امنیت

د مزارشریف په جومات باندې د داعش بريد د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکی ګواښ په ګوته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

یو ژوبل شوی افغان سړی د اپرېل په ۲۱مه په مزارشریف کې د شیعه ګانو په یو جومات د داعش په برید کې له ژوبل کېدو وروسته په هسپتال کې علاج ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

یو ژوبل شوی افغان سړی د اپرېل په ۲۱مه په مزارشریف کې د شیعه ګانو په یو جومات د داعش په برید کې له ژوبل کېدو وروسته په هسپتال کې علاج ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

کابل -- لږ تر لږه ۱۶ کسان د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۱ مه) په مزار شریف کې د شیعه ګانو په یو جومات کې د ۱۲ کسانو په ګډون په بمي چاودنو کې ووژل شول، چې د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) يې ادعا کړې ده.

دغې ډلې په یو بیان کې وويل، "د خلافت عسکرو د چاودیدونکو توکو څخه ډکه کڅوړه جومات ته دننه کړه" او له لرې څخه یې وروسته له هغې دې ته چاودنه ورکړه کله چې جومات له عبادت کوونکو څخه ډک شو.

په جلا توګه، په کندوز کې، لږ تر لږه څلور کسان د یوې چاودنې له امله ووژل شول او ۱۸ نور ژوبل شول. د پولیسو ویاند عبیدالله عبیدي د ای اېف پي سره په خبرو اترو کې دغه چاودنه یو بایسکل بم ته منسوب کړه چې هغه ګاډی يې په نښه کړو چې میخانیکونه يې وړل.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د مزارشریف له سه دوکان جومات څخه هسپتال ته د قربانیانو د لېږد په اړه ډاروونکي انځورونه خپاره کړل.

دغه عکسونو، چې په خپلواکه توګه نشي تایید کېدې، یو منظر وښودلو چې د مات شويو شیشو څخه ډک و.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند احمد ضیاء زنداني ای اېف پي ته وویل، "وینه او ویره هر ځای ده." هغه زیاته کړه چې په هسپتال کې د خپلو خپلوانو د خبر په لټه کې "خلکو چیغې وهلې".

هغه وویل، په چاودنه کې دولس تنه ووژل شول او ۵۸ نور ژوبل شول -- چې د ۳۲ تنو پکې حالت نازک دی.

زنداني وویل، "د قربانیانو خپلوان د خپلو خپلوانو او عزیزانو په لټه کې د ښار هسپتالونو ته راروان ول. ډېر اوسیدونکي هم د وینې ورکولو لپاره راغلي وو."

داعش یوازې د دوشنبې په ورځ (د اپرېل په ۱۸مه) په ازبکستان باندې له ګاونډي افغانستان څخه د راکټي برید ادعا وکړه، چې د دې ډلې لخوا د منځنۍ اسیا په يو هېواد باندې لومړۍ ورته بمباري ده.

په دې هفته کې د شیعه ضد دوهم برید

دا په روانه هفته کې په یو شیعه هدف باندې دوهم برید دی وروسته له هغې چې د سه شنبې په ورځ په کابل کې په يو څو چاودنو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ژوبل شول.

عیني شاهدانو وويل، لومړۍ چاودنه د ممتاز ټيوشن مرکز ته څېرمه وشوه او وروسته په دشت برچي، چې زياتره د شیعه هزاره ګانو سيمه ده، کې د عبدالرحیم شهید هايي سکول ته څېرمه دوه پرله پسې چاودنې وشوې.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د سه شنبې د ورځې د برید مسوولیت نه دی منلی.

د شیعه هزاره ګانو ټولنه، چې د افغانستان د ۳۸ ملیونه وګړو ۱۰-۲۰ فيصده برخه ده، له اوږدې مودې راهیسې د تروریستي فعالیتونو هدف پاتې شوی دی -- چې ډېر پکې د داعش لخوا ترسره شوې دي.

د داعش خراسان وژونکی ریکارډ

داعش په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ځینو خونړیو بریدونو ادعا کړې ده.

د ځايي خلکو په وینا، د اکتوبر په ۸ مه، د داعش د خراسان څانګی یو ځانمرګي بریدګر په کندوز کې یو جومات په نښه کړو، چې شاوخوا ۱۰۰ شیعه مسلمانان پکې ووژل شول او په سلګونو نور پکې ژوبل شول.

د تېر کال د مۍ په میاشت کې لږ تر لږه ۸۵ کسان -- چې زياتره یې ښځینه زده کوونکي وو -- ووژل شول او نږدې ۳۰۰ نور ژوبل شول کله چې په دشت برچي سيمه کې د دوی سکول ته څېرمه درې بمي چاودنې وشوې.

د دغې وژنې پړه هېڅ يوې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په میاشت کې داعش په همدې سیمه کې په یو تعليمي مرکز د ځانمرګي برید پړه منلې وه چې د زده کوونکو په ګډون ۲۴ کسان پکې وژل شوې ول.

د ۲۰۲۰ کال د مۍ په مياشت کې، دا ډله په ورته ګاونډ کې د هسپتال د زیږون په وارډ کې د خونړي برید په تور تورن شوه چې د نويو میندو، نويو زيږيدل شويو ماشومانو او نرسانو په ګډون ۲۵ کسان پکې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د طالب، داعش او نورو ترهګرو تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارو لاس دی. په نړۍ او بالخصوص په سیمه کې چې څومره دهشت ګرد ډلې دي د دې تولو ریښې په یو نه یو ډول له پاکستان څخه خړوبیږي. پرون په کراچۍ کې یوې بلوچې مبارزې د پاکستان د مرتد فوج په حامي چینایانو باندې حمله کړې او څو تنه چینایان چې د بلوچانو د ریسورسز د لوټلو لپاره د پاکستان مرتد فوج سره مرسته کوي، وژلي دي. زه له نړۍ والې ټولنې او بالخصوص له امریکا نه غواړم چې په سیمه کې د چین د کالونایزیشن د مخنیوي لپاره له بلوچ مبارزانو او له پي ټي ایم سره مرسته وکړي چې د پاکستان په نوم ډیران ختم کړي، پښتانه، بلوچان او سندیان د خپلو خپلو ملکونو مالکان شي او پنجابیان تورې کونې بیرته په انډیا ور شریک شي.

ځواب