بشري حقونه

څېړنه په ډاګه کوي چې چین د موټر جوړولو په برخه کې د مسلمانانو څخه جبري کار اخلي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي راپور

په ۲۰۲۱ کال کې له هوا څخه اخیستل شوی دغه تصویر د چین په شینجیانګ سیمه کې نوي تولید شوي موټرې ښیي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

په ۲۰۲۱ کال کې له هوا څخه اخیستل شوی دغه تصویر د چین په شینجیانګ سیمه کې نوي تولید شوي موټرې ښیي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

څیړنو د شپږ میاشتنۍ څیړنې وروسته د موټر د صنعت او د چین په شینجیانګ سیمه کې د اویغورو له حقونو د سرغړونې تر منځ "لویې او پراخې اړیکې" په ګوته کړي.

د انګلینډ په شیفیلډ سیمه کې د شیفیلډ هالام پوهنتون څیړنو موندلې چې په چین کې د نړیوال اکمالاتو لړۍ "د جبري پروګرامونو او سیستماتیک جبري کار له لارې چلیږي".

نوموړي ټیم د عامه اسنادو له تجزیې وروسته ادعا وکړه چې د چین حکومت په قصدي توګه د کان کیندنې، د خامو موادو پروسس کولو او د موټرو د پرزو تولید شینجیانګ سیمې ته انتقال کړی دی.

په دې اوونۍ کې خپور شوی د دوی راپور وایي، "که تاسو په تیرو پنځو کلونو کې موټر اخیستی وي، ممکن د هغې ځینې پرزې د اویغورو او نورو هغه کسانو لخوا جوړې شوي وي چې په چین کې جبري کار ته اړ شوي وي".

"د عامه موجود اسنادو مشاهدې دا خبره په ډاګه کړې چې د لویدیځ موټر برانډونو او د اویغور د ناوړه استفادې ترمنځ پراخه اړیکې شتون لري، چې په دغه ناوړه استفاده کې د موټر د سټېکرو، فریمونه څخه نیولې تر انجن د کیسونو، داخلي برخه او الیکترانیکس پورې شیان په جبري توګه جوړیدل شامل دي."

دې یادونه وکړه چې د موټر هر لوی برانډ "دا خطر لري چې له هغه شرکتونو څخه یې خدمت ترلاسه کړی کومې چې د اویغور په سیمه کې د سرغړونو سره تړاو لري".

څیړونکو وویل چې زیاتره موټر جوړونکي په ناپوهۍ سره د اویغور سیمې څخه فلزات ترلاسه کوي، ځکه چې د فلزاتو سوداګریز شرکتونه د شینجیانګ د اوسپنو په فابریکو کې مساوي ملکیت لري.

دغه ټیم تور لګولی چې د دې سرغړونې یو لامل د جبري کار د قوانینو په سمه توګه نه پلي کول دی او دویم لامل یې د بیجنګ له خوا "د چاپیریال په معیارونو سترګې پټول دي"، چې دې دواړه لاملونو د اکمالاتو لپاره وضعیت برابر کړی.

ګن شمیر سرغړونې

تیره میاشت، د سایبر امنیت څیړونکو وویل چې دوی د اویغور ژبې په ایپونو کې د چینایي جاسوسۍ یا سپایي ویر شواهد موندلي کوم چې کولی شي د اویغور اوسیدونکو موقعیت معلوم کړي او په چین او بهر کې د هغوی ډیټا راټوله کړي..

په دغه راپور کې ویل شوي، سپایي ویر هیکرانو ته دا توان ورکړی چې حساس معلومات راټول کړي، چې په کې د کارونکو موقعیت، تماسونه، د کال لاګونه، لیکلي پیغامونه او فایلونه شامل دي او همدغه شان دا کولی شي چې عکسونه واخلي او تلفوني خبرې ثبت کړي.

چین د کلونو راهیسې په شینجیانګ کې د اویغورو ډله ییزه څارنه کوي، په ټول ولایت کې یې د څارنې پلیټ فارم جوړ کړیچې د اویغورو د تلیفونونو څخه د هغوی شخصي معلومات راټولوي او د مخ پیژندنې له لارې د دوی حرکتونه تعقیبوي .

د اګست په میاشت کې، د ملګرو ملتونو (UN) یو راپور خپور شو، چې په دغه راپور کې په لیرې لویدیځه سیمه کې د اویغورو او نورو مسلمانو لږکیو د حقونو څخه د سرغړونې یو لړ توضیحات په ګوته شوي دي، او ملګري ملتونه هغه زیاتره تورونه تاییدوي کوم چې فعال ګروپونو، لویدیځ هیوادونو او په جلاوطنۍ کې د اویغور ټولنې مخکې ذکر کړې دي.

دغه راپور د اویغور د بدیل املا په کارولو سره وویل: "د اویغور او نورو مسلمانو ډلو د غړو د خپلسري او تبعیضي توقیف کچه ... ممکن نړیوال جرمونه رامنځته کړي، په ځانګړي توګه د انسانیت پروړاندې جرمونه."

په تورونو کې ډله ایز بندي کول، اجباري کار، اجباري شنډول،سیستماتیک جنسي تیري او د اویغور کلتوري او اسلامي ځایونو ویجاړول شامل دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، "په XUAR [شینجیانګ اویغور خودمختاره سیمه] کې د حکومت له خوا د ترهګرۍ ضد مبارزې او 'افراطیت' ضد ستراتیژیو د پلي کولو په شرایطو کې د بشري حقونو جدي سرغړونې شوې دي."

دغه ارزونې د چین تش په نامه د حرفوي زده کړو او روزنې په مرکزونو (VETCs) کې د خلکو سره د چلند په اړه اندیښنې راپورته کړې.

په دغه راپور کې ویل شوي: "د شکنجې یا بد چلند تورونه، د اجباري طبي چلند او د توقیف ناوړه شرایطو په شمول د منلو وړ دي، لکه څنګه چې د جنس او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي انفرادي پیښو تورونه د منلو وړ دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500