يو نوی راپور وايي، په پاکستان کې د مطبوعاتو آزادي تر فشار لاندې ده

ای ايف پي

اسلام آباد -- د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۲ مه) د ژورنالستانو د ساتنې لپاره د کمیټۍ لخوا د يو خپور شوي راپور له مخې، په پاکستان کې د مطبوعاتي آزادي تر فشار لاندې ده، چیرې چې ژورنالستان د پاکستاني پوځ لخوا د يرې ترهې او تاوتريخوالي سره مخامخ دي چې اکثر دوی پخپله د سنسرشپ نه کار اخلي.

دغه راپور وايي، پوځ "په خاموشۍ سره، خو په اغیزمنه توګه، په راپور ورکولو باندې بنديز لګولی دی." په دې بنديزونو کې په ژورنالستانو باندې هغه بنديزونه شامل دي چې هغوی "د يرې ترهې په مستقيم او غير مستقيم لارو مجبوروي چې دوی پخپله په ځان بنديز ولګوي."

دا رپور د ډيرو ژورنالیستانو خيالات په ګوته کوي او دوی وايي چې دوی د يرې ترهې سره مخامخ کړې شوي دي.

یو [خبریال] په اسلام آباد کې په یو سخت برید کې ووهل شو او بل په کراچۍ کې ووهل شو. دغه کس ادعا کوي چې دغه کسان، چې د ملکي کسانو په کپړو کې ول، د [پاکستان] د امنیتي ځواکونو غړي ول.

د خبرونو خپرولو په يوې اداره کې يو ډايريکټر وويل چې د چارواکو له کبله د هغوی خپرونې د ګډوډۍ سره مخامخ شوي دي. هغه زياته کړه، "اوس دا د (پوځ) پاليسي ده چې ټول خبرونه کنټرول کړي او د نظر تنوع کمه کړي، نو هر هغه څه چې د هغوی د پاليسۍ خلاف وي، هغوی ورته د یو ګواښ په نظر ګوري."

هغه زياته کړه، "موږ به دا احساس لرلو چې ' تاسو څه غواړئ ولیکئ.' بې شکه، حقایق ترلاسه کړئ. اوس خلک يريږي."

د پاکستان پوځ، چې د اوږدې مودې راهيسې يې دا تورونه رد کړي، تراوسه یې د سي پي جی راپور ته ځواب نه دی ورکړی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500