امنیت

پاکستاني ځواکونو بلوچستان ته د عملیاتو د انتقال لپاره د داعش د خراسان څانګې هڅې ناکامه کړې دي

د عبدل غني کاکړ لخوا

یو ساتونکی د سپتمبر په ۱۹مه په کراچۍ کې د کرکټ ملي سټيډيم ساتنه کوي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

یو ساتونکی د سپتمبر په ۱۹مه په کراچۍ کې د کرکټ ملي سټيډيم ساتنه کوي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

کویټه -- د امنيتي سرچينو په وينا، د پاکستان امنیتي ځواکونو د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" د خراسان څانګې (د داعش خراسان څانګه) مخه ونیوله چې خپل عملیاتي څانګه ​​له افغانستان څخه​​د پاکستان بلوچستان صوبې ته انتقال کړي.

په راولپنډۍ کې مېشت یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، په مستونګ، کابو، سپلنجي هرنايي او د بلوچستان په نورو سیمو کې د داعش په پټنځایونو وروستیو بریدونو په سیمه کې اورپکۍ ډلې ته لوی ګوزار ورکړی دی.

هغه وویل، دغه عملیات د داعش د خراسان څانګې د نهه مطلوبو مشکوکو کسانو د وژلو او د اوو مشکوکو مشرانو د نیولو لامل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې نیول شویو کسانو څرګنده کړه چې د داعش د خراسان څانګې غوښتل چې "په ننګرهار، کونړ، پکتیکا او د افغانستان په ځینو نورو ناکراره سیمو کې د بدلیدونکي امنیتي وضعیت له امله" بلوچستان ته کډه وکړي او هلته يوه اډه جوړه کړي.

يادې سرچینې وویل، د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي اسناد په سیمه کې د داعش د خراسان څانګې تنظیمي جوړښت هم په ډاګه کوي.

هغه زياته کړه، "پاکستان هوډ لري​​چې د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي​​او هېڅکله به هېڅ يوې ډلې ته اجازه ورنکړي چې سیمه بې ثباته کړي."

يادې سرچینې یادونه وکړه، "پاکستان په دوامداره توګه له افغانستان څخه غوښتنه کړې چې د پولې مؤثر مدیریت تضمین کړي، خو هېڅ نتیجه لرونکې تګلاره نده کارول شوې."

سید اسد رضا، چې پخوا یې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پر ضد دنده ترسره کوله، پاکستان فارورډ ته وویل، د داعش خراسان څانګه له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې په پاکستان کې نفوذ ترلاسه کړي.

رضا وویل، سیمه ایز تسهیل کوونکي چې یو وخت د نورو منع شويو اورپکو ډلو برخه وه، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او لشکر جهنګوي (اېل اي جی) په ګډون، په هېواد کې په تېرو عملیاتو کې وژل شوي دي.

هغه وویل، "داعش هڅه کوي چې په پاکستان کې افراطیت ته ... وده ورکړي، او د دې ډلې اصلي موخه د فرقه یي فسادونو له لارې د بې ثباتۍ فضا رامنځته کول دي."

د رضا په وینا، د بلوا ضد وروستیو هڅو هغه بريدونه ناکامه کړل چې له ایران څخه د کویټې او تفتان له لارې په شیعه زیارت کوونکو باندې پلان شوي ول.

هغه وویل، "د داعش خراسان څانګه هره ممکنه هڅه کوي چې د بلوچستان په قبایلي سیمه کې خپل نفوذ پیدا کړي."

"د پاکستان او افغانستان سرحدي سیمو امنیت په بې ساري ډول زیات شوی دی. دا زموږ ترټولو مهم لومړیتوب دی​​چې له افغانستان څخه پاکستان ته د افراطیانو د ننوتلو مخه ونیسو."​

هغه زیاته کړه، په بلوچستان کې روان بغاوت د ترهګرۍ د یوې نوې څپې یوه برخه ده چې هدف یې دا دی چې​​د بهرنۍ پانګونې مخه ونیول شي.​

د ثبات ډاډ ورکول

په اسلام آباد کې مېشت د امنیتي چارو یو سينير شنونکي ميجر (ريټايرډ) محمد عُمر وویل، "بلوچستان او د پاکستان ځینې قبایلي سیمې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د اورپکۍ لخوا ځپل شوي دي. په سیمه کې په روان بدلیدونکي حالاتو کې، دا د وخت اړتیا ده چې د کړکیچنو سیمو د امنیتي وضعیت بیا ارزونه وشي."

هغه وویل،"دې ټول وضعیت ته باید په دې تناظر کې وکتل شي چې داعش په سیمه کې تر کومه حده ځان فعال ساتلی شي."

کيپټن (ريټايرډ) عبدالخالق اچکزۍ، چې د بلوچستان عوامي ګوند مرکزي مرستیال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، حکومت باید سرحدي قومونه هم په اعتماد کې واخلي ترڅو په هېواد کې د داعش او ټي ټي پي وسله والو مخه ونیول شي.

هغه وويل، "په پاکستان کې امنیتي وضعیت د هېواد له سیاسي ثبات سره مستقیم تړاو لري. افراطیت او روانه ګډوډي تر هغه وخته پورې پای ته نشي رسيدې ترڅو چې په هېواد کې سیاسي ثبات تامین شوی نه وي."

هغه وويل، "د پاکستان د بې ثباته کولو هڅې له داخلي تسهیلوونکو پرته نشي بریالي کېدې. حکومت باید هغه دسیسو ته پام وکړي چې د سولې ضد ډلو د بیا راژوندي کولو لپاره تر سره کیږي چې په لویه کچه د هغه عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړل شوي وې کوم چې​​د ترهګرۍ ضد ملي عمل پلان (اېن ای پي)​​لاندې ترسره شوې ول." هغه دغه څرګندونه هغه څو کلنۍ ستراتیژۍ ته په اشارې سره وکړه چې حکومت د ۲۰۱۴ کال د دسمبر څخه وروسته پېل کړه کله چې​​د پېښور په آرمي پبلک سکول باندې ډله ایز برید وشو​​.

هغه وویل، د سولې ضد ډلې کولی شي په دې ورځو کې د دولتي ادارو او عامو خلکو ترمنځ د رامنځته شوې خلا څخه ګټه پورته کړي.

اچکزۍ وويل، "دا ډېره اړینه ده چې د دې وسله والو سره د مبارزې لپاره ځایي قومونه په اعتماد کې واخیستل شي، کوم چې​​د محلي خلکو پوښ کاروي​​.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په پاکستان کې د داعش مخ په زیاتیدونکی نفوذ له اسانتیا پرته په هېڅ صورت ممکن نه دی، که پاکستان غواړي له دې آفت سره مقابله وکړي، دا باید له هغو عناصرو سره مقابله وکړي چې فرقه یي افراطیت ته لمن وهي او په هېواد کې د داعش لپاره لاره هواروي.

ځواب

ډېره ښه تجزيه. زه فکر کوم چې دا یو حقیقت دی چې په بلوچستان کې د ترهګرو فعالیتونه مخ په زیاتیدو دي او د داعش او نورو په وړاندې د کوټلي ګام پورته کولو اړتیا ده.

ځواب