امنیت

په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې په پوځي کېمپ باندې برید په پوله باندې تمرکز لوړ کړی

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستان د فرنټیر کور غړي د تېر سپتمبر په ۱۶مه د بلوچستان صوبې په قلعه سیف الله کې د يوې سرحدي لارې ساتنه کوي. پاکستاني ځواکونو د اګست په ۳۰مه د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې د داعش د خراسان څانګې ۱۱غړي ووژل. [بنارس خان/ای اېف پي]

د پاکستان د فرنټیر کور غړي د تېر سپتمبر په ۱۶مه د بلوچستان صوبې په قلعه سیف الله کې د يوې سرحدي لارې ساتنه کوي. پاکستاني ځواکونو د اګست په ۳۰مه د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې د داعش د خراسان څانګې ۱۱غړي ووژل. [بنارس خان/ای اېف پي]

کویټه -- د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې امنیتي ځواکونو د دې هفتې په پیل کې د قمر مزار آباد په سیمه کې د اورپکو په یو لوی کېمپ چاپه واچوله چې د داعش د خراسان څانګې لږ تر لږه ۱۱ شکمن کسان په کې ووژل شول.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) وویل، د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۳۰ مه) برید د داعش د خراسان څانګې مشر عبدالحيې کېمپ په نښه کړو.

د سي ټي ډي ویاند وویل، د عملیاتو په جریان کې، وسله والو د سي ټي ډي په يونټ ډزې وکړې او دا يې په غبرګون ښودلو مجبوره کړه. لږ تر لږه ۱۱ وسله وال په دغه پېښه کې ووژل شول.

په کويټه کې یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي احسن جاوید پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د استخباراتو پر اساس عملیات وو، او په وژل شویو وسله والو کې د داعش د خراسان څانګې ځینې مهم مشران هم شامل دي چې د پاکستان په مختلفو برخو کې يې د دې ډلې مشري کوله."

هغه وویل، "وژل شوي وسله وال په څو لویو ترهګریزو پیښو کې ښکیل وو."

هغه زیاته کړه، دا عملیات د عبدالحيې د استخباراتي اعترافونو پراساس وو، "چې په مستونګ او د بلوچستان په نورو ناامنه سیمو کې يې د دې ډلې مشري کوله".

جاوید وویل، له کېمپ څخه په زیاته اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي ترلاسه شوي دي. هغه زیاته کړه چې کيدی شي، دې ځای په راتلونکي کې د داعش د عملیاتو لپاره د يوې د وسيلې په توګه کار کړای وی.

د داعش خراسان څانګه په سرحدي سيمو کې يو خوندي ځای غواړي

د داعش عملیاتي څانګه د طالبانو له خوا د افغانستان د نيولو وروسته په بلوچستان او د هيواد په نورو سرحدي سیمو کې سخت کار کوي.

په اسلام اباد کې میشت د استخباراتو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "موږ راپورونه لرو چې دا وسله واله ډله په هدفي سیمو کې د اورپکو د ګمارلو له لارې خپله شبکه پیاوړې کوي."

هغه وویل، "پلټنو ثابته کړه چې ځینې عناصر په فرقه ايز عملیاتو کې ښکیل دي ... او په خپلو سیمو کې داعش ته پټ ملاتړ چمتو کوي."

هغه وویل، داعش د جنورۍ په ۳ مه د بلوچستان په مچ ضلعه کې د سکارو د کان کیندنې په ناامنه سیمه کې په هزاره کارګرانو همغږيز برید وکړو.

لږ تر لږه ۱۱ کان کیندونکي، چې د شیعه هزاره ټولنې د غړو په توګه پیژندل شوي وو، هغه مهال ووژل شول کله چې داعش وسله والو د نزدې نه په دوی ډزې وکړې.

په اسلام اباد کې دغه چارواکي وویل، امنیتي ځواکونه په ټول هیواد کې د داعش پر ضد په پراخه کچه هدفي عملیات ترسره کوي. "[موږ] د داعش د سخت دریځو څو کېمپونه تباه کړل او د ډلې ډیر مهم فعالان مو ووژل."

هغه وویل چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې افراطیان په پاکستان کې بېرته د پښې ټینګیدو څخه منع کړي څو "خپل ارمانونه پوره کړي"، چې دا د اګست په ۱۵ مه د طالبانو لخوا د افغانستان نيولو ته يوه اشاره ده.

په اسلام اباد کې مېشت د امنیتي چارو یو سينير شنونکي مېجر (ريټايرډ) محمد عمر وویل، "په افغانستان کې د داعش مشرتابه په سیمه کې د خوندي پټنځایونو د موندلو لپاره سخت کار کوي، او پاکستان ممکن په راتلونکي کې د دې ستراتیژۍ مرکز وي."

هغه وویل، "داعش هڅه کوي چې د پاکستان په ناکراره سیمو کې لاقانونيت او فرقه یي شخړې رامینځته کړي او په ځانګړي توګه د هغو [فرقه ایز] غلطو ليکو په اوږدو کې (په شخړو کې) چیرې چې دا ډله د سني او شیعه ترمنځ د بې ثباتۍ چاپيريال رامینځته کولی شي."

د ټي ټي پي ډیر پخواني غړي د داعش په خراسان څانګه کې شتون لري

هغه وویل، "داعش په خراسان څانګه کې د هغو وسله والو لوی شمیر لري چې پخوا د منع شوي تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) برخه وه. دا افراطیان له سیمه ایزو افراطیانو سره" په دې ناکراره سیمو کې نږدې اړیکې لري.

عمر وویل، که چيرې پاکستان غواړي په راتلونکي کې د داعش احتمالي نفوذ له منځه یوسي، نو دا بايد د پاکستاني طالبانو پروړاندې د سختې ستراتیژۍ سره پرمخ ولاړ شي.

هغه وویل، "زموږ په [فرقه ایزو] غلطو لیکو کې به د داعش نفوذ تر هغه دوام وکړي ترڅو چې پاکستاني طالبان نه وي ختم شوي."

هغه وویل، پاکستاني ځواکونه اړتیا لري چې د داعش د ملاتړ شبکه په نښه کړي، او زیاته یې کړه چې"د هغه عناصرو سره بايد په اغیزمنه توګه معامله وشي کوم چې داعش ته مالي او لوژستیکي ملاتړ چمتو کوي".

په کويټه کې د سیمه ایز امنیت شنونکي محمد ندیم وویل، "په بلوچستان کې، داعش د ځایي اورپکو ډلو سره قوي اړیکې لري، چې په دې کې د منع شوي لشکر جنګوي العالمي او جیش الاسلام شامل دي."

هغه وویل، "د داعش پر وړاندې په مستونګ کې وروستي عملیات د دې اورپکۍ ډلې د عملیاتي جوړښت لپاره يو لوی ګوزار دی."

ندیم وویل، "داعش د سیمې د عمومي امنیت لپاره يو لوی ګواښ دی، نو له همدې امله، ټول ګاونډي هیوادونه باید په ګډه کار وکړي ترڅو د دې ګواښ د شنډولو لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړي."

"که د پاکستان او افغانستان او پاکستان او ایران ترمينځ په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت نور ښه نشي، نو په راتلونکو ورځو کې به دلته د افراطیت نه ختمیدونکې څپې راپورته شي."

ندیم وویل، کله چې طالبان په افغانستان کې خپل حکومت جوړ کړي، نو هلته غير يقيني وضعيت خپرېدې شي.

هغه وویل، "د داعش د خراسان څانګې اصلي اجنډا د فرقه یي شخړو له لارې مذهبي کرکې ته هوا ورکول دي." هغه یادونه وکړه چې په پاکستان کې د داعش د خراسان څانګې راڅرګندیدونکی نفوذ وضعیت نور هم خرابولی شي ځکه چې دا په نظرياتي توګه ورته فکر لرونکي خلک ځانته راجلبوي.

ندیم وویل، "دا عناصر د پاکستان د ترهګرۍ ضد د هڅو لپاره یوه لویه ننګونه ده."

هغه زیاته کړه، "په پاکستان کې د داخلي امنیت مسلې باید بیا وڅیړل شي، او د ملي عمل پلان [نېپ] پلي کول د تلپاتې سولې لپاره خورا مهم دی."

د ملي عمل پلان د ترهګرۍ ضد پالیسي ده چې په جنوري ۲۰۱۵ کال کې پلې شوې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500