د ښځو حقوق

پاکستانۍ ښځینه غره ختونکي د نارینو په سپورټ کې پرمختګ کوي

د عديل سعيد لخوا

ثمینه بیګ، چې لومړۍ پاکستانۍ ښځه ده چې ماونټ ایوریسټ غر ته وختله، وروسته له هغې د خپل ورور سره د پاکستان جهنډا په لاس کې نیولې کله چې هغه د ۲۰۱۳ کال د مې په ۱۹ مه د دغه غر څوکې ته وختله. [پاکستان یوتھ آوټريچ فاونډيشن]

ثمینه بیګ، چې لومړۍ پاکستانۍ ښځه ده چې ماونټ ایوریسټ غر ته وختله، وروسته له هغې د خپل ورور سره د پاکستان جهنډا په لاس کې نیولې کله چې هغه د ۲۰۱۳ کال د مې په ۱۹ مه د دغه غر څوکې ته وختله. [پاکستان یوتھ آوټريچ فاونډيشن]

پیښور -- پاکستانۍ ښځې غره ته د ختو په برخه کې د حيرانتيا پرمختګ کوي او لوړو غرونو ته خيژي او سماجي پابندۍ ماتوي. دا یو داسې سپورټ دی چې نارينه پرې د اوږدې مودې راهيسې تسلط لري.

هغه يوه ښځه چې په دې برخه کې يې پيل وکړو او پاکستانۍ ښځې يې وهڅولې چې غره ته د ختو په سپوړټ کې برخه واخلي، ثمینه بیګ ده. ثمينه بيګ، د پاکستان لومړی ښځه ده چې د نړۍ ترټولو لوړ غر، ماونټ ايوريسټ، ته ختلې وه. هغه په ۲۰۱۳ کال کې دغه غر ته ختلې وه.

بيګ يوازینۍ پاکستانۍ ښځه ده چې په اوو براعظمونو کې، د انټارکټیکا په ګډون، اوو غرونو ته ختلې ده. هغه يوازې په اتو هفتو کې اوو غرونو ته ختلې وه.

بيګ وويل چې هغه دخپل ورور نه متاثره شوه او هغه يې وهڅوله چې غره ته وخيژي.

عظمه یوسف، چې د پاکستان لومړۍ ښځه ده چې يوازې د ۷،۰۲۷ ميټره لوړ غر ماونټ سپانټک (ګولډن پيک) ته ختلې وه، په ۲۰۱۷ کال کې په دغه غر کې ښودل شوې ده. [عظمه یوسف]

عظمه یوسف، چې د پاکستان لومړۍ ښځه ده چې يوازې د ۷،۰۲۷ ميټره لوړ غر ماونټ سپانټک (ګولډن پيک) ته ختلې وه، په ۲۰۱۷ کال کې په دغه غر کې ښودل شوې ده. [عظمه یوسف]

عظمه یوسف په ۲۰۱۷ کال کې په ګلګت بلتستان کې ماونټ سپانټک (ګولډن پيک) ته د ختلو په دوران کې خپل کيمپ ته نژدې ولاړه ده. [عظمه یوسف]

عظمه یوسف په ۲۰۱۷ کال کې په ګلګت بلتستان کې ماونټ سپانټک (ګولډن پيک) ته د ختلو په دوران کې خپل کيمپ ته نژدې ولاړه ده. [عظمه یوسف]

د ښځينه غره ختونکو يوه ډله په جنوری ۲۰۱۷ کال کې په ګلګت بلتستان کې د ۶،۰۰۰ ميټره لوړ پير پيک ته د ختلو نه مخکې د تصوير لپاره پوځ جوړوي. [پاکستان یوتھ آوټريچ فاونډيشن]

د ښځينه غره ختونکو يوه ډله په جنوری ۲۰۱۷ کال کې په ګلګت بلتستان کې د ۶،۰۰۰ ميټره لوړ پير پيک ته د ختلو نه مخکې د تصوير لپاره پوځ جوړوي. [پاکستان یوتھ آوټريچ فاونډيشن]

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "د ماشومتوب راهيسې غره ته ختل زما شوق و ځکه چې زه په هنزا کې د وادي شمشال سره تعلق لرم، چيرې چې اوسيدونکي زياتره غره ختونکي دي او د بهرني غره ختونکو لپاره سامان غره ته وړي."

هغې وويل، "زه د خپل مشر ورور مرزا علي نه متاثره شوم. هغه به د هغه پيښو په اړه خبرې کولې کله چې به هغه د بهرني غره ختونکو سره مختلفو غرونو ته د ختلو په دوران کې مخامخ شوی و."

رحمت الله، چې د الپاين کلب پاکستان نايب صدر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د ثمينه بيګ رول د یو مشر په توګه دی ځکه چې د هغې لاسته راوړنو د پاکستان ښځينه غره ختونکي وهڅول چې په دې سپورټ کې برخه واخلي او په ژمې کې د نورو لوبو لکه سکينګ، ګټ ته ختل او په غره کې د سفر کولو سره لوړ غرونو ته ختل پيل کړي."

د ۲۰۱۳ کال نه مخکې، پاکستانۍ ښځې غره ته د ختلو په سپورټ کې نه وې موجود، خو ماونټ ايوريسټ ته د بيګ ختلو نورې ښځې وهڅولې چې په دې کې برخه واخلي.

رحمت الله وویل، "په ټول هېواد کې ښځو او حتی د بهر نه ښځو لیوالتیا ښودلې او په سیمه کې [هماليه] په مختلفو غرونو کې په سفر کولو او غرونو ته په ختلو کې ګډون کوي."

په غره کې په سفر کولو کې زياتيدونکي دلچسپي

جيو نيوز راپور ورکړو چې د جولای په ۳۱ مه، د پاکستان د شپږو ښځو یوه ډله په هنزا کې د ۵،۳۰۰ ميټره لوړ غر شپکتين سر ته وخته او دا لومړۍ ښځینه ډله جوړه شوه چې د دې غر څوکې ته وختله.

دا ټیم، چې د شمشال ماونټنيرنګ سکول طالب علمان ول، د شمال اړخ نه د دې غر څوکې ته وختلو.

د جولای په ۲۹ مه، درې پاکستاني ځوانانو په قراقرم غرونو کې ۶،۰۸۰ ميټره لوړ غر ماونټ مانګليسر ته وختل او په نړۍ کې يې ريکارډ جوړ کړو.

آمنه حنيف، ۱۳ کلنه، مريم بشير، ۱۴ کلنه، او صديقا بتول، ۱۵ کلنه، په ګلګت بلتستان کې د وادي هشي سره تعلق لري او د غره ختونکي ليټل کريم، چې د هغوی سره په دغه سفر کې و، لمسۍ دي. دې ډلې د جولای په ۱۶ مه پیل وکړو او د غر څوکې ته د جولای په ۲۴ مه ورسیدل. دوی ریکارډ جوړ کړو ځکه چې دوی تر ټولو ځوانې ښځې وې چې دې غره ته وختلې.

ليټل کريم، چې غره ختونکی دی او په نړۍ کې شهرت لري، وويل، هغه هيله لري چې دا سفر به په ګلګت بلتستان کې زياتې ښځې وهڅوي چې غره ته په ختو کې دلچسپي واخلي.

یو ګران سفر

عظمه يوسف، لومړۍ پاکستانۍ ښځه، چې ۷،۰۲۷ ميټره لوړه ماونټ سپانټک څوکې ته ختلې وه، وويل، "د حکومت د سرپرستۍ ضرورت دی چې زيات ځوانان راجلب کړي او په دې صحت مند او تخليقي سپورټ (ماجراجویي سپورټ) کې بوخت کړي." هغه په ۲۰۱۷ کال کې دغه غر ته ختلې وه.

یوسف، چې د پیښور اوسيدونکي ده او د خپل میړه او دوو ځوانو زامنو سره په اسلام آباد کې ژوند کوي، وویل، مالي او ټولنیزو خنډونو هغه مخکې د خپل آرمان د پوره کولو نه منع کړې وه.

خو د خپل میړه، یوسف اختر، په ملاتړ، هغه پخپله په ۲۰۱۵ کال کې په هنزا کې ۶،۰۵۰ ميټره لوړ ماونټ منګلنګ ته وختله.

یوسف اوس پلان لري چې په پاکستان کې د ۸،۰۰۰ ميټره نه لوړ غرونو کې يو غر ته وخيژي او هغه کولی شي چې د کې ټو (۸،۶۱۱ ميټره)، ننګا پربت (۸۱۲۶ ميټره)، ګشربروم ۱ (۸،۰۸۰ ميټره)، براډ پيک (۸،۰۵۱ ميټره) او ګشر بروم ۲ انتخاب وکړي.

هغه د مالي ملاتړ او يا د غرونو کلبونو څخه د سپانسرشپ په لټه کې ده، ځکه چې تمه کیږي چې په دې سفر باندې به تقريباََ ۳.۵ ميليونه روپو (۲۸،۰۰۰ آمريکايي ډالره) لګښت راشي.

پاکستاني ځوانان او ښځې هڅول

محبوب علي، چې د بيګ بل ورور دی او د پاکستان يوتھ آوټريچ فاونډيشن رهبري کوي، وويل، غره ختونکي "د سفرکولو ، سامان اخیستلو او غره ته د ختلو په دوران کې د خوراک او نورو شيانو برابرولو لپاره پيسې راټولوي." پاکستان يوتھ آوټريچ فاونډيشن د هغه پاکستاني ځوانانو لپاره يو غير انتفاعي سازمان دی چې غره ته په ختلو کې دلچسپي لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا فاونډيشن او نورې ورته موسسې په منظمه توګه کیمپونه جوړوي او لیوال غره ختونکو ته ټريننګ ورکوي."

عمران سيچ، چې په چترال کې د سيلانيانو لپاره د سفر انتظام کوي، سيلانې او غره ختونکی دی، وويل، "د شمشال په شمول د غريزې سيمو اوسیدونکي د خپل چاپیریال له امله غرونو ته د ختلو وړتيا لري." "موږ کولی شو چې د دې وړتيا له لارې په هیواد کې د ثمینه بیګ په شان په لسګونو کسان پيدا کړو."

سيچ، چې د غیر انتفاعي ايډونچر فاونډيشن پاکستان غړی دی، وویل، د ګلګت بلتستان سیمو هغه ګڼ شمير ښځينه غره ختونکو ته هرکلی کړی دی کومې چې د پاکستان د ښارونو، د لاهور، کراچۍ پيښور او اسلام آباد په ګډون، سره تعلق لري.

هغه وويل، "دا يوه ښه نښه ده -- پاکستانۍ مېرمنې د ماجراجویۍ په لوبو کې برخه اخلي." "اوس حکومت باید په دې سکتور تمرکز وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500