تروريزم

په سوریه کې د داعش د مشر وژل د دې ډلې ترهګریز عملیات د پام وړ کمزوري کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو انځور په سړک کې دوه کندې ښیې چېرې چې د متحده آیالاتو بې پیلوټه الوتکې د جولای په ۱۲مه د سوریې په شمال کې جنديرس ته نږدې په خلتان کلي کې د داعش د سوریې مشر مهیر الاغال په نښه کړی و. [رامي السید/ای اېف پي]

یو انځور په سړک کې دوه کندې ښیې چېرې چې د متحده آیالاتو بې پیلوټه الوتکې د جولای په ۱۲مه د سوریې په شمال کې جنديرس ته نږدې په خلتان کلي کې د داعش د سوریې مشر مهیر الاغال په نښه کړی و. [رامي السید/ای اېف پي]

تېره هفته په سوریه کې د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" (داعش) د لوړ پوړي مشر مرګ د دغه ترهګرې ډلې لپاره یو بل ګوزار دی چې په ۲۰۱۹ کال کې یې وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه.

پنټاګون او سیمه ییزو سازمانونو وویل، په سوریه کې د داعش مشر د جولای په ۱۲مه د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې هغه مهال ووژل شو کله چې هغه په حلب صوبه کې په موټرسایکل روان و.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې (سينټکوم) ویاند لیفټیننټ کرنل ډیو ایسټبرن وویل، مهیر الاغال جندیرس ښارګوټي ته نږدې ووژل شو، او د هغه یو لوړ پوړی ملګری په برید کې سخت ژوبل شو.

پنټاګون وويل، الغال د داعش له پنځو مخکښو مشرانو څخه و او په سوریه کې د داعش مشر و.

پنټاګون وويل، ملبه په هغه ځای کې لیدل کېدې شي چېرې چې د جولای په ۱۲مه د شمالي سوریې خلتان کلي ته نږدې د متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکې د داعش د سوریې مشر مهیر الاغال په نښه کړی و. الاغال په موټرسایکل روان و کله چې هغه وژل شو او د هغه یو لوړپوړی ملګری سخت ژوبل شو. [رامي السید/ای اېف پي]

پنټاګون وويل، ملبه په هغه ځای کې لیدل کېدې شي چېرې چې د جولای په ۱۲مه د شمالي سوریې خلتان کلي ته نږدې د متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکې د داعش د سوریې مشر مهیر الاغال په نښه کړی و. الاغال په موټرسایکل روان و کله چې هغه وژل شو او د هغه یو لوړپوړی ملګری سخت ژوبل شو. [رامي السید/ای اېف پي]

په دغه ډله کې د یو لوړ پوړي مشر سربیره، الاغال له عراق او سوریې څخه بهر په جدي توګه د داعش شبکې د پراختیا د تعقیبولو مسولیت په غاړه لرلو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې تایید کړه چې الاغال د حلب په شمال لویدیځ کې د جندیرس په ضلعه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د متحده ایالاتو صدر جوبایډن وویل چې برید "یو کلیدي ترهګر له میدانه لرې کوي او په سیمه کې د خپلو عملیاتو د پلان کولو، د سرچینو ترلاسه کولو او عملياتو په ترسره کولو کې د داعش وړتیا خورا ډېره کموي".

سينټکوم په یو بیان کې وویل، "په دې عملیاتو کې په پراخه کچه پلاننګ کول شامل ول ترڅو په بریالي توګه د دې ترسره کول يقيني کړي."

د سينټکوم يو بل ویاند کرنل جو بوکینو وویل، "دا برید د سیمې لپاره د سينټکوم کلکه ژمنتیا او د داعش د تلپاتې ماتې تصدیق کوي."

هغه وویل، "د داعش د دغو مشرانو له منځه وړل به د تروریستي سازمان وړتیا له منځه یوسي چې نور پلانونه جوړ کړي او نړېوال بریدونه ترسره کړي."

که څه هم داعش اوس هم په مختلفو هیوادونو کې فعالیت لري، ​​دا له هغه وخت راهيسې ځمکنۍ اډه نه لري کله چې نړېوال ایتلاف په ۲۰۱۹ کال کې د سوریې په البغوز ښار کې د دې وروستی پټنځای ونیولو ​​.

د احرار الشرقیه سره اړیکې

د بې پیلوټه الوتکې د برید په ځای کې، په سړک کې دوه کوچنۍ کندې وې او د ویجاړ شوي موټرسایکل ملبه پرته وه.

ځایي کلیوالو ای اېف پي ته وویل چې د داعش دوه عناصر په هغه سیمه کې ژوند نه کولو چېرې چې دوی وژل شوي وو.

د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو (SDF) ویاند وويل، دواړو کسانو د احرار الشرقیه سره اړیکې لرلې، چې يوه وسله واله ډله ده او د سوریې په شمال کې فعالیت کوي.

دې ډلې د داعش او نورو سخت دریځو ډلو پخواني مشران او غړي یوځای کړي او د سوریې په شمال کې یې بریدونه ترسره کړي دي.

احرار الشرقیه په ۲۰۱۹ کال کې د مشهورې کردۍ ښځینه سياستدانې حویرین خلف د وژلو مسوليت په غاړه لرلو، چې په نړیواله کچه يې غندنه شوې وه.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت دا ډله او د هغې دوه مشران د ۲۰۲۱ کال په جولای کې د ملکي خلکو پروړاندې د ناوړه چلند په تور د بندیزونو په تور لیست کې واچول.

د خزانې وزارت په هغه وخت کې وویل، "احرار الشرقیه د ملکي خلکو په ځانګړي توګه د سوریې د کردانو په وړاندې ډېر جرمونه کړي دي، چې پدې کې غیرقانوني وژنې، تښتول، ځورونه او د شخصي ملکیتونو نيول شامل دي."

د افراطي مشرانو په نښه کول

د جون په ۱۶مه، د متحده آيالاتو په مشرۍ نړېوالو ایتلافي ځواکونو د سوریې په شمال کې له سهار وختي مخکې په هوايي عملیاتو کې د داعش یو جګپوړی بم جوړونکی ونیولو.

د SDF غړو د حلب صوبې عملیاتو په چمتووالي کې برخه اخیستې وه.

نړېوال ایتلاف وویل، "نیول شوی کس یو تجربه کار بم جوړونکی او عملیاتي تسهیلوونکی دی چې د داعش د سوریې د څانګې یو له لوړ پوړو مشرانو څخه و."

واشنګټن پوسټ راپور ورکړو چې امریکایي چارواکو هغه د هاني احمد الکردي په نوم وپیژندلو، چې د "الرقه د ولي" په نوم هم پیژندل کيږي. الرقه د داعش پخوانی اصلي مرکز و.

د متحده آيالاتو پوځ او د څار ډلې وويل، د جون په ۲۷مه د سوریې په شمال لویدیځ کې د ادلب ښار په څنډه کې د متحدہ آیالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یمن ​​د القاعدې سره تړلې حراس الدین​​یو مشر ووژل شو.

ابو حمزه الیمني د برید پر مهال د ادلب ښار او قمیناس ښارګوټي ترمنځ پر سړک د برید پر مهال په موټرسایکل یوازې روان و.

د فبرورۍ په ۳مه نېټه، د داعش مشر ابو ابراهیم القرشي ​د سوریې په ادلب صوبه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې​ځان ته چاودنه ورکړه​​.

د داعش مشهور مخکینی مشر، ​​ابوبکر البغدادي،​​په ۲۰۱۹ کال کې هم په ادلب کې په ورته برید کې وژل شوی و.

په دواړو عملیاتو کې د SDF غړو برخه اخيستې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500