دین

پیښور زلمې مدرسه کرکټ لیګ هڅه کوي چې مذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکړي

د اشفاق يوسفزۍ او شهباز بټ لخوا

لوبغاړي د اګست په په ۳۱ مه د زلمي مدرسه کرکټ ليګ په يو ميچ کې لیدل کیدې شي. [شهباز بټ]

لوبغاړي د اګست په په ۳۱ مه د زلمي مدرسه کرکټ ليګ په يو ميچ کې لیدل کیدې شي. [شهباز بټ]

د الخیبر رائډرز غړي په پیښور کې د اګست په ۳۱ مه په زلمي مدرسه کرکټ لیګ کې د ميچ نه مخکې مشق کوي. [شهباز بټ]

د الخیبر رائډرز غړي په پیښور کې د اګست په ۳۱ مه په زلمي مدرسه کرکټ لیګ کې د ميچ نه مخکې مشق کوي. [شهباز بټ]

لوبغاړي په پېښور کې د اګست په ۳۱ مه آرباب نیاز سټیډيم ته راځي. [شهباز بټ]

لوبغاړي په پېښور کې د اګست په ۳۱ مه آرباب نیاز سټیډيم ته راځي. [شهباز بټ]

د کرکټ د دوو ټیمونو کپتانان د اګست په ۳۱ مه په پېښور کې د ميچ نه مخکې د ټاس نتیجه ګوري. [شهباز بټ]

د کرکټ د دوو ټیمونو کپتانان د اګست په ۳۱ مه په پېښور کې د ميچ نه مخکې د ټاس نتیجه ګوري. [شهباز بټ]

د الهلال چیلنجرز يو باولر د اګست په ۳۱ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

د الهلال چیلنجرز يو باولر د اګست په ۳۱ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

د المقصد فايټررز یو بيټسمين د اګست په ۳۱ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

د المقصد فايټررز یو بيټسمين د اګست په ۳۱ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

د الهلال چیلنجرز غړي د اګست په ۳۱ مه په پیښور کې په يو ميچ کې د وکټ د غورځيدو جشن کوي. [شهباز بټ]

د الهلال چیلنجرز غړي د اګست په ۳۱ مه په پیښور کې په يو ميچ کې د وکټ د غورځيدو جشن کوي. [شهباز بټ]

په پیښور کې د اګست په ۳۱ مه د آرباب نياز سټیډیم د چهت نه پيچ ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

په پیښور کې د اګست په ۳۱ مه د آرباب نياز سټیډیم د چهت نه پيچ ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

پیښور -- د نورو اصلاحاتو ترڅنګ، د خیبر پښتونخواه (کې پي) حکومت په لوبو کې د طالب علمانو د بوخت کولو له لارې مدرسې په قامي بهير کې شاملوي.

پیښور زلمې، چې د پاکستان سپر لیګ په شپږو ټيمونو کې دی، په پیښور کې د اګست په ۲۸-۳۱ مه د زلمي فاونډیشن له لارې په لومړي ځل د مدرسو د کرکټ لیګ انتظام وکړو. دا فاونډيشن د مدرسو د طالب علمانو خدمت کوي.

د زلمې مدرسه کرکټ لیګ، چې د کرکټ ۱۲ ټيمونه يې راټول کړل چې په يو پيچ باندې مقابله وکړي، موخه مذهبي هم آهنګۍ او زده کونکو او ځايي خلکو ته تفريح ورکول و.

د پاکستان د مذهبي چارو او د بين المذاهب هم آهنګۍ نوی وزیر، نورالحق قادري، د ټورنمنټ په پای کې وویل، "دا پیښې د مدرسو د طالب علمانو په اړه د منفي انځور په ختمولو کې مرسته کوي. [د پاکستان تحریک انصاف وفاقي حکومت دلچسپي لري چې ... یوه ښه ټولنې ته وده ورکړي."

يو وکټ کيپر د اګست په ۳۱ مه په پېښور کې د زلمي مدرسه د لومړي کرکټ لیګ په لوبه کې بال نيسي. [شهباز بټ]

يو وکټ کيپر د اګست په ۳۱ مه په پېښور کې د زلمي مدرسه د لومړي کرکټ لیګ په لوبه کې بال نيسي. [شهباز بټ]

جاويد آفريدي، چې د پیښور زلمي مالک دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ غواړو چې د مدرسې زده کوونکي په قامي بهير کې شامل کړو."

هغه وويل، "مفکوره دا ده چې دا فليټ فارم پراخه کړو او په ټول پاکستان کې د مدرسو زده کونکو ته توان ورکړو چې خپله وړتيا څرګنده کړي او نړۍ ته وښيي چې دوی د سولې استازې دي او د لوبو نه خوند اخلي."

هغه وويل، "د مدرسې د زده کوونکو لپاره دا ډيره ښه ورځ وه، تاریخ جوړ شو ځکه چې هر څوک راغلل او زموږ ملاتړ يې وکړو." هغه وويل،"دا [ټورنامنټ] به د تروریزم په ماتولو کې مهم رول ولوبوي."

آفريدي وويل، لوبې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره يوه بنيادي لار ده، او داسې غونډې سوله رامنځته کوي.

محمد اکرم، چې د پیښور زلمي ستر کوچ دی، پاکستان فارورډ ته وویل، پیښور زلمي به د پاکستان په هر ښار کې داسې ټورنمنټونه جوړ کړي چې د مدرسو زده کونکو ته يوه موقع ورکړي چې خپله وړتیا وښيي.

هغه وويل، "زده کونکي زياته وړتيا لري، او هغوی ليوالتيا لري چې په ټورنامنټونو کې ګډون وکړي."

هغه زیاته کړه چې د دې قسم دا لومړی لیګ دی.

د زده کونکو لپاره خوندور ميچونه

په پيښور کې د لوبو ژورناليسټ غني رحمان پاکستان فارورډ ته وويل، دا لیګ د مدرسو د زده کوونکو لپاره يو رحمت ثابت شوی دی.

هغه وويل، "هره ورځ به په سلګونو زده کونکي راتلل چې خوندور ميچونه وګوري او د خپلو ټيمونو ملاتړ وکړي."

هغه وويل، "که دا پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره شي، نو د مدرسې زده کونکي کولى شي چې په ملي ټيم کې ځای ترلاسه کړي."

نويد عالم، ۲۱ کلن، چې په زلمي مدرسه کرکټ لیګ کې يې د پیښور د دیني مدرسې استازيتوب وکړو، وویل، "دا زموږ لپاره يوه لویه تجربه ده چې د کرکټ لوبه وکړو او نړۍ ته دا پيغام ورکړو چې موږ د لوبو له لارې سوله غواړو."

هغه وويل، "دا په بشپړه توګه یو غلط تاثیر دی چې د مدرسو زده کونکي ترهګرۍ ته وده ورکوي ... موږ هم د دې هیواد برخه یو او د ټولو مکتبه فکر د غړو په منځ کې ورورولي غواړو."

محمد رحیم، چې د مدرسو په یو ټیم کې فاسټ باولر دی، وويل، چې په داسې ميچونو کې برخه اخيستل د هغه آرمان و.

رحيم وويل، "موږ په ليوالتيا سره دا ميچونه ترسره کړل او غواړو چې دا ډول پيښې په هرو شپږو مياشتو کې ترسره شي."

د پاکستان د ملي کرکټ پخوانې کپتان، یونس خان، وويل، هغه د زده کوونکو د مهارتونو نه متاثره شو. هغه زياته کړه چې د سپورټ وده د ځوانانو په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

هغه وويل، پاکستان بايد د نورو مشهورو لوبو لپاره هم ليګونه ولري، لکه والي بال، چې خلکو ته تفريح برابر کړي.

د مدرسو زده کوونکي هڅول

خادم حسين، چې په پېښور کې د امنیت شنونکی دی، وویل، مدرسه کرکټ لیګ زياته د حوصله افزايۍ خبره ده او په قامي بهير کې د مدرسو د زده کونکو په شاملولو کې مرسته کوي.

هغه وويل، "طالب وسله وال په پاکستان او افغانستان کې د لوبو په پیښو باندې د سخت بريدونو ترسره کولو له کبله مشهور دي، ځکه چې هغوی پوهیږي چې دا پیښې خلک په مثبت کارونو کې بوخت کوي چې په نتيجه کې سوله رامنځته کوي."

هغه وويل، د يونيورسټو او کالجونو د زده کوونکو په څير، د مدرسو زده کونکي د دې هېواد خلک دي او دوی حق لري چې په لوبو کې برخه واخلي. "دا به نه یواځې دوی د سولې ضد فعالیتونو څخه لرې وساتي، بلکې د دوی سره به مرسته وکړي چې روغتیايی وده وکړي او د تعليم په ميدان کې ښه کارکردګي وښيي."

هغه وویل، "موږ سپورټ کارولی شو چې د مختلفو مکتبه فکر د غړو ترمنځ مذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکړو."

ريټايرډ کرکټر مشتاق احمد د زلمي فاونډيشن ستاینه وکړه چې دې د مدرسو د زده کوونکو د هڅولو لپاره کوششونه وکړل.

هغه وويل، "وزيراعظم عمران خان [چې پخپله يو پخوانى کرکټر دی] هم ورته موخه لري ځکه چې هغه څو ځله ويلي چې دا طالب علمان د پاکستان اوسيدونکي دي او دوی هم ټولو سهولتونو ته اړتيا لري."

هغه وويل چې خان د ادارو څخه غوښتنه کړې چې د مدرسو زده کونکي وهڅوي چې د سولې د سفيرانو په توګه کار وکړي او د خپلو سکولونو انځور ته وده ورکړي.

هغه وويل، "دا [کار] به موږ ته توان راکړي چې د پاکستان مثبت انځور وړاندې کړو."

نورې هلې ځلې روانې دي

جنيد خان، چې په خیبرپښتونخواه کې د لوبو ډايريکټر جنرل دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د خیبرپښتونخواه حکومت د [لیګ] لوبغاړو او منتظمينو ته د استوګنې وړیا ځايونه او د تګ راتګ وسيلې برابر کړې چې لوبو ته د وده ورکولو په برخه کې خپل رول ولوبوي.

هغه وويل، "موږ به د صوبې په هر يو تحصيل کې د لوبو ميدانونه جوړ کړو چې ځوانانو ته موقعې ورکړو چې مختلفې لوبې ترسره کړي او د منفي فعاليتونو نه لرې پاتې شي."

خان نوټ کړه چې په راتلونکي کې به د خیبرپښتونخواه چارواکي به په صوبه کې د مدرسو د طالب علمانو ترمنځ د نورو لوبو لکه والیبال، کبډي [داسې لوبه چې د لوبغاړې سره په کې لاس لګول کيږي] وغيره انتظام وکړي.

هغه وويل، "دا د حکومت پاليسي ده چې سپورټ ته وده ورکړي. موږ په دوامداره توګه د داسې ميچونو انتظام کوو چې نارينه او ښځينه زده کوونکي په کې په بېلابېلو لوبو کې مقابله کوي." هغه زياته کړه، سپورټس په ټول هېواد کې مينه، سوله او ملګرتيا خپرولی شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500