امنیت

امریکايي قوماندان: القاعده او د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې غښتلي کیږي

د پاکستان فارورډ

داعش دا عکس د لیندۍ په ۱۴مه خپور کړی، او ادعا یې کړې چې یو جنګیالی یې په داسې حال کې لیدل کیږي چې په جلال اباد کې په یوه حکومتي موټر باندې ډز کوي. [آرشیف]

داعش دا عکس د لیندۍ په ۱۴مه خپور کړی، او ادعا یې کړې چې یو جنګیالی یې په داسې حال کې لیدل کیږي چې په جلال اباد کې په یوه حکومتي موټر باندې ډز کوي. [آرشیف]

واشنګټن -- یوه جګپوړي امریکایي قوماندان تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې، د امریکایي عسکرو له وتلو او د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته افراطي ډلې بیا په افغانستان کې ځمکې لاندې کوي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت فرانک مکینزي د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۸مه/ وویل، له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د پوځي او استخباراتي واحدونو وتلو دا «ډېره سخته» کړې، خو ناشونې کړې نه ده» چې د القاعدې او د داعش د خراسان څانګې د خوځښتونو پل پسې واخیستل شي.‌

هغه په پنتاګون کې له اسوسیټد پریس سره په یوه مرکه کې وویل، «ښایي موږ د افغاستان د څارلو لپاره د هغو وړتیاوو چې یو وخت مو لرلې، شاوخوا ۱ یا ۲٪ ولرو.»

متحده ایالاتو او ناټو د وږي په ۸مه، د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه دوه اونۍ وروسته، له افغانستان څخه خپل وتل بشپړ کړل.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندان جنرال کینیت فرانک مکینزي د تلې په ۷مه په واشنګټن ډي سي کې، په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدلو په هکله د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د وسله والو خدمتونو د کمېټې د یوې اورېدنې په ترڅ کې پوښتنو ته ځوابونه وایي. [اولیور ډولیري/پول/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندان جنرال کینیت فرانک مکینزي د تلې په ۷مه په واشنګټن ډي سي کې، په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدلو په هکله د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د وسله والو خدمتونو د کمېټې د یوې اورېدنې په ترڅ کې پوښتنو ته ځوابونه وایي. [اولیور ډولیري/پول/ای اېف پي]

د قدرت خلا د القاعدې او داعش خراسان څانګې په ګډون اورپکي ګروپونه هڅولي دي.

مکینزي وویل، القاعده هڅه کوي چې د افغانستان په داخل کې، چې یو وخت داسې مرکز وو چې هغوی ترې د متحده ایالاتو پر ضد د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه پلان کړل، خپل حضور بیا رامنځته کړي.

د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه وروسته کالونو کې، د متحده ایالاتو پوځي او استخباراتي بریدونو د القاعدې غړي او د هغوی دا وړتیا چې مستقیما د متحده ایالتو ګټې وګواښي، ډېر کم کړل، لاکن مکینزي وویل چې دا د دغې ډلې «تمه ده» ترڅو په متحده ایالاتو باندې برید وکړي.‌

مکینزي وویل، په ورته وخت کې د زمري په وروستیو کې د افغانستان له زندانونو څخه د داعش د ګڼ شمېر جنګیالیو په ازادېدلو سره د داعش خراسان څانګه «بیا ځواکمنه» شوې ده.

هغه وویل، داعش او القاعده دواړه د افغانستان له داخل او خارج څخه کسان استخداموي، او زیاته یې کړه چې ځینې اورپکي د نفوذ وړ سرحدونو له لارې دغه هېواد ته راځي، خو د متحده ایالاتو لپاره دا سخته ده چې شمېر یې معلوم کړي.

مکینزي وویل، «نو په دې کې شک نشته چې داعش به بیا سر راپورته کړي. که داسې ونشي دا به ډېره حیرانوونکې خبره وي.»

هغه په افغانستان کې دننه د القاعدې د فعالانو د شمېر په هکله څه اټکل وړاندې نه کړ لاکن ویې ویل چې «ښایي هغه لږ څه زیات شوی وي».‌

له لیرې

له دې سره سره چې د متحده ایالاتو پوځ خپل ټول عسکر له افغانستان څخه اېستلي،‌ لاکن د متحده ایالاتو پوځ له بې پيلوټه الوتکو او نورو الوتکو څخه د بریدونو په ګډون یو شمېر وسایل ساتلي څو «له لیرې څخه» یعنې د افغانستان له سرحدونو څخه بهر نه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

مکینزي وویل، له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د عسکرو د اېستنې له بشپړېدلو راهیسې داسې څه بریدونه نه دي ترسره شوي.

هغه وویل، د داسې بریدونو د ترسره کولو لپاره د امریکا وړتیا د استخباراتي معلوماتو، د سپوږمکۍ د عکسونو او نورو معلوماتو او ارتباطاتو په اساس ده او زیاته یې کړه چې «دا طراحي دم ګړۍ تر کار لاندې ده.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د د داعش خراسان څانګې په مشرانو باندې د فشار اچولو لپاره له بندیزونو لګولو څخه هم کار اخلي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ په ۱ د داسې یوه اقدام په لړ کې چې افغانستان بیا د نړۍ والې ترهګرۍ په پلاټفورم باندې بدل نشي، د داعش خراسان څانګې درې مشران د نړۍ والو ترهګرو په توګه ونومول.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي، ثناءالله غفاري چې د شهاب المهاجر په نامه هم یادېږي د داعش خراسان څانګې عمومي امیر دی او د ۱۳۹۹ د غبرګولي‌ په میاشت کې د داعش له خوا د دغې څانګې د لارښود په توګه ټاکل شوی.

غفاري په ټول افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د عملیاتو د منظورولو او د عملیاتو د ترسره کېدلو لپاره د مالي امکاناتو برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري.

دغه راز، د بهرنیو چارو وزارت سلطان عزیز اعظم چې د سلطان عزیز په نامه هم یادېږي او افغانستان ته د داعش خراسان له راتګ راهیسې د داعش خراسان څانګې د ویاند په توګه کار کوي هم نومولی دی.

وزارت په مولوي رجب باندې چې د مولوي رجب صلاح الدین په نامه هم یادېږي او په کابل ولایت کې د داعش خراسان څانګې یو جګپوړی غړی دی، او په پلازمېنه کې د یادې ډلې بریدونه او عملیات پلانوي، هم بندیز لګولی دی.

سربېره پر دې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت عصمت الله خالوزی د داعش خراسان څانګې ته د مالي ملاتړ د برابرولو له امله د بندیزونو په لست کې نیولی دی.

دغه بندیزونه امریکایان له یادو نومول شویو کسانو سره له هر ډول معاملو څخه منع کوي او هغوی او د هغوی ملګري هغو پیسو او شتمنیو ته له لاسرسي څخه ایساروي چې د متحده ایالاتو له مالي سیستم سره په تماس کې وي.

په اعلامیه کې راغلي، «موږ به د هغو ترهګرو، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په بې توپیره ډول د ملکي خلکو د وژلو لپاره عملیات طرحه کوي، او هغه کسان چې دې ته لاره هواري، اسانتیا برابروي او د هغوی کارونه تمویلوي، د په نښه کولو لپاره له ټولو لارو چارو څخه کار اخیستلو ته دوام ورکړو .»

د داعش خراسان څانګې تاوتریخوالی

د داعش خراسان څانګې د وږي په ۴مه په کابل هوایي‌ ډګر کې د دوو غبرګو ځانمرګو بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

دغو چاودنو له ۱۰۰ څخه ډېر ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر چې د وتلو لپاره د ګڼ شمېر منتظرو افغانانو د اسنادو د پروسیس کارونه یې کول، ووژل.

په کابل کې د زمري میاشتې راهیسې څو بمي بریدونو د اکثریت شیعه هزاره ټولنې غړي په نښه کړل. هغوی له کالونو راهیسې د داعش خراسان څانګې له خوا په نښه کیږي.

ځایي خلکو وویل، د تلې په ۱۶مه د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کندوز کې یو جومات په نښه کړ چې شاوخوا ۱۰۰ شیعه مسلمانان یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.‌

دغې ډلې وویل چې ځانمرګی بمي بریدګر «د اویغوریانو له ډلې څخه وو» او دا چې دغه برید «په سینکیانګ کې د مسلمانانو پر ضد د چین د تګلارې په غبرګون کې ترسره شو.»

شاوخوا یوه اونۍ وروسته، په کندهار ښار کې د شیعه ګانو فاطمیه جومات سره څو چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۳۳ کسان یې ووژل او ۷۴ نور یې ټپیان کړل.

د داعش جنګیالیو د لړم په ۱۱مه په پلازمېنه کې په ملي پوځي روغتون باندې برید وکړ چې د سخت دریځې حقاني شبکېد یوه جګپوړي غړي په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل او له ۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

افغانان اندېښمن دي

د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابۍ بهیر د افغان مبصرینو اندېښنې زیاتې کړي دي.‌

په جرمني کې د سیاسي چارو یوه شنونکي ویس ناصري سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې د القاعدې تاریخچې ته په پام سره، له بده مرغه چې په افغانستان کې د القاعدې د مشرانو او جنګیالیو د حضور ډېرښت شونی دی.»

هغه وویل، «که سړی هغو ارتباطاتو ته چې د القاعدې غړو پخوا په افغانستان کې لرل، وګوري، د نړۍ والې ټولنې دا اندېښنې چې د ترهګرو شبکو له خوا ګواښ ورته متوجه دی او افغانستان دغې شبکې لپاره په یوه خوندي پټنځای باندې بدلیږي، کاملا پرځای دي.»

افغان ژورنالست حارث جمالزاده له ترکیې څخه سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې د نړۍ والې ټولنې ۲۰ کلن حضور په افغانستان کې د القاعدې حضور او فعالیتونه محدود کړل، لاکن نني شواهد ښیي چې القاعده غواړي چې افغانستان ته راوګرځي او ځان په کې پیاوړی کړي.»

هغه وویل، «که نړۍ واله ټولنه په افغانستان کې د القاعدې د پراختیا مخه ډب نه کړي، کېدی شي چې دا هېواد یو ځل بیا د نړۍ والې ترهګرۍ لپاره یو خوندي پټنځای وګرځي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي فهیم چکري وویل، «په لویدیځ، جنوب او شمال سیمو کې د افغانستان سرحدونه پرانستي او تقریبا د نه کنټرول وړ دي. په ورته وخت کې، افغانستان له بې ثباتۍ او په کور دننه له ډېرو نورو ستونزو سره مخامخ دی.»

هغه وویل، «دغو بدلونونو د القاعدې جنګیالي، داعش او نور ترهګر ګروپونه چې په وروستیو کالونو کې له افغانستان څخه وتلي ول، هڅولي چې د بېرته راستنېدلو هڅه وکړي.»

چکري وویل، «که دا ګروپونه راوګرځي او افغانستان لا هم له داخلي ننګونو سره مخامخ وي، دا یقیني خبره ده چې القاده به بیا منظمه شي او یو ځل بیا به له افغانستان څخه نړۍ وګواښي.»

[له کابل څخه حمزه د دې راپور په جوړولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500