د بهرنیو چارو وزیر قريشي او د متحده آیالاتو صدر ټرمپ د اړیکو په اړه خبرې کوي

پاکستان فارورډ

نیویارک -- ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړو چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۵ مه) په نیویارک کې د متحده آیالاتو د صدر ډونلډ ټرمپ سره لیدنه وکړه او د خپلو هيودانو د اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.

قريشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۳ مې غونډې لپاره په نیویارک کې دی.

د روټۍ په وخت د خبرو اترو په دوران کې، ټرمپ د نوي ټاکل شوي وزیر اعظم عمران خان لپاره خپله مبارکي وړاندې کړه.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې قريشي د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپیو سره هم خبرې وکړې. دا ټاکل شوې چې دوی به د اکتوبر په ۲ مه له يو بل سره بيا ليدنه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500