ایران هغه څلور وسله ووژل کوم چې د پاکستان نه د پولې څخه تيريدل

ای ايف پي

ای ايف پي راپور ورکړو چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (آی آر جي سي) د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۲۸ مه) وویل چې هغوی هغه څلور نامعلومه وسله وال وژل کوم چې د پاکستان نه د ايران سيستان- بلوچستان صوبې ته اوړيدلې ول.

په دې نښته کې دوه وسله وال ژوبل شول، په داسې حال کې چې "پاتې شوي نور ترهګر ګاونډي هیواد [پاکستان] ته وتښتيدل."

سیستان- بلوچستان د سني مسلمان بلوچيانو ټولنې يوه لويه برخه لري او په پاکستان کې د بلوچستان صوبې سره پوله لري. په ايرن کې، سني وسله واله ډله جندالله (د آلله سپاهيان) د ۲۰۰۰ راهیسې فعاله ده.

په ۲۰۱۲ کال کې، د جند الله غړو یو بل سازمان -- جیش العدل (د عدلیې پوځ) -- جوړ کړو چې د ایران په امنیتي ځواکونو يې ګڼ شمير بریدونه ترسره کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500