تروريزم

د افغان طالبانو او چین ترمنځ همکاري کولی شي ایغور وسله وال د داعش له خراسان څانګې سره یوځای کیدو ته وهڅوي

د زرک خان لخوا

د طالبانو غړي د سپتمبر په ۳۰مه په کابل کې د یو پیک اپ ټرک شاته ګشت کوي. [بلینټ کلیک/ای اېف پي]

د طالبانو غړي د سپتمبر په ۳۰مه په کابل کې د یو پیک اپ ټرک شاته ګشت کوي. [بلینټ کلیک/ای اېف پي]

اسلام آباد -- ټولې نښې د افغان طالبانو او چین ترمنځ په همکارۍ کې زیاتوالی ښیي، چې د شنونکو له مخې دا کولی شي ایغور بېلتون غوښتونکي دې ته وهڅوي چې په افغانستان او پاکستان کې د داعش سیمه ییز ملګري شي.

چین په تېرو وختونو کې د ایغور بېلتون غوښتونکې ډله د ترکسان اسلامي غورځنګ (اي ټي آی ايم) د ترهګریزو بریدونو په تور تورن کړې او دا ډله یې په شنجيانګ کې د خپلو اقداماتو لپاره د توجیه په توګه استعمال کړې ده، چیرې چې د حقونو ډلې وايي چې په مليونونو څخه ډېر مسلمانان په تربيتي کېمپونو کې بنديان دي.

او پداسې حال کې چې افغان طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې له متحده ایالاتو سره په یو تړون کې موافقه وکړه چې دوی به د هرډول نړیوالو ترهګرو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي، خو د القاعدې، اي ټي آی ايم، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي پاکستان) غړي او نور د اګست په میاشت کې د افغانستان د نیولو پر مهال د طالبانو تر څنګ په جګړه کې وليدل شول.

چین او پاکستان هم په اي ټي آی اېم او د هغې په متحدینو، د ټي ټي په ګډون، په چینایی اتباعو او د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره په تړلو پروژو باندې د بریدونو تور لګولی دی.

ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو ګډ بنسټ ايښودونکی دی، د جولای په وروستیو کې چین ته د طالبانو د سفر پر مهال د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ سره په دې عکس کې ښودل شوی دی. [ای اېف پي]

ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو ګډ بنسټ ايښودونکی دی، د جولای په وروستیو کې چین ته د طالبانو د سفر پر مهال د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ سره په دې عکس کې ښودل شوی دی. [ای اېف پي]

د داعش وسله وال په ۲۰۱۹ کال کې په ننګرهار صوبه کې د افغان چارواکو پروړاندې د تسلیمیدو لپاره په کتار کې ولاړ دي. [خالد زیری]

د داعش وسله وال په ۲۰۱۹ کال کې په ننګرهار صوبه کې د افغان چارواکو پروړاندې د تسلیمیدو لپاره په کتار کې ولاړ دي. [خالد زیری]

اسلام اباد او بیجینګ د جولای په ۱۴مه د هغه ځانمرګي برید پړه په ټي ټي پي او اي ټي آی اېم واچوله چې نهه چینایي انجنیران پکې وژل شوي ول کومو چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې په کوهستان ضلعه کې د بجلۍ په یوې پروژه کې کار کولو.

په اسلام اباد کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "بیجینګ پر افغان طالبانو فشار راوړی چې د اي ټي آی اېم وسله وال چینایي چارواکو ته وسپاري او په افغانستان کې د هغوی پټنځایونه له منځه یوسي."

"خو موږ ویره لرو چې که د بیجینګ تر فشار لاندې افغان طالبان د اي ټي آی اېم په وړاندې څه اقدام وکړي، د ایغور بېلتون غوښتونکي ممکن د داعش د خراسان څانګې سره یوځای شي، چې د داعش سیمه ایز ملګری دی چې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي."

دغه امنیتي چارواکي وویل، پاکستان او نور ګاونډي هیوادونه لا مخکې نه د داعش د بیا راڅرګندیدو په اړه اندېښنه لري او ویره لري چې دا وسله واله ډله کولی شي بین المللي وسله والې ډلې خپلو لیکو ته جذب کړي.

د داعش اړیکې

اي ټي آی اېم د داعش سره کاري اړیکې لري ځکه چې د ایغور بېلتون غوښتونکو ګڼ شمېر په سوریه کې له دې ډلې سره یوځای شوی او د سوریې د صدر بشارالاسد د ځواکونو په وړاندې یې جګړه کړې.

اسوشیټیډ پریس د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په مياشت کې د ایغور فعالانو او سوريې او چين چارواکو په حواله راپور ورکړو، چې له مخې یې لږ تر لږه ۵۰۰۰ ايغور د جګړې لپاره سوریې ته تللي -- که څه هم ډېر ترې بېرته راغلي دي.

د جولای په میاشت کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اټکل کړی چې د سوریې په ادلیب صوبه کې د اي ټي آی اېم او د هغې د ځای ناستي د ترکستان اسلامي ګوند (ټي آی پي) پورې اړوند د وسله والو شمېر د ۱۵۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ دی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې، ګمان کيږي چې اي ټي آی اېم څو سوه غړي لري او په بدخشان، فاریاب، کابل او نورستان صوبو کې فعال ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشاهده وکړه چې په افغانستان کې ETIM په "اساسي توګه په هغو فعاليتونو تمرکز کړی چې چین په نښه کوي"، پداسې حال کې چې د سوریې عربي جمهوریت ډله "ډېر نړیوال لید لري".

د داعش خراسان څنګه د واشنګټن سره د افغان طالبانو له تړون څخه ګټه پورته کوي، او پدې وياړ کوي چې دا په سیمه کې يوازينی یاغي خوځښت دی چې لا تراوسه ندی پخلا شوی او د اي ټي آی اېم په څیر بین المللي وسله والې ډلې وهڅوي.

داعش په خپله رسمي مجله النبا کې په افغانستان کې د طالبانو د بېرته راتګ پورې خندا کړې او ادعا کوي چې طالبان په ریښتیني "جهاد" کې ښکیل نه دي، پداسې حال کې چې دی په القاعده او نورو ډلو طالبانو ته د مبارکۍ ورکولو له امله انتقاد کړی او اعلان یې کړی چې دا په افغانستان کې د "جهاد" د يو نوي پړاو لپاره تياری کوي.

د بیجینګ او طالبانو ترمنځ همکاري

څارونکي وايي، د طالبانو او بیجینګ ترمنځ همکاري د اي ټي آی اېم او داعش ترمنځ نږدې اړیکې له خطر سره مخ کوي.

چین د سپتمبر په ۸مه د طالبانو د عارضي حکومت سره د ۳۱ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه، پداسې حال کې چې دغه ډلې په افغانستان کې خپله سخته واکمني نافذ کړه.

د جولای په پيل کې، د طالبانو یو لوړ پوړي پلاوي د ګډ بنسټ ايښودونکي ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په بیجینګ کې له چارواکو سره ولیدل.

د چین د کمونست ګوند (سي سي پي) مشرانو سره په لیدو، طالبان ښيي چې دوی غواړي په شنجيانګ کې د مسلمانانو په وړاندې د چین ظلمونه له پامه وغورځوي، پداسې حال کې چې د حقونو ډلې او لویدیځ حکومتونه ورته د نسل وژنې په توګه ګوري.

په ورته وخت کې، د چین د کمونست ګوند د طالبانو په افراطي ایډیالوژۍ او په تاوتريخوالي سره د پخواني افغان حکومت په نسکورولو باندې سترګې پټوي.

د خبرونو له مخې، چینایي چارواکو په افغانستان کې دغه یاغي ډله د "مهم پوځي او سیاسي ځواک" په توګه وستایله.

په اسلام اباد کې د امنيت شنونکي عبدل کريم، چې د اورپکو ډلو د خپرونو څارنه کوي، وویل چې "د مسلمانانو سره د چین د ناسم چلند په اړه د افغان طالبانو خاموشي د داعش د خراسان څانګې ته فرصت برابر کړی چې اي ټي آی اېم خپلو لیکو ته راجلب کړي."

له بلې خوا، داعش په منظم ډول د ایغور ژبې مجلې خپروي، او په بیجینګ انتقاد کوي چې دا د شنجيانګ له اوسیدونکو سره ناوړه چلند کوي.

د چینایي چارواکو لخوا په شنجيانګ کې ترسره شوي ځینې جرمونه په ځانګړي ډول د نړۍ مسلمانانو ته خفګان رسوي، چې په دې کې د سیمې د څه د پاسه د ۱۰۰۰ امامانو او مذهبي اشخاصو خپلسری توقیف، لږ تر لږه د ۱۶۰۰۰ جوماتونو ویجاړول، او د مسلمانو ښځو سره په منظمه توګه جنسي تيري شامل دي.

داسې ښکاري چې طالبان، چې ځانونه د اسلام د مدافعینو په توګه معرفي کوي، غواړي چې -- د سم هدف په خاطر د مسلمانانو په وژلو او غلامۍ باندې سترګې پټې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500