ديپلوماسي

پومپيو د نوي حکومت سره د اړیکو 'ښه کولو لپاره' په پاکستان کې دی

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

د آمریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو د سپمتمبر په ۵ مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره په اسلام آباد کې روغبړ کوي. [دا تصوير په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوی دی]

د آمریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو د سپمتمبر په ۵ مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره په اسلام آباد کې روغبړ کوي. [دا تصوير په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوی دی]

اسلام آباد -- د امریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۵ مه) په اسلام آباد کې د پاکستاني چارواکو سره يو څو ګهنټې وروسته له هغې دوستانه غونډې وکړې کله چې هغه وويل چې هغه هيله لري چې د پاکستان سره د واشنګټن اړیکو ته "وده" ورکړي.

پومپيو دا غوره بيان يو څو ورځې وروسته له هغې ورکړو کله چې واشنګټن د دې پلان تایید وکړو چې د پاکستان لپاره د ۳۰۰ ميلیونو آمريکايي ډالرو (۳۶.۹ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) پوځي مرستې ختم کړي. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې اسلام آباد د تروريستي ډلو پر ضد اقدامات نه کوي.

خو پومپیو، چې پاکستان ته يې د آمریکې د ستر سفارت کار په توګه لومړی سفر وکړو، وويل چې دا وخت دی چې "نوې دور" پيل کړو.

په اسلام آباد کې، پومپيو او د آمريکې وفد د نوي ټاکل شوي خارجه وزیر شاه محمود قريشي، د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه او وزيراعظم عمران خان سره وکتل، او وروسته يې وویل چې هغه د غونډو د "نتيجو" نه خوشحاله دی.

د آمریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو (چې بريف کيس لري) او د آمريکې د پوځ د مشرانو ګډ مشر جنرل جوزف ډنفورډ د سپتمبر په ۵ مه اسلام آباد ته د خبرو اترو لپاره راورسیدل. [ټويټر/ د بهرنیو چارو سیکریټري مایک پومپيو]

د آمریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پومپيو (چې بريف کيس لري) او د آمريکې د پوځ د مشرانو ګډ مشر جنرل جوزف ډنفورډ د سپتمبر په ۵ مه اسلام آباد ته د خبرو اترو لپاره راورسیدل. [ټويټر/ د بهرنیو چارو سیکریټري مایک پومپيو]

قريشي موافقه وکړه، "موږ يوه ښه غونډه وکړه. زه د غونډو نه ډير خوشحاله يم."

نوی پېل

جنوبي ایشیا ته د سفر کولو نه مخکې په جهاز کې، پومپیو وويل چې هغه غواړي چې د خان د وزيراعظمۍ د دور په پيل کې لومړې پاکستان ته سفر وکړي او هڅه وکړي چې "د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ته وده ورکړي."

هغه وويل، "زموږ د دواړو ملتونو تر منځ ډېرې ننګونې شتون لري، خو مونږ ډاډمن يو او هيله لرو چې د نوي ليډرشپ سره به موږ دوه اړخيزې اړيکي ومومو او موږ کولی شو چې په يو شمېر مشترکه ستونزو باندې کار وکړو."

د آمريکې چارواکو د اوږدې مودې راهيسې غوښنته کړې چې پاکستان د پاکستاني طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې اقدام پورته کړي. دغه وسله وال په افغانستان کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د خوندي پټنځايونو څخه په پراخه توګه بریدونه ترسره کوي.

د امریکې چارواکي وايي، د وسله والو په وړاندې د پاکستان مبارزه په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پایلو په اړه په پریکړه کولو کې مهم رول لوبولی شي.

خان د جولای په ۲۶ مه په تلويزيون باندې د خپلې کامیابۍ په خطاب کې ژمنه کړي وه چې د متحده آیالاتو سره "متوازن اړیکي" ولري او دغه اړیکو ته وده ورکړي.

ګډ اهداف، روغه جوړه

پومپيو وویل، چې د خان انتخاب کولی شي چې دې اړيکو ته وده ورکړي.

هغه وویل، "زه هیله لرم چې مونږ نوی دور پيل کولی شو او پرمختګ کولی شو." "خو اصلي هیلې شتون لري."

پومپيو او خان په دې موافقه وکړه چې په افغانستان کې سوله زمونږ "ګډ هدف" دی.

پومپيو وړانديز وکړو چې د پاکستان لپاره د متحده آیالاتو پوځي مرستې، چې د آمريکې حکومت د جنورۍ په مياشت کې دغه مرستې معطل کړي وې او اړيکي يې متاثره کړې وې، په ښه حالاتو کې بیرته پیل کيدې شي.

هغه وويل، "موږ دا سرچینې په داسې حالاتو کې برابرولې چې د متحده آيالاتو لپاره يې اهميت لرلو ځکه چې زمونږ تعلقات په داسې حالاتو کې ول چې زموږ د دواړو هېوادونو کړنو معنه لرله." هغه زياته کړه، "که چيرې داسې حالات بیا رامنځته شي، نو زه باور لرم چې موږ به صدر ته د دې لپاره جواز وړاندې کړو."

پومپيو تاييد وکړو، زلمې خليلزاد، چې په افغانستان، عراق کې او د ملګرو ملتونو پخوانى سفير دی، به وټاکل شي چې په افغانستان کې د سولې د هڅو مشري وکړي.

هغه وويل، "سفیر خلیلزاد به د بهرنیو چارو ادارې د ټیم سره يو ځای شي چې د روغې جوړې په هڅو کې زمونږ سره مرسته وکړي."

د ډان ورځپاڼې له مخې، پومپيو وويل، موږ پاکستان ته اړتیا لرو چې په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره په جدي ډول زمونږ سره مرسته وکړي."

سم چلند اختيارول

شنونکي وايي، د پومپيو سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل اړیکو د ښه کولو لپاره سم چلند اختياروي.

توصيف احمد خان، چې په کراچۍ کې د سیاسي چارو شنونکی دی، وویل، "د هغه سفر خورا مهم دی ځکه چې هغه وروسته له هغې پاکستان ته سفر کوي کله چې په افغانستان کې په غزني کې برید وشو او د متحده آیالاتو حکومت اعلان وکړو چې د پاکستان لپاره پوځي مرستې معطل کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د پاکستان د نوي حکومت لپاره يوه ښه موقع ده چې د واشنګټن او د ګاونډي هېوادونو، هند او افغانستان سره اړیکي ښه کړي او د دوه اړخيزو ګټو په برخو کې موافقه وکړي."

هغه وویل، "د دغو هیوادونو سره د اړیکو ښه والی به له پاکستان سره مرسته وکړي چې په خپله خاوره کې د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړي."

اسلام آباد ته د سفر کولو نه وروسته به پومپيو هند ته سفر کوي، چیرې چې به هند او د امریکې د دفاع وزیر جیم میټس غواړي چې د خپلو سیالانو سره د دفاع او سوداګرۍ د مسلو په اړه لیدنه وکړي.

[د کراچۍ نه ضياء الرحمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ا دواړو هيوادونو لپاره ښه ده.

ځواب

دا زما خوښ دی

ځواب