امنیت

افغان طالبان: د حقاني شبکې باني د اوږدې بيمارۍ نه وروسته مړ شو

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

افغان کمانډر جلال الدين حقاني (په منځ کې) په ۱۹۹۱ کال کې د اپريل په ۲ مه په ميران شاه کې په خپل کور کې د ګوريلا کمانډرانو، آمين وردک او عبدل حق، سره ښودل شوی دی. د سايټ په نامه د څارنې ګروپ د سپتمبر په ۴ مه د طالبانو يو بيان ته اشاره وکړه او ويې وويل چې طالبانو د جلال الدين حقاني، د ډيرې مودې د بيمارۍ نه وروسته، د مرګ اعلان وکړو. [زبير مير/ای ايف پي]

افغان کمانډر جلال الدين حقاني (په منځ کې) په ۱۹۹۱ کال کې د اپريل په ۲ مه په ميران شاه کې په خپل کور کې د ګوريلا کمانډرانو، آمين وردک او عبدل حق، سره ښودل شوی دی. د سايټ په نامه د څارنې ګروپ د سپتمبر په ۴ مه د طالبانو يو بيان ته اشاره وکړه او ويې وويل چې طالبانو د جلال الدين حقاني، د ډيرې مودې د بيمارۍ نه وروسته، د مرګ اعلان وکړو. [زبير مير/ای ايف پي]

کابل -- افغان طالبانو د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۴ مه) اعلان وکړو چې، جلال الدين حقاني، چې د هغه په نوم د تروريستي ډلې حقاني شبکې بنسټ ایښودونکی و، د اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.

جلال الدین په تیرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان او پاکستان په هغه سيمو کې په جهاد کې يو مهم کس و چې د جنګ لخوا ځپل شوي وې.

د هغه ګروپ، حقاني نيټ ورک، د افغان ملکي وګړو، امنیتي ځواکونو او د متحده آیالاتو تر مشرۍ لاندې د ناټو سرتیرو په وړاندې د ستر ځانمرګي بريد کونکو په کارولو کې مشهور دی.

واشنګټن له اوږدې مودې راهيسې په اسلام اباد فشار اچولی چې د وسله والو ډلو پرضد مبارزه وکړي او خصوصاً د حقاني شبکې ته ترجيح ورکړي. اسلام آباد بار بار د دې ډلې د ملاتړ کولو تورونه رد کړي دي.

په دې بې نيټې تصوير کې، پاکستاني سرتيري د شمالي وزیرستان په میر علي کې په ضرب عضب عملیاتو کې برخه اخلي. دې عملیاتو، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پیل شول، ډیرې وسله والې ډلې په نښه کړې. [د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

په دې بې نيټې تصوير کې، پاکستاني سرتيري د شمالي وزیرستان په میر علي کې په ضرب عضب عملیاتو کې برخه اخلي. دې عملیاتو، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پیل شول، ډیرې وسله والې ډلې په نښه کړې. [د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

د تاوتریخوالي تاریخ، ویجاړونکي بریدونه

داسې ښکاري چې د جلال الدین عمر د ۷۰ او يا ۸۰ کالو په عشره کې و، او د پاکستان قبايلي سيمو ته د هجرت کولو نه مخکې د مشرقي افغانستان په لويا پکتيکا سيمه کې زیږیدلی و. هغه په لومړي ځل د مجاهدینو د کمانډر په توګه شهرت هغه وخت ترلاسه کړو کله چې یې په ۱۹۸۰ عشره کې په افغانستان باندې د سويت د قبضې خلاف جګړه کوله.

د ډیرو لسیزو راهیسې، جلال الدین، چې د ميډيا سره يې ښې اړیکې لرلې، د عربۍ ژبې خپل مهارتونه استعمال کړل چې د عرب د ترهګرو مشرانو، د القاعدې مشر اسامه بن لادن، سره نږدې اړیکو ته وده ورکړي.

په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو په دور کې، هغه د قبایلي چارو وزیر جوړ شو -- چې هغه په هغه يو څو مجاهدینو کې و چې د دغه حکومت سره يو ځای شوی و، او د طالبانو د مرحوم باني، ملا محمد عمر سره يې نږدې اړيکې لرلې.

خو وروسته له هغې چې په ۲۰۰۱ کال کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونو د طالبانو رژیم ختم کړو، جلال الدین پټ شو، او په راتلونکو کلونو کې یو څو ځله ښکاره شو، په داسې حال کې چې د حقاني شبکې ډارونکي شهرت وده کوله.

دا ډله، چې متحده آيالاتو په ۲۰۱۲ کال کې يو بهرنې تروريستي سازمان ګرځولی و، په ټول افغانستان کې د لويو بریدونو د ترسره کولو له کبله تورن ده او په هغه بې رحمه وسله والو ډلو کې ده چې په سیمه کې فعالیت کوي.

شنونکي د اوږدې مودې راهيسې شک لري چې حقاني نيټ ورک په کابل کې په هغه ځینو لويو بریدونو کې لاس لري چې داعش يې په وروستیو کلونو کې ادعا کړې ده.

په يو شمير ډیرو سختو بریدونو کې، حقاني نيټ ورک په می ۲۰۱۷ کال کې په کابل کې په ټرک کې په يوې غټې بمي چاودنه کې د ۱۵۰ کسانو په وژلو کې تورن دی -- که څه هم د جلال الدین زوی سراج الدین په ريډيو باندې په يو پيغام کې دا تور رد کړو.

دغه نيټ ورک د افغان لوړ پوړو چارواکو د وژلو او تښتول شویو مغربي خلکو په وژلو کې تورن دی. په دغه کسانو کې د کنيډا جوشوا بویل، د هغه امریکایي مېرمن، کیتلان کولمن او د هغوی درې ماشومان، چې تیر کال خوشې شوي ول، شامل ول.

په ترهګرو باندې 'هیڅ مهم اثر' نشته

د راپورونو له مخې، جلال الدین د کلونو راهیسې بيمار و او مخکې یې سراج الدین ته مشري سپارلی وه. سراج الدين هم د افغان طالبانو نايب مشر دی.

د حقاني کورنۍ خبریالانو ته د وټس ايپ په پیغام کې د هغه د مرګ تایید وکړو. دا څرګنده نه ده چې هغه چیرته او کله مړ شو. په دې وروستیو کلونو کې غیر رسمي راپورونو څرګنده کړې چې هغه په پاکستان کې دی.

د هغه شبکې د پاکستانپه شمالي وزيرستان کې په میرانشاه کې د هغه د مرکز څخه د هغو ډلو سره عمليات کول چې اکثر به د پولې څخه تیریدل او مشرقي افغانستان ته به تلل.

د هغه د مرګ افواهګانې مخکې هم موجود وې، چې په دې کې په ۲۰۱۵ کال کې په پراخ کچه راپورونه خپاره شوي ول چې هغه په ۲۰۱۴ کال کې مړ شوی و، په داسې حال کې چې دا لومړی ځل دی چې طالبانو او د هغه کورنۍ د هغه د مرګ تایید کړې دی.

د جلال الدین د مرګ د اعلان په ځواب کې، په اسلام آباد کې یو ژورناليست، طاهر خان، په يو ټويټ کې وويل، "[طالبان] د [پخواني] مجاهدینو مشر جلال الدین حقاني د مرګ تایید کوي. هغه په ۲۰۱۴ کال کې مړ شوی و، خو طالبانو او د هغه کورنۍ تر ۴ سپتمبر پورې د هغه د مرګ خبر پټ ساتلی و. [د طالبانو] سرچينو مخکې تاييد کړی و چې [جلال الدین] د پاکستان او افغانستان پولې ته څيرمه په هوایي برید کې زخمي شوی و."

د جلال الدین د مرګ د اعلان وخت هم ډير مهم دی، ځکه چې دا د چهارشنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۵ مه) اسلام آباد ته د آمريکې د بهرنيو چارو سيکريټري مايک پمپيو د سفر نه مخکې د طالبانو د نيت په اړه مهم سوالات رامنځته کوي.

سيد حسين شهيد سهروردي، چې په پيښور يونيورسټۍ کې د سياسي علومو ماهر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، کيدې شې چې د دې اعلان مطلب "د پمپيو د سفر نه د عامو خلکو پام اړول وي."

په تیرو وختونو کې طالبانو ورته تاکتیکونه کارولي دي. په جولای ۲۰۱۵ کال کې، دغه ډلې د خپل مشر، ملا عمر، د مرګ اعلان وکړو، خو وروسته بیا روښانه شوه چې عمر دوه کاله وړاندې مړ شوی و. طالبانو ومنله چې هغوی د ملا عمر مرګ پټ ساتلی و.

افغان او پاکستاني شنونکي وايي چې د ډلې په عملیاتو باندې د جلال الدین مرګ کم اهمیت لري.

حکمت صافي، چې د افغانستان د چيف ايګزيکيټيو عبدالله عبدالله ویاند دی، وویل، کله چې د طالبانو مشر مړ شي، نو دا عامه خبره ده چې د دغه ډلې په ډلو کې اختلافات رامنځته کيږي. هغه پيش ګويي وکړه چې دا به د جلال الدين د مرګ نه هم وروسته داسې وي، خو په دې حالت کې داسې اختلافات څه اهميت نه لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د طالبانو په مختلفو ډلو کې به ډيره شخړه او يا مبارزه نه وي."

په پيښور کې د امنيت شنونکي بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، "جلال الدين يو مهم کس و، په عربۍ ژبه کې مشهور و، او په خپلو ښه ورځو کې یې د اسامه بن لادن او القاعده شبکې سره نږدې اړيکې لرلې، خو په وروستيو کلونو کې يې فعال کمانډ او کنټرول نه لرلو."

سهروردي، چې په پیښور کې د سیاسي چارو کارپوه دی، وویل، د جلال الدین مرګ به په [حقاني] شبکه یا په افغانستان کې د طالبانو په غورځنګ باندې مهم اثر ونه لري.

هغه وويل، "د مشرانو مرګ د طالبانو په عملیاتو اثر کوي ... خو دا هم یو حقیقت دی چې ګوريله جنګیالي د نوي ليډرشپ او مشر لاندې بیرته يو ځای کيږي او عملیات پیلوي." هغوی به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي."

[د پيښور نه محمد آهل د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حافظ حفيظ الله چچار

ځواب

زه اوس فکر کوم چې مونږ له پکار ده چې دا ومنو چې آمريکا او د هغې پالتو سپي مجاهدين له منځه نه شي وړلې. پکار ده چې دا د افغان مجاهدينو لپاره د جنرل حميد ګل په شان يو کس راپيدا کړي.

ځواب