آرشیف له پاره د

مقالې

ښځینه پولیس افسرانې په ټول پاکستان کې فعال دي او خلکو ته د ښځو د پياوړتيا پيغام ورکوي. دوی د لوړ پوړي چارواکو په توګه کار کوي او هغه کسان نيسي کوم چې د ښځو په ځورولو کې تورن وي.

د سوداګرو خاوندان اکثر قبایلي سيمو ته د نږديوالي له کبله د ناامنۍ احساس کوي، په ځانګړې توګه کله چې دوی د نغدو پیسو ورکړه راکړه ترسره کوي، او همدارنګه د تاوان لپاره د تښتونې څخه ويريږي.

د جولای په عمومي انتخاباتو کې د بې نظمیو په راپور سره، د پاکستان د اپوزیشن مشران هيله لري چې نوی حکومت به جمهوري معيارونو او پروسې ته وده ورکړي.

څارونکي وايي، د جولای په عمومي انتخاباتو کې د اقلیتي مذهبي ډلو ګډون، چې په دې کې هغه يو هندو اميدوار هم شامل و چې د قومي اسمبلۍ د سيټ لپاره يې په لومړي ځل انتخابات وګټل، په سم لوري يو ګام دی.

د سپتمبر په ۲۲ مه، د پاکستان پوځ د روان عملیاتو په لړ کې د شمالي وزیرستان په ګرلامۍ سیمه کې نهه ترهګر ووژل.

د خنډونو سره، د وزیراعظم عمران خان لخوا د هند سره د سوله ایزو اړیکو د رامنځته کولو لپاره د خير ښیګڼې اشارې یو مثبت ګام دی.

د عمران خان حکومت ژمنه کړې چې د میلیونونو افغان کډوالو په شمول، هغو خارجي اتباعو ته، چې په پاکستان کې پیدا شوي دي، تابعیت ورکړي.‌

اولس کاله وروسته، القاعده لا هم په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د ۱۱مې په ترهګریزو بریدونو کې په خپله 'بریا' تمرکز کوي، چې دا حالت د توطیې د تیوریسنانو تیورۍ او ارتباط غلط ثابتوي.

پاکستان ته د ايران د نږدې کيدو کوششونه د ايران پلان شوی تاکتیک دی چې د امریکې پر ضد د تهران د ايجنډې لپاره د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي. شنونکي وايي، دا د اسلام آباد په ګټه نه ده.

چارواکو په پیښور کې په چوک يادګار کې د کرنسۍ بازار بند کړی او د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل په وړاندې د هڅو د یوې برخې په توګه یې د ۴۰ نه زيات د پیسو تبادله کوونکي نیولي دي.

د کوڅې جرمونه، چې په دې کې د وسلو په واسطه د موبایل فونونو او د موټرو سايکلونو غلا شامله ده، په کراچۍ کې زیات شوي، چې د ځایی خلکو لپاره يوه ستونزه او د قانون پلي کونکي ادارو لپاره يو چيلنج دی.

د عاشورا په پيښو کې د زرګونو ګډون کوونکو د ساتلو لپاره په لسګونه زره امنیتي کارکوونکي ځای پر ځای شوي دي.

د تروریزم د تمویل په وړاندې د مبارزې لپاره د فشار لاندې، د پاکستان د سيکيوريټيز او ایکسچینج کمیشن په دې وروستیو ورځو کې نوي هدايات خپاره کړل.

د خیبرپښتونخواه نوی حکومت غواړي چې سږکال تقريباََ ۲۵۰،۰۰۰ د سکول نه بهر ماشومان په سرکاري سکولونو کې داخل کړي.

پولیس د باچاخان انټرنیشنل ایرپورټ په شاوخوا سیمو کې د څارنې اته مينارونه جوړوي چې په پېښور کې د راتلونکو او تلونکو پروازونو ساتنه وکړي.

تمه ده چې د یادې ترهګرې ډلې پر ضد دا هڅه د دغې ډلې د دولت جوړونې د خوبونو په تابوت باندې وروستی مېخ ټک وهي.

له القاعدې سره د ایران اړیکې د اسامه بن لادن د دورې په ترڅ کې پيل شوې او د هغه له مړینې څخه وروسته د هغه کورنۍ ته په پناه ورکولو سره یې دوام وموند.

د ثمینه بیګ او عظمه یوسف په شمول ډیرې پاکستانۍ ښځينه غره ختونکي د هغه ښځو لپاره يو مثال دی کومې چې په دې سپورټ کې دلچسپي لري.

د ملګرو ملتونو یوه پلاوي، چې د پاکستان یوې فلمي لوبغاړې ماهره خان یې ملګرتیا کوله، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې هغوی ته ښوونه او روزنه برابره کړي.

د طالبانو یو پخوانی قوماندان وایي، خارجي قوتونو به د هغه د جنګیالیو ۵۰ کسیز ګروپ ته تأمینات یا پیسې نه ورلېږلې، مګر دا چې هغوی به 'په ممکنه لوړه درجه ویجاړتیا رامنځته کړه'.

د سيند د رینجرو لخوا په کراچۍ کې د جنایي ډلو او ترهګریزو ډلو په وړاندې مبارزې په ښار کې حالات ښه کړي دي.

شنونکي وايي چې پاکستان ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د سيکريټري وروستې سفر امکانات لري چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ خراب شوي تعلقات ښه کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو وویل چې هغه د پاکستاني چارواکو سره د غونډو څخه خوشحاله دی او امید لري چې پاکستان به د افغان شخړې د ختمولو لپاره د آمريکې د هڅو ملاتړ وکړي.

افغان طالبانو د جلال الدين حقاني د مرګ اعلان وکړو، خو شنونکي وايي چې دا خبر به د تروريستي ډلو په عملياتو باندې تلپاتې اغېز ونه لري.

دولس ټيمونو په دغه لیګ کې، چې مذهبي هم آهنګۍ ته د ودې ورکولو لپاره یې پیښور زلمي انتظام کړی و، برخه اخیستې وه.

چارواکي هڅه کوي چې دغه محرومه شوي ټولنه د تاوتریخوالي او ځورونې څخه خوندي وساتي.

لنډ خبرونه