بشري حقونه

څېړونکي وایي چې چینایي جاسوسان د ایپونو له لارې مسلمانان په نښه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یوه مسلمانه ښځه د چین په شينجيانګ کې د خپل ګرځنده تلیفون کارولو پرمهال ګوري. [فریډریک جی براون/ای اېف پي]

یوه مسلمانه ښځه د چین په شينجيانګ کې د خپل ګرځنده تلیفون کارولو پرمهال ګوري. [فریډریک جی براون/ای اېف پي]

د سایبر امنیت څېړونکي وايي چې دوی د ایغور ژبې ایپونو کې د چینایي جاسوسۍ شواهد موندلي چې کولی شي موقعیت تعقیب کړي او په چین او بهر کې د اویغور اوسیدونکو معلومات راټول کړي.

اویغوران د چین په شمال لوېدیځه سیمه شينجيانګ کې په عمده توګه د ترکیې مسلمان اقلیت دی، چېرې چې​​د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویل شوي چې بیجینګ ممکن د بشریت ضد جرمونه کړي وي​​.

د متحده ایالات او په نورو لویدیځو هېوادونو کې قانون جوړونکي وایي چې د چین له خوا له اویغورانو سره چلند د نسل وژنې په معنا دی.

په سان فرانسسکو کې مېشت د سایبر امنیت شرکت لوک آوټ لخوا د نومبر په ۱۰مه د خپور شوي راپور له مخې، له ۲۰۱۸ کال راهیسې، د اویغور ژبې ډېر انډرایډ ایپونه موندل شوي چې د دوه ډوله سپايویر لخوا متاثره شوي چې د چین د دولت تمويل شويو هېکر ډلو سره تړاو لري.

په دې کې لغتونه، مذهبي ایپونه، نقشې او حتی د وټس اېپ جعلي نسخې شاملې دي چې د دریمې ډلې په سټورونو کې شتون لري یا په ټیلیګرام کې د اویغور ژبې چینلونو کې شریک شوي دي.

دوی په رسمي ګوګل پلی سټور کې شتون نلري، کوم چې په چین کې بلاک شوی دی، چۍ په پايله کې چینایي کارونکي د دریمې ډلې ایپ سټورونه استعمالوي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې سپايویر هېکرانو ته دا توان ورکړو چې حساس معلومات راټول کړي، چې د یو کارونکي موقعیت، تماسونه، د کال لاګ، متن پیغامونه او فایلونه پکې شامل دي، او کولی شي عکسونه واخلي او تلیفونونه ريکارډ کړي.

څېړونکو وویل چې دغه ایپونه ممکن د مذهبي افراطیت یا بیلتون غوښتنې د شواهدو موندلو لپاره کارول شوي وي، د کوم لپاره چې اویغوران د څو لسیزو راهیسې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد پراخه عملیاتو د یوې برخې په توګه زنداني شوي دي، چې څارونکي يې په ډله ایزه توګه د توقیف کولو يو کمپاین ګڼي.

په منځنۍ اسیا او ترکیه کې د اویغور مېشتو لوی نفوس هم ژوند کوي.

"دا کمپاین په عمده توګه په چین کې اویغوران په نښه کوي. په دغه راپور کې ويل شوي، که څه هم، موږ د شينجيانګ څخه بهر د مسلمانانو او اویغورانو په پراخه کچه د نښه کولو شواهد وموندل."

"ډېرې نمونې چې موږ یې معاینه وکړه داسې ښکاري چې د نورو هېوادونو لپاره، د افغانستان يا ترکيې په څېر، د نقشه کولو ایپونه دي چې د پام وړ مسلمان نفوس لري.

د څارنې ریاست

چین د کلونو راهیسې په شينجيانګ کې د اویغورانو په ډله ایزه څارنه بوخت دی، چې په ټوله صوبه کې د څارنې یو پلیټ فارم يې جوړ کړی چې د دوی د تلیفونونو څخه د ایغورانو شخصي معلومات راټولوي او​​د مخ پیژندنې له لارې د دوی تګ راتګ تعقیبوي​​.

د متحده ايالاتو د بشري حقونو په سرغړونو کې د لاس لرلو په تور د چين د څارنې او کېمرې په شرکتونو باندې بنديزونه لګول شوې دې.

په بهر کې مېشت ایغوریانو په شينجيانګ کې د چینایي پولیسو لخوا د پولې هاخوا د څارنې او جبر د هڅو په اړه غږ پورته کړی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د متاثره شويو ایپونو نمونې د ۲۰۱۸ کال راهيسې راټولی شوي دي، او د دې کال په دویمه نیمایي کې زياتره ايپونه وموندل شول چې د سپایوير د یو ډول لخوا په نښه شوي دي.

د لوک آوټ څېړونکو ولیکل، "د نړېوال فشار د ډېرېدو سربېره، د چین ګواښونکي لوبغاړي چې د چین د دولت په استازیتوب کار کوي احتمال لري چې د اویغور ژبې مخابراتي پلیټ فارمونو له لارې د اویغور او مسلمان ګرځنده وسیلو کاروونکو په نښه کولو لپاره د څارنې وسایلو ویشلو ته دوام ورکړي."

د اګست په میاشت کې، د ملګرو ملتونو د اوږد انتظار راپور خپور شو، چې په لرې لویدیځه سیمه کې د ایغورانو او نورو مسلمانو اقليتونو د حقونو څخه د سرغړونې په اړه یو لړ توضیحات وړاندې کوي، او په ډېرو هغو تورونو باندې د ملګرو ملتونو مهر لګوي چې فعالو ډلو، د لویدیځ ملتونو او د جلا وطن شويو ایغورانو ټولنې په چين باندې لګولي دي.

دغه راپور د ایغور د بدیل املا په کارولو سره وویل، "د​​ اویغور او نورو مسلمانو ډلو د غړو د خپلسري او تبعیضي توقیف کچه​​ ... ممکن د نړېوالو جرمونو، په ځانګړي توګه د انسانیت پروړاندې د جرمونو، په توګه وګڼل شي."

په دغه تورونو کې په ډله ايزه توګه خلک بنديان کول، اجباري کار، اجباري شنډول، سیستماتیک جنسي تیري، او د اویغور کلتوري او اسلامي ځایونو ویجاړول شامل دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، "په XUAR [د شينجيانګ د اويغور خودمختاره سيمه] کې د حکومت له خوا د ترهګرۍ ضد مبارزې او 'افراطیت' ضد ستراتیژیو د پلي کولو په وخت کې د بشري حقونو جدي سرغړونې ترسره شوي دي."

دغه ارزونې د چین تش په نامه د حرفوي زده کړو او روزنې مرکزونو (VETCs) کې د خلکو سره د چلند په اړه اندېښنې راپورته کړې.

په ياد راپور کې ویل شوي، "د ځورونې یا بد چلند د نمونو تورونه، په شمول د اجباري طبي چلند او د توقیف ناوړه حالات، د اعتبار وړ دي، لکه څنګه چې د جنسي او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي انفرادي پیښو تورونه د اعتبار وړ دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500