پاکستان ډاکټر عارف علوي صدر وټاکلو

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو، د غير حتمي نتايجو له مخې، ډاکټر عارف علوي، چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت کونکي پارټۍ اميدوار دی، د پاکستان دیارلسم صدر ټاکل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د انتخاباتو کميشن به د ووټونو د شميرلو نه وروسته د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۵ مه) د رسمي نتيجو اعلان وکړي. د پاکستان پارلمان او د څلورو صوبو اسمبلۍ د صدر انتخاب کوي.

د غیر رسمي نتيجو له مخې، علوي د نورو لویو پارټو اميدوارانو ته ماتی ورکړو، چې په دې کې د متحده مجلس عمل (ايم ايم ای) مشر مولانا فضل الرحمان او د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) سينير مشر اعتزاز احسن شامل ول.

علوي د بريا په خطاب کې وويل، "زه د الله شکريه ادا کوم چې د تحریک انصاف پارټۍ اميدوار نن د صدارت لپاره په مقابله کې کامياب شو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500