زده کړه

خیبرپښتونخواه د سکول نه بهر ماشومانو د داخلولو لپاره کمپاين پیلوي

د محمد آهل لخوا

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان په پېښور کې د سپتمبر په ۱۴ مه د تعليمي داخلې په مراسمو کې خطاب کوي. [محمد آهل]

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان په پېښور کې د سپتمبر په ۱۴ مه د تعليمي داخلې په مراسمو کې خطاب کوي. [محمد آهل]

پيښور -- په سکولونو کې زیات ماشومان داخلول په خیبرپښتونخواه کې یوه ترجیج جوړه شوي ده.

محمود خان، چې د خیبرپښتونخواه وزیر اعلی دی، د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۱۴ مه) د داخلې يو ستر کمپاين پيل کړو او هيله لري چې د سکول نه بهر ماشومان راجلب کړي.

که چيرې دا پلان کامياب شي، نو تقريباََ ۲۵۰،۰۰۰ د سکول عمر لرونکي ماشومان --- چې د ځينو وجوهاتو، لکه د خپلو کورنيو سره په کار کې د مرستې د وجې سکولونو ته نه ځي .. به سږ کال د خیبرپښتونخواه حکومت په سکولونو کې داخل کړې شي.

د دې کمپاين د پرانيستې مراسم په پيښور کې په ګورنمنټ شهيد حسنين شريف هاير سيکنډري سکول نمر ۱ کې پيل شول. د خیبرپښتونخواه د تعليم رياست چارواکو او د خیبرپختونخواه یو شمیر طالب علمانو په دې مراسمو کې ګډون وکړو.

ښځې په پېښور کې د سپتمبر په ۱۴ مه د تعليمي داخلې په مراسمو کې ګډون کوي. [محمد آهل]

ښځې په پېښور کې د سپتمبر په ۱۴ مه د تعليمي داخلې په مراسمو کې ګډون کوي. [محمد آهل]

ليدونکي په پیښور کې د سپتمبر په ۱۴ مه د داخلې په مراسمو کې د مختلفو سټالونو معاینه کوي. [محمد آهل]

ليدونکي په پیښور کې د سپتمبر په ۱۴ مه د داخلې په مراسمو کې د مختلفو سټالونو معاینه کوي. [محمد آهل]

خان په دې مراسمو کې وویل چې "په خيبر پښتونخواه کې تعليم ته تر ټولو زياته ترجيح ورکړل شوې ده." هغه وويل چې "دا د پرمختګ لپاره لومړی شرط" دی.

هغه وويل، چې د خيبر پښتونخواه حکومت تعليمي پاليسۍ مثبتې پايلې ترلاسه کړې دي.

د تیرو کارونو په رڼا کې، سخت خنډونه شتون لري

ضياء الله بنګش، چې د خیبرپښتونخواه حکومت د ابتدايي او ثانوي زده کړو لپاره د وزیر اعلی سلاکار دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د خيبر پښتونخواه حکومت به د تعلیم د پراختیا لپاره د مخکني چارواکو هڅو ته وده ورکړي. هغه له خلکو څخه وغوښتل چې د داخلې په ۱۰۰٪ هدف ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د خیبرپښتونخواه حکومت دا ضرورت محسوس کړی چې ماشومانو ته تعليم ورکړي او په هغوی کې د افراطي پروپيګنډې د نفوذ په وړاندې مزاحمت رامنځته کړي.

معراج همايون خان، چې په خیبرپښتونخواه کې تعليمي ماهره او د لاس ګل، موسسې، چې په خيبر پښتونخواه کې تعليم ته وده ورکوي، باني ده، وويل، د داخلې کمپاين به په خلکو کې د تعليم په اړه پوهه رامنځته کړي او په خیبر پښتونخواه کې به د سواد شرح لوړه کړي.

حتی که دا د ۲۵۰،۰۰۰ هدف ترلاسه هم کړي، نو دا کمپاین بيا هم ګڼ شمیر ماشومان لري چې په سکولونو کې يې داخل کړي. هغې وويل "چې په دې صوبه کې د ۱.۹ ميليونو نه زيات د سکولونو نه بهر ماشومان د ۵ او ۹ کالو ترمنځ عمر لري.

همايون، چې د خیبرپښتونخواه وزيره او د خيبر پښتونخواه د اسمبلۍ غړې پاتې شوې ده، وويل، په خيبر پښتونخواه کې ډیر کوچني ماشومان اوس مهال سکونو ته ځي، خو چارواکو تراوسه پورې د خیبر پښتونخواه په ۲۵ ضلعو کې یوازې د وړیا لازمي ابتدايي او ثانوي زده کړې قانون، ۲۰۱۷ پلي کړی دی.

تر څو چې دا قانون -- چې کورنۍ د کتابونو او کپړو د لګښتونو نه لرې ساتي -- په ۲۵ ضلعو کې نه وي پلي شوی، نو دا خطر شتون لري چې د وخت د تيريدو سره به ماشومان په سکولونو کې پاتې نه شي ځکه چې دا لګښتونه والدين په دې مجبوروي چې په سکولونو کې د ماشومانو د ساتلو د اهميت په اړه پوښتنې وکړي.

دا ستونزه په ځانګړي ډول د ۹ او ۱۵ کالو ترمنځ د ماشومانو لپاره زیاته شي، کله چې د والدينو په نظر کې دوی دومره عمر لري چې د کار کولو لپاره کافي وي.

والدين پوهه کول

ځینې څارونکي د داسې چلند په اړه خبرداری ورکوي، چې په سکولونو کې د ماشومانو په ساتلو کې مداخلت کوي.

عامر ګمرياني، چې په صباون اکيډمي پبي کې ښونکی او د دغه اکيډمۍ باني دی، وویل، چارواکي باید د تعليم د اهميت په اړه په والدینو کې پوهاوی رامنځته کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د يوې اندازې مطابق، ۲۲.۵ میلیونه پاکستاني ماشومان، چې د ۵ نه تر ۱۶ کالو پورې عمرونه لري، سکولونو ته نه ځي، چې په دې کې ۱۳ میلیونه جينکۍ دي. هغه زياته کړه، د خیبرپښتونخواه حکومت باید د وضعیت اهميت په ګوته کړي او زيات سکولونه جوړ کړي.

هغه وويل، په ټوله خيبرپښتونخواه کې د جينکو لپاره يوازې ۷۲۲ سکولونه دي. هغه په هرتحصيل کې د جينکو لپاره د سکولونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

په عین حال کې، په عصري بنيادو د ښوونکو ظرفیت د لوړولو او همدارنګه په سکولونو کې د سهولتونو د ښه کولو په برخه کې سرمايه کاري د پام وړ اړتیا ده او د دې لپاره دې د [صوبې] تعلیمي بجټ زیات شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خیبرپښتونخواه حکومت په ډيرې ښه طريقې سره کار کوي چې د سکول نه بهر ماشومان سکولونو ته راولي. د عمران خان لرليد په خیبرپښتونخواه کې د ماشومانو د تعلیمي ودې په اړه ډیر د ستاینې وړ دی. اوس مونږ ډير اميدونه لرو ځکه چې زموږ عمران خان د اسلامي جمهوریه پاکستان وزير اعظم دی. الله دې په عمران خان رحم وکړي.

ځواب