باجوه د ۱۳ ترهګرو د پهانسۍ سزا تائيدوي

پاکستان فارورډ

راولپنډي -- جیو نیوز د پوځ د عامه اړيکو دفتر يو بيان ته اشاره وکړه او خبر يې ورکړو چې د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د دوشنبی په ورځ (د سپتمبر په ۱۰ مه) د ترهګرو د پهانسۍ سزا تائید کړه.

په دغه بیان کې ویل شوي چې اوه نور به جیل ته واستول شي.

د جیو نیوز، چې د پوځ د عامه اړيکو دفتر يوې مطبوعاتي اعلامیې ته يې اشاره وکړه، له مخې، هغه کسان چې د پهانسۍ سزا ورته اورول شوي وه، د ترهګرۍ په جرمونو کې ښکیل ول. په دغه جرمونو کې په وسله والو ځواکونو باندې بريدونه کول، سکولونه ویجاړول او ملکي خلک وژل شامل ول.

ټول ترهګر په پوځي عدالت کې محکوم شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500