اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د قانون او انصاف لپاره د پاکستان وزیر محمد فروغ نسیم او د انګلستان د کورنیو چارو وزیر، ساجد جاوید، د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۷ مه) د يو نوي ګډ نوښت اعلان وکړو چې د پاکستان لوټ شوي مال په بیرته ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
د انصاف او احتساب نوښت — د دواړو حکومتونو ترمنځ د پراخې معاهدې د برخې په توګه، د دې نوښت موخه د کرپشن سره مبارزه او د مالي جرمونو له منځه وړل دي — اسلام آباد ته د جاوید په رسمي سفر کې پیل شو.
په عين حال کې، د دوشنبې په ورځ، د برطانيې د ملي جرمونو ادارې (اين سي ای) د "پاکستان يو پخوانی سياستدان" او د هغه ميرمن "په برطانيه کې د پيسو مينځلو په تور ونيول او داسې ښکاري چې دا په پاکستان کې د کرپشن نتيجه ده."
دغه جوړه، چې د انګلستان په سري کاونټي کې نیول شوي، په ښکاره توګه "په انګلستان کې د ۸ ميلیون پاونډو [د ۱.۲ ميليارده پاکستاني روپو نه زیاتې پيسې] نه زيات جايداد لرلو او داسې ښکاري چې د دې لپاره دوی د عوایدو قانوني سرچینه نه لري."
د پاکستان د قانون پلي کونکي ادارې -- د ملي احتساب بیورو او د وفاق د تحقیقاتو ادارې -- د دې جوړې په نیولو کې د اين سي ای سره مرسته وکړه.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې اين سي ای د دغه جوړې نه پوښتنې وکړې او بيا يې خوشې کړه. نور تحقيقات روان دي.