د جګړې په ډګرونو کې مړه شي.

په تیرو کلونو کې، تهران په هغه مراسمو کې په بې شرمۍ سره د وژل شويو وسله والو د ماشومانو پرېډ وکړو کومې چې په په احتیاط سره تنظيم شوي وې، چې موخه يې په فاطمیون، زینبیون او په هغه نورو مليشو کې ځوان شيعه ګان راجلبول دي کوم چې د آی آر جي سي سره تړاو لري.

په حقیقت کې، د مړو او وژل شويو وسله والو کورنۍ د ایران څخه لږ يا هيڅ ملاتړ نه ترلاسه کوي -- چې دا هغه داسې حقیقت دی چې د سیمه ایزو څارونکو او د افغانستان او پاکستان د جنګیالیو له کورنیو سره په بې شمیره مرکو کې راپورته کیږي.

په ډیرو موقعو، د وژل شويو وسله والو د کورنیو لپاره د کور جوړولو، مالي مرستې او ایراني تابعیت ژمنې دروغ ثابت شوي، چې بې شمیره غمجنې کونډې ښځې او ماشومان يې په داسې حال کې پريښودي چې پخپله به د ځان پاملرنه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران په حقیقت کې د اسلامي نړۍ ترټولو لوی نظریاتي او جغرافیایي دښمن دی.

ځواب