امنیت

داعش د منځنۍ اسیا پر هېوادونو بریدونه زیات کړي او تاجکستان یې په راکټونو په نښه کړی

د پاکستان فارورډ له خوا

د تاجکستان امنیتي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د دسمبر د یوې غونډې په ترڅ کې لیدل کيږي. [د تاجکستان مطبوعاتي خدمت/فلېکر]

د تاجکستان امنیتي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د دسمبر د یوې غونډې په ترڅ کې لیدل کيږي. [د تاجکستان مطبوعاتي خدمت/فلېکر]

د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) اورپکو ادعا کړې چې د شنبې په ورځ (د مۍ ۷ مه) یې په تاجکستان کې د سرحدي ساتونکو پر پوستونو څو راکټونه وتوغول، چې څو هفتې مخکې د ازبکستان په وړاندې د ورته پیښې وروسته د دې ډلې بریدونه پراخه شوې.

داعش په ټیلیګرام په یو پوسټ کې وويل چې د تخار صوبې له خواجه غار څخه یې د تاجکستان په پوځي اډې ۷ توغندي توغولي دي.

سیمه ییزې رسنۍ د تاجک چارواکو د تاييد په هکله بيلا بيل نظرونه لري او ځینې راپور ورکوي چې سرحدي ساتونکو وسله وال وليدل چې ډزې يې کولې، په داسې حال کې چې نورو وويل چې د دې پيښې هیڅ تایید نه دی شوی.

د اپریل په ۱۸مه، داعش د افغانستان له خاورې څخه په ازبکستان باندې راکټي برید پېل کړو، چې د دې ډلې لخوا د منځنۍ اسیا په یوه هېواد کې لومړۍ ورته بمباري وه.

د داعش یو غړی په ازبکستان کې د اپرېل په ۱۸مه د برید په اړه د داعش د ادعا د یوې برخې په توګه د تشو توقو تر څنګ د عکس لپاره ولاړ دی. [فايل]

د داعش یو غړی په ازبکستان کې د اپرېل په ۱۸مه د برید په اړه د داعش د ادعا د یوې برخې په توګه د تشو توقو تر څنګ د عکس لپاره ولاړ دی. [فايل]

د اپرېل په ۱۷مه، داعش د نړۍ په ټولو جنګیالیو غږ وکړو چې "لوی او دردناک" بریدونه ترسره کړي چې چارواکي او سرتیري په نښه کړي.

د داعش وروستي بریدونه

په افغانستان کې د شته سیاسي او اقتصادي ناڅرګندتیا په ترڅ کې د داعش د خراسان څانګې لخوا تازه بریدونو دا اندېښنې راپارولې دي چې دغه ډله په هېواد کې د استخدام کمپاین پراخوي او د سیمې لپاره يو جدي ګواښ دی.

داعش په افغانستان کې د وروستیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

د پولیسو په وینا، دغه ترهګرې ډلې د می په لومړۍ نېټه په کابل کې د یو مسافر وړونکي بس د چاودنې مسوولیت په غاړه واخیستو چې يوه ښځه پکې ووژل شوه او درې نور مسافر پکې ژوبل شول.

دا چاودنه په مرکزي ښار کې وروسته له هغې دوېمه چاودنه وه کله چې ۱۰ کسان د کابل په لوېدیځ کې د خلیفه صاحب په جومات کې د جمعې د مانځه پر مهال ووژل شول.

په جومات کې دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه کله چې په مزارشریف کې په دوو مختلفو وړو بسونو کې په دوو بمي چاودنو کې لږ تر لږه نهه افغانان ووژل شول، چې هغه شیعه مسافر یې په نښه کړل چې د روژه ماتې لپاره کور ته روان وو.

یوه هفته وړاندې په مزارشریف کې د شیعه ګانو په یو جومات کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ عبادت کوونکي شول او په لسګونو نور کسان ژوبل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500