امنیت

د داعش بریدونو د افغانستان د شمالي صوبو اوسېدونکي اندېښمن کړي دي

د محمد قاسم لخوا

یو ژوبل شوی افغان سړی د اپرېل په ۲۱مه په مزارشریف کې د شیعه سه دوکان په جومات کې په یوه بمي چاودنه کې له ژوبل کېدو وروسته په هسپتال کې علاج ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

یو ژوبل شوی افغان سړی د اپرېل په ۲۱مه په مزارشریف کې د شیعه سه دوکان په جومات کې په یوه بمي چاودنه کې له ژوبل کېدو وروسته په هسپتال کې علاج ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

کندوز -- د بلخ، کندوز، تخار او بدخشان صوبو اوسېدونکي له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان د پولو په اوږدو کې د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" (داعش) د مخ په زياتيدونکو بریدونو په اړه اندېښنې راپورته کوي.

د داعش سیمه ایزې خراسان څانګې په تېرو نهو میاشتو کې په ټول هېواد کې ګڼ شمېر وژونکي بریدونه ترسره کړي چې لسګونه کسان پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې، د داعش خراسان څانګې د بمي چاودنو، چې جوماتونه، سکولونه او کوچني بسونه پکې په نښه شوي وو، او همدارنګه په تاجکستان او ازبکستان باندې د راکټي بریدونو مسؤلیت منلی دی.

په وروستۍ ادعا کې، داعش د مۍ په ۷مه په ټیلیګرام کې وویل چې په تخار صوبه کې يې له خواجه غار څخه د پولې هاخوا د تاجکستان په یوې پوځي اډې اووه توغندي توغولي دي.

په کندوز کې د مدني ټولنې یو فعال ربیع الله مهتشم وویل، په افغانستان کې د واک له وروستي خلا څخه په ګټه اخیستلو سره، د داعش خراسان څانګې په ټول هېواد کې خپل خوځښت زیات کړی دی.

هغه وویل، "په کابل، بلخ، ننګرهار او د هېواد په نورو برخو کې وروستۍ پېښې په افغانستان کې د تاوتریخوالي نوې څپې په ګوته کوي."

"اوسنی حکومت باید دا کار ودروي."

هغه وویل، "زموږ معلومات ښیي چې د کندوز صوبې په ځېنو برخو کې نقاب پوش کسان شتون لري."

هغه زیاته کړه. "داعش د هېواد په شمالي صوبه کې په فعاله توګه استخدام کوي." "که د دوی مخه ونه نیول شي، دوی به یوه لویه ستونزه جوړه شي."

داعش هېڅ رحم نه لري

د کندوز صوبې یو اوسېدونکي محمد رحیم رحیمي وویل، "دا ځل له بده مرغه داعش زموږ د وینو لپاره تږی دی." "دوی په هیچا رحم نه کوي."

هغه وویل، "د هرې ورځې په تېرېدو سره، داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل صفونه پیاوړي کړي." "له بده مرغه، په هېواد کې د دغې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره هېڅ پلان نشته."

رحیمي وویل، نړېواله ټولنه باید په افغانستان کې د داعش ګواښ کم ونه ګڼي او د ګډو سیمه ییزو او نړېوالو هڅو له لارې د دې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو مخه ونیسي.

د دغې ترهګرې ډلې بريدونه د افغانانو له پراخې غندنې سره مخامخ شوې دي.

د بلخ صوبې په مرکز مزارشريف کې په سلګونو اوسېدونکي د اپرېل په ۲۲مه په ښار کې د ماتم کولو لپاره راټول شول يوه ورځ وروسته له هغې کله چې د شيعه ګانو په سه دوکان جومات کې يوه چاودنه وشوه او ۱۲ کسان پکې ووژل شول.

د داعش خراسان څانګې د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیستو.

ماتم کوونکي بمي دغه چاودنه وغندله او د داعش په دوامداره بریدونو یې خپلې اندیښنې څرګندې کړې.

د مزارشريف يو اوسېدونکي سيد قربان رضایي وويل، د بې ګناه خلکو وژل، په ځانګړې توګه د روژې په مبارکه مياشت کې، د انسانيت خلاف جرم دى.

هغه زیاته کړه، هر هغه ډله چې د مسلمانانو ډله ییزه وژنه ترسره کوي، د اسلام له تعليماتو څخه خبر نه ده.

رضایي وویل، "دغې خونړۍ ډلې په وروستیو بریدونو کې په سلګونو کورنۍ د خپلو عزیزانو په له لاسه ورکولو سره غمجنې کړې دي." "دوی یتیم ماشومان، کونډې ښځې او هغه ماشومان لري چې له خپلو مور او پلار څخه لرې شوې دي."

هغه وویل، هرې کورنۍ د دوو یا درېو غړو د مرګ یا ژوبل کېدل ليدلي دي.

"د دې جنایتونو مرتکبین به په دوزخ کې سوځي."

د بمبارۍ د قربانیانو یو خپلوان قمبر علي حسیني وویل، داعش د ټولو افغانانو دښمن دی.

د شیعه هزاره ګانو ټولنه، چې د افغانستان د ۳۸ ملیونه وګړو ۱۰-۲۰ فيصده برخه ده، له اوږدې مودې راهیسې د تروریستي بریدونو هدف پاتې شوی دی -- چې ډېر پکې د داعش لخوا ترسره شوې دي.

هغه وویل، "داعش هېڅوک نه معاف کوي. دغه ډله د خلکو له وینې تویولو څخه خوند اخلي."

هغه وویل، "د داعش هدف د افغانانو ویجاړول او وژل دي، ځکه چې دا نه غواړي افغانان په امن او سوکالۍ کې ژوند وکړي."

هغه وویل، افغانان باید د دې تروریستي ډلې پر ضد راپورته او چمتو شي. که نه نو په افغانستان کې به ټولې توکميزې ډلې په تدريجي ډوله له مرګ سره مخامخ شي.

مخ پر ودې ګواښونه

په بدخشان صوبه کې د پوځي چارو کارپوه عزیزالله ایوبي وویل، د داعش خراسان څانګه په ټول هېواد کې خپل فعالیتونه پراخه کړي او اوس په سیمه کې د نورو هېوادونو ثبات هم ګواښي.

"داعش د افغانانو له ناوړه وضعیت څخه ګټه پورته کوي او هغوی هڅوي چې د دوی سره یوځای شي."

هغه وویل، "په هېواد کې د بې کارۍ او بې ‌وزلۍ زیاتوالی د داعش لپاره یوه لاسته راوړنه ده، ځکه چې دغه ډله ځوانان استخداموي او هغوی ته د میاشتې تنخواګانې ورکوي"

په تخار صوبه کې د مدني ټولنې یوې فعالې فاطمې سکندري وویل، تر څو چې په افغانستان کې د داعش د ماتولو لپاره سمبال ځواک جوړ نه شي، دا ډله به د لا زیاتو سیمو نیولو ته دوام ورکړي.

هغې وویل، "د داعش د ماتولو لپاره په هېواد کې د یو ښه سمبال شوي ځواک رامنځته کول مهم دي." "که نه نو، دا ترهګره ډله به هره ورځ بې ګناه خلک ووژني."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500