کراچي -- د ډان ورځپاڼې له مخې، په سيند صوبه کې د پولیسو انسپکټر جنرل آمین یوسفزۍ د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۳ مه) وويل، په کراچۍ کې چارواکو درې شکمن وسله وال ونيول چې د داعش سره يې تړاو لرلو.
دغه تورن کسان په کراچۍ کې په اغواکارۍ او هدفي وژنو کې ښکیل وو. ځايي چارواکو د چهاپې په دوران کې د ۱۰ ميليونو پاکستانۍ روپو (۸۱۰۰۰ آمريکايي ډالره) نه زياتې پيسې او مختلفې وسلې ترلاسه کړې.
یوسفزۍ وویل، چارواکو، چې د داعش په وړاندې يې مبارزه کوله، دوه کمانډران وژلي دي، په داسې حال کې چې څلور شکمن کسان لا نه دي نيول شوي.