امنیت

متحده آيالاتو د داعش د خراسان څانګې مشران نړیوال ترهګر وټاکل

د پاکستان فارورډ لخوا

یو افغان سړی د نومبر په ۲ مه په کابل کې په یو پوځي هسپتال کې د داعش د خراسان څانګې د برید د لوګو سره په سړک باندې سايکل چلوي. په دغه بريد کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي ول او ۵۰ نور پکې ژوبل شوي ول. [ای اېف پي]

یو افغان سړی د نومبر په ۲ مه په کابل کې په یو پوځي هسپتال کې د داعش د خراسان څانګې د برید د لوګو سره په سړک باندې سايکل چلوي. په دغه بريد کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي ول او ۵۰ نور پکې ژوبل شوي ول. [ای اېف پي]

د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۲ مه) د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" د خراسان څانګې درې مشران د نړیوالو ترهګرو په توګه وټاکل.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل، دا اقدام د هغو هڅو یوه برخه ده چې افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ لپاره د يو فلېټ فارم د جوړيدو څخه منع کړي.

په دغه بیان کې ویل شوي چې ثناء الله غفاري، چې د شهاب المهاجر په نوم هم پیژندل کیږي، د داعش د خراسان څانګې عمومي امیر دی، چې د ۲۰۲۰ کال په جون کې د داعش لخوا د دې څانګې د مشر په توګه ټاکل شوی و.

غفاري په ټول افغانستان کې د داعش د خراسان څانګی د ټولو عملیاتو د تصویب او د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د تمویل د تنظیمولو مسؤليت پر غاړه لري.

سړي د اکتوبر په ۹ مه د داعش د يو ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته په کندوز کې د سید اباد شیعه ګانو په جومات کې د زیان معاینه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

سړي د اکتوبر په ۹ مه د داعش د يو ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته په کندوز کې د سید اباد شیعه ګانو په جومات کې د زیان معاینه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د بهرنیو چارو وزارت همداراز سلطان عزیز اعظم، چې په سلطان عزیز هم مشهور دی او له هغه وخت راهيسې يې د داعش د خراسان څانګې د وياند په توګه دنده ترسره کړې کله چې دا په لومړي ځل افغانستان ته راغله، ترهګر وټاکلو.

دې په مولوي رجب چې په مولوي رجب صلاح الدین هم مشهور دی او په کابل صوبه کې د داعش د خراسان څانګې یو لوړ پوړی مشر دی چې په پلازمینه کې د دې ډلې د بریدونو او عملیاتو پلان جوړوي، بندیزونه ولګول.

سربېره پر دې، د متحده آيالاتو د خزانې وزارت په عصمت الله خلوزۍ د داعش له خراسان څانګې سره د مالي ملاتړ په خاطر بنديزونه لګولي دي.

د بیان له مخې، خلوزۍ، د داعش د خراسان څانګې لپاره یو نړیوال مالي تسهیل کونکی دی او د داعش د لوړ پوړو مشرانو لپاره یې ماموریتونه ترسره کړي دي.

هغه په ترکیه کې د حوالې سوداګري او همدارنګه په متحده عرب اماراتو کې یو سکیم پرمخ وړلو چې د داعش د خراسان څانګې عملیاتو د تمویل د بیا پلور لپاره نړیوالو ځایونو ته د آرایشي توکو لیږل پکې شامل وو.

په جلا توګه، خلوزۍ د داعش د خراسان څانګې لپاره د انسان د قاچاق عملیات ترسره کړي، چې پکې په شخصي توګه له افغانستان څخه ترکیې ته د داعش د خراسان څانګی د لیږدونکي قاچاق کول شامل دي.

بندیزونه د متحده ایالاتو خلک له ټاکل شويو اشخاصو سره په هر ډول معامله کې د ښکیل کيدو څخه منع کوي او دوی او د دوی همکاران د هغه پیسو او شتمنیو ته د لاسرسۍ ترلاسه کولو څخه منع کوي کوم چې د متحده ایالاتو د مالي سیسټم سره اړیکه لري.

په دغه بیان کې ویل شوي، "موږ به د امریکې هر ډول ځواک وکاروو چې هغه ترهګر په نښه کړو کوم چې په ټوله نړۍ کې د ملکي وګړو د بې توپیره وژنې لپاره د عملیاتو پلانونه جوړوي او هغه کسان چې د هغوی عملونه هغوی ته اسانوي، او مالي ملاتړ يې کوي."

د امریکا غږ راپور ورکړو، امریکایي چارواکي وايي چې د داعش خراسان څانګه اوس لږ تر لږه ۲۰۰۰ "سخت" جنګیالي لري، چې زیاتره یې په ټول هیواد کې په پټنځايونو کې منظم شوي دي.

د داعش د خراسان څانګی تاوتریخوالی

د بندیزونو وروستي پړاو وروسته له هغه پلي کیږي کله چې داعش د اګست په ۱۵ مه د افغان حکومت له نسکوریدو راهیسې د یو لړ بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست.

د اګست له میاشتې راهیسې په کابل کې څو بمي چاودنو د هزاره ګانو اکثره شیعه ګان په نښه کړي، چې له کلونو راهیسې د داعش د خراسان څانګې هدف و.

د داعش جنګیالیو د نومبر په ۲ مه د مرکزي ښار په ملي پوځي هسپتال برید وکړو، چې لږ تر لږه ۱۹ کسان پکې -- د حقاني شبکې د یو لوړ پوړي غړي په ګډون ووژل شول -- او د ۵۰ څخه ډېر پکې ژوبل شول.

تر دې مخکې د اکتوبر په ۸ مه، د داعش د خراسان څانګی یو ځانمرګي بریدګر په کندوز کې یو جومات په نښه کړو، چې د ځايي خلکو په وینا، شاوخوا ۱۰۰ شیعه مسلمانان پکې ووژل شول او په سلګونو نور پکې ژوبل شول.

دې ډلې وويل چې ځانمرګي بریدګر "د اویغورانو څخه و" او دا برید "د چین د غوښتنو په ځواب کې او [په شینجیانګ کې] د چین د مسلمانانو پر ضد د پاليسو خلاف و".

شاوخوا یوه اونۍ وروسته، په کندهار ښار کې د شیعه فاطمییه جومات مخې ته په پرله پسې چاودنو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل شول او ۷۴ نور پکې ژوبل شول.

د داعش خراسان څانګی د اګست په ۲۶ د کابل په هوايي ډګر کې د دوو وژونکو ځانمرګو بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست.

دغه چاودنو له سلو څخه زیات افغان ملکي وګړي او د متحده ایالاتو ۱۳ سرتیري ووژل، چې د هغه افغانانو يې ساتنه کوله او د هغوی لپاره يې اسناد پروسس کول چې د هيواد څخه د وتلو انتظار يې کولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500