تروريزم

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په يو لړو ترهګریزو بریدونو کې د ځانمرګو بریدګرو ستاینه وکړه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

سراج الدین حقاني، چې توره پګړۍ يې په سر کړې ده، دلته لیدل کیږي چې د اکتوبر په ۱۸مه په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو خپلوانو ته غېږه ورکوي. [فايل]

سراج الدین حقاني، چې توره پګړۍ يې په سر کړې ده، دلته لیدل کیږي چې د اکتوبر په ۱۸مه په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو خپلوانو ته غېږه ورکوي. [فايل]

کابل -- د افغانستان د طالبانو په حکومت کې یو لوړ پوړي شخصیت په هیواد کې د تروریستي پیښو د ځينو خونړيو هفتو وروسته په کابل کې د یوې غونډې په جریان کې د ځان وژونکو برید کونکو د قربانیو ستاینه وکړه.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، چې پخپله يو نومول شوی ترهګری دی او د خپلې ګرفتارۍ لپاره د لسو میلیونو ډالرو (۹۰۰ میلیونه افغانۍ) انعام لري، د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۸مه) په انټرکانټینینټل هوټل کې دغه بيانونه ورکړل. وسله والو په ۲۰۱۸ کال کې په دغه هوټل بريد کړی و، چې لږ تر لږه ۱۹ کسان يې پکې وژلې ول او په درجنونو کسان يې يرغمال کړې ول.

د طالبانو پروړاندې د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو او ځایي رسنیو د سه شنبې په ورځ د وزیر عکسونه پداسې حال کې خپاره کړل چې هغه مونځ کوي او نارینوو ته غيږه ورکوي. ویل کیږي چې دغه کسان د پخوانیو طالبانو ځانمرګو بریدګرو د کورنيو غړي ول.

د افغانستان دولتي نشرياتي ادارې آر ټي ای راپور ورکړو، "حقاني د شهیدانو او مجاهدینو د جهاد او قربانیو ستاینه وکړه" او هغوی یې "د اسلام او هیواد د اتلانو په نوم ياد کړل".

د سراج الدین حقاني سره د دوشنبې په ورځ ناسته په انټرکانټینینټل هوټل کې، چې په ۲۰۱۸ کال کې د طالبانو د خونړي برید ځای و، ترسره شوه. [فايل]

د سراج الدین حقاني سره د دوشنبې په ورځ ناسته په انټرکانټینینټل هوټل کې، چې په ۲۰۱۸ کال کې د طالبانو د خونړي برید ځای و، ترسره شوه. [فايل]

دې وویل، حقاني ټینګار وکړو چې موږ باید د شهیدانو د هيلو سره له هر ډول خیانت څخه ډډه وکړو، او د هرې کورنۍ لپاره یې د ۱۲۵ ډالرو (۱۱۰۰۰ افغانۍ) او د ځمکې د یوې برخې ورکولو ژمنه وکړه.

حقاني شبکه، چې د سراج الدین پلار جلال الدین جوړه کړې وه، د طالبانو تر ټولو تاوتريخجنه ډله ده، چې په تېرو دوو عشرو کې په افغانستان کې د ځینو خونړیو بریدونو په تور تورن شوې ده.

د دې مالي او پوځي ځواک -- او د بې رحمۍ د شهرت له کبله -- دا شبکه نیمه خپلواکه ګڼل کیږي، پداسې حال کې چې د طالبانو په چوکاټ کې پاتې کیږي.

د حقاني ترهګرې اړیکې

د فبرورۍ په میاشت کې، د افغانستان پخواني حکومت د حقاني شبکې او داعش د خراسان څانګې د غړيو څخه د جوړه شوې يوې ترهګريزې ډلې غړي ونیول.

د امنیت ملي ریاست (اېن ډي اېس) پخواني ویاند حارث جبران هغه وخت وویل چې "د حقاني شبکه د پلان جوړولو او سرچینو چمتو کولو ته پاملرنه کوي، پداسې حال کې چې داعش بریدونه پیلوي او مسؤلیت یې په غاړه اخلي."

همدارنګه د فبرورۍ په میاشت کې، راپورونه شتون لري چې د سراج الدین حقاني زوی سیف الدین د بادغیس په صوبه کې د اسامه بن لادن د لمسي نصرالدین سره، د طالبانو او القاعدې ترمنځ د دوامداره اړیکو شواهدو په مینځ کې، فعالیت کولو. .

طالبان اوس د داعش د خراسان څانګې سره جګړه کوي، چې په وروستیو هفتو کې یې په افغانستان کې یو لړ ویجاړونکي ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.

د اکتوبر په ۱۵مه، د داعش ځانمرګو بریدګرو په کندهار کې په فاطمیه جومات برید وکړو، چې لږ تر لږه ۳۳ کسان پکې ووژل شول او ۷۴ نور پکې ژوبل شول.

د اکتوبر په ۸ مه یو بل برید، چې پکې د داعش د خراسان څانګې ځانمرګي بریدګر په کندوز کې په یو جومات برید وکړو او لږ تر لږه ۱۰۰ کسان يې پکې ووژل، طالبانو ته د چین سره د اړیکو په اړه د خبرداري په توګه کتل کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500