تروريزم

جعلي ادعاګاني مخ په ډيريدو دي، په داسې حال کې چې داعش په پاکستان او افغانستان کې له ستونزو سره مخامخ دی

د ضياء الرحمان لخوا

د داعش وسله وال په صف کې ولاړ دي مخکې له دې چې سیمه ایز چارواکي هغوی د نومبر په ۱۷ مه د افغانستان په جلال آباد کې ميډيا ته وړاندې کړي. په تیرو دوو میاشتو کې د داعش له ۱،۴۰۰ څخه زیات جنګیالي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. [خالد زیری]

د داعش وسله وال په صف کې ولاړ دي مخکې له دې چې سیمه ایز چارواکي هغوی د نومبر په ۱۷ مه د افغانستان په جلال آباد کې ميډيا ته وړاندې کړي. په تیرو دوو میاشتو کې د داعش له ۱،۴۰۰ څخه زیات جنګیالي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. [خالد زیری]

کراچۍ -- "داعش په پاکستان کې د حملو جعلي ادعاګاني کوي ځکه چې دا تروريستي ډله په نړۍ کې په دوامداره توګه له ماتې سره مخ ده.

په پاکستان او افغانستان کې د تروريستي ډلې خراسان څانګې، چې د داعش د خراسان څانګې په نوم پیژندل کیږي، د دسمبر په ۴ مه ادعا وکړه چې د دې جنګیالیو د پاکستان د استخباراتو یو افسر د خېبر پښتونخواه په مهمند ضلعه کې د لاس جوړې شوې چاوديدونکي وسيلې (آی اي ډي) په چاودنه کې وژلی دی.

په یوې بله ادعا کې، د داعش خراسان څانګې د دسمبر په ۸ مه وویل چې دې د بلوچستان صوبې په مستونګ ضلعه کې د دغه استخباراتي ادارې یو بل چارواکی ژوبل کړی وو.

دواړه ادعاګانې دروغ ثابت شوې.

د داعش د ځینو غړو منظر کله چې دوی په نومبر کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د داعش د ځینو غړو منظر کله چې دوی په نومبر کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د قانون پلي کوونکو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "په تیره هفته کې په دې سیمو کې پر امنیتي چارواکو هيڅ بریدونه نه دي شوي."

عالمګیر خان، چې په مهمند کې يو خبریال دی، وویل، "د داسې پیښو په اړه راپور نه دي ورکړل شوي."

دغه ډلې په دې ورستیو کې داسې جعلي ادعاګانې کړي چې په حقیقت کې نه دي شوي.

د داعش خراسان څانګې د سپتمبر په ۱۹ مه په مستونګ ضلعه کې د نیم پوځي سرتیري د وژلو ادعا وکړه. نامعلومو موټرسایکل چلوونکو هغه په ډزو وویشتلو او ويې وژلو.

دې په ورته ډول د سیپتمبر په ۲۰ مه د مهمند ضعلې په بایزۍ سیمه کې د آی اي ډي د ځای پرځای کولو ادعا وکړه. په دغه چاودنه کې دوه امنیتي پرسونل ووژل شول.

د قانون پلي کونکو چارواکو وویل، چې د قانون پلي کونکو او استخباراتي ادارو په کلکه د دې ادعاګانو ارزونه وکړه.

يو امنيتي چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اترو اجازه نه لرله، وویل، "خو دا ادعاګاني دروغ دي، او د داعش خراسان څانګه یوازې غواړي چې په هيواد کې ویره خپره کړي."

هغه وویل، "موږ باور لرو چې بریدونه د ځایي وسله والو لخوا ترسره شوي ول او د داعش خراسان څانګه د دغه حملو کريډيټ واخيستو څو د داعش د خراسان څانګې او نورو وسله والو په وړاندې د روانو عملیاتو نه د خلکو پام واړوي."

د ماتې پټول

د نړیوالې ترهګرۍ فهرست، چې په سیډني کې د اقتصاد او سولې انسټیټوټ لخوا خپور شوی دی، له مخې، په ۲۰۱۴ کال کې له دې جوړيدو راهيسې، د داعش خراسان څانګه په پاکستان او افغانستان کې د لږ تر لږه ۲،۸۰۰ مرګونو او د ترهګرۍ اړوند ۴۱۹ پيښو مسؤلیت په غاړه لري.

زیاتره قربانیان ملکیان ول.

د داعش خراسان څانګې تر ټولو زيات وژونکی ۲۰۱۸ کال وو. د ترهګرۍ پورې اړوند مرګونه ۲۴٪ زيات شول، چې په ۲۰۱۷ کال کې د ۸۹۱ نه ۱،۰۶۰ ته په ۲۰۱۸ کال کې زيات شول. د دغه فهرست له مخې، د داعش خراسان څانګې ته منسوب مرګونه ۱،۰۶۰ ول، چې لږ تر لږه ۷۵٪ په افغانستان کې رامنځته شوي ول، ورپسې په پاکستان او هندوستان کې په ترتیب سره ۲۴۱ او پنځه مرګونه پيښ شوي ول.

که څه هم، دواړه د داعش خراسان څانګه او داعش اوس له ماتې سره مخ دي.

د مارچ په میاشت کې، د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې د سوریې جنګیالیو داعش په منځني ختیځ کې د خپلې وروستۍ حوزې نه وویستو، چیرې چې دغه تروريستي ډلې یو وخت په عراق او سوریه کې په پراخه سيمه کنټرول لرلو.

د داعش فراري مشر ابو بکر البغدادي د اکتوبر په ۲۶ مه په شمال لویدیز سوریه کې د متحده ايالاتو ځانګړيو ځواکو لخوا د شپې په يو بريد کې د ګڼ شمير نورو وسله والو سره ووژل شو. دغه بريد هغه وخت پای ته ورسيدو کله چې البغدادي په يو غار کې پټ شوی وو او هغه هلته کې ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړه چې ځان او ورسره خپل درې ماشومان یې ووژل.

په مینځني ختیځ کې د داعش پروړاندې کاميابو نه یوازې په نړۍ کې بلکې په پاکستان او افغانستان کې هم د ترهګرۍ لپاره لوی ګوزار ثابت شوی، چیرې چې دې ډلې په جنوري ۲۰۱۵ کال کې د داعش د خراسان څانګې جوړيدو اعلان وکړو.

د دغه تروريستي ډلې پر وړاندې د حکومتي عملیاتو په لړ کې، د داعش خراسان څانګه د افغانستان په ننګرهار صوبه کې له ماتې سره مخ ده، او د دې ډلې سلګونه جنګیالي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په تیرو دوو میاشتو کې د داعش شاوخوا ۱،۴۵۰ جنګیالي او د هغوی د کورنۍ غړي حکومت ته تسلیم شوي دي.

د داعش خراسان څانګې په خپله د نومبر په ۱۷ مه يو بيان خپور کړو او په ننګرهار کې يې د دې ډلې ماتې ومنله، او زیاته یې کړه چې د دوی غړو هیڅ ډول ګولۍ نه لرلې او دا چې دوی د لوږي نه مړه کيدل.

دغه وسله والې ډلې په ټيلي ګرام باندې په یوې خپره شوې اعلامیه کې وويل، "موږ تر هغه وخت پورې د امریکې د بمبارۍ پر ضد مزاحمت وکړو کله چې موږ باغوز [سوریه] نه وتښتيدو، او موږ په ننګرهار کې تر هغه وخت پورې جګړه وکړه چې موږ سره مهمات پاتې نه شول."

د داعش په تسليم شويو جنګیالیو کې یو کس تایید وکړو چې دې ډلې په وروستیو ورځو کې د خوړلو لپاره هیڅ نه لرل او وسله والو له تسلیمیدو پرته بله چاره نه لرله.

د ننګرهار صوبې د اچین ضلعې قومي مشر حاجي تور سلیمانخېل وویل، "د داعش ډلې جنګیالو په ګډه تسليم کيدل په حقیقت کې په افغانستان کې د دې ډلې د ماتې يو اعتراف دی."

په عين حال کې، د پاکستان امنیتي ځواکونه د دې تروریستي ډلې پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

د سیند صوبې پولیسو د فبرورۍ په ۲۸ مه د بلوچستان صوبې په دهادړ کې د ډزو په تبادله کې د داعش خراسان څانګې دوه مشران ووژل.د چارواکو له مخې، مولوي عبدالله بروهي او عبدالحفیظ پندراني په ترتيب سره په سیند صوبه کې د داعش مشر او مرستیال وو.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په ۲۰ جولای ۲۰۱۸ هدایت الله ووژلو. هدايت الله یوه هفته مخکې په مستونګ کې د انتخاباتي غونډې په مراسمو کې د ځانمرګي برید پلان جوړونکی و. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د وسله والو فعالیتونه د دوی په اړه د خبرو کولو سره ملاتړ ترلاسه کوي.

ځواب