امنیت

متحده ایالاتو خصوصي هوایي شرکتونه د امریکایانو او افغان متحدینو اېستلو لپاره را وغوښتل تر څو پروسه ګړندۍ کړي.

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د متحده ایالاتو د ۲۴م سمندري چټک واحد یو سمندري عسکر د زمري په ۲۹مه په کابل کې د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې د را اېستنې په بهیر کې یوه ماشوم ته تازه اوبه ورکوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو د ۲۴م سمندري چټک واحد یو سمندري عسکر د زمري په ۲۹مه په کابل کې د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې د را اېستنې په بهیر کې یوه ماشوم ته تازه اوبه ورکوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

واشنګټن -- متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ /د زمري په ۳۱مه/ له څو لویو هوایي شرکتونو څخه وغوښتل چې له کابل څخه د زرګونو افغانانو، امریکایانو او نورو بهرنیانو په را اېستلو کې مرسته وکړي.

پنتاګون وویل، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیود استین د هغو ځانګړیو ملکي الوتکو احتیاط ګروپ چې لږ کار ترې اخیستل کیږي فعال کړ څو په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو بېسونو ته را رسېدونکي کسان متحده ایالاتو ته را ورسوي.

استین له ای بي سي سره، د را اېستنې د ماموریت په هکله په یوه مرکه کې وویل، «موږ به ډېره هڅه وکړو چې هر کس، هر امریکایي چې غواړي راوځي، راوباسو،» او زیاته یې کړه چې عین حکم د امریکا د افغان متحدینو لپاره هم د تطبیق وړ دی.

په اعلامیه کې راغلي، د امریکن ایرلاینز، اتلس، دیلتا، اومني، هاواییان او یونایټېډ یو شمېر ملکي الوتکې به له پوځي کارګو الوتکو سره چې د را اېستنې په پروسه کې ښکېلې دي، مرسته وکړي.‌

د متحده ایالاتو د پوځ عسکر چې په ۱۰مه غرنۍ لوا کې توظیف شوي دي د زمري په ۲۴مه په کابل کې د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې د امنیت نیونې لپاره ولاړ دي. [د متحده ایالاتو سمندري سرتېري]

د متحده ایالاتو د پوځ عسکر چې په ۱۰مه غرنۍ لوا کې توظیف شوي دي د زمري په ۲۴مه په کابل کې د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې د امنیت نیونې لپاره ولاړ دي. [د متحده ایالاتو سمندري سرتېري]

د متحده ایالاتو سمندري عسکر چې په ۲۴م چټک سمندري واحد کې توظیف شوي دي د زمري په ۲۷مه په کابل کې په حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې راوتونکي کسان بدرګه کوي. [د متحده ایالاتو سمندري سرتېري]‌

د متحده ایالاتو سمندري عسکر چې په ۲۴م چټک سمندري واحد کې توظیف شوي دي د زمري په ۲۷مه په کابل کې په حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې راوتونکي کسان بدرګه کوي. [د متحده ایالاتو سمندري سرتېري]‌

د دغو شرکتونو الوتکې به کابل ته تګ راتګ نه کوي بلکې را وتونکي کسان به په بهر کې د متحده ایالاتو له بېسونو څخه اروپا او متحده ایالاتو ته را رسوي.‌

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د وږي په ۹مه د هوا له لارې د راوتلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی چې په زرګونو موقت ځای پر ځای شوي امریکایي ځواکونه یې تنظیوي، خو وايي که اړتیا پېښه شي دغه وخت به اوږد کړي.

استین دا رد نه کړه چې له بایډن څخه به د ضرب الاجل د اوږدولو غوښتنه وکړي.

هغه له ای بي سي سره په خبرو کې وویل، «موږ به د وضعیت ارزونې ته دوام ورکړو، او څومره ډېر چې کولی شو هومره ډېره هڅه به وکړو چې څومره ډېر چې شوني وي هومره خلک راوباسو. ضرب الاجل ته په نږدې کېدلو سره به موږ ولسمشر ته معلومات ورکړو.»

استین وویل، «په دا چې موږ به په راتلوکي کې څومره لاسته راوړنه ولرو... دقیق ارقام نه شو وړاندې کولی، لاکن زه تاسو ته یواځې دومره ویلی شم چې موږ به هڅه وکړو چې له تمې څخه ډېر او هومره کار وکړو چې کولی یې شو،‌ او د هومره ډېرو خلکو پالنه به وکړو چې کولی شو، او تر هغه وخته به یې وکړو چې موږ یې د کولو وړتیا لرو.»

خطرناک عملیات

بایډن د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرو کولو پر وخت وویل هغه «هیله لري چې نوره کیسه اوږده نشي.»

کله چې خبریالانو له هغه څخه وپوښتل چې د بهرنیو مشرانو د دې غوښتنې په ځواب کې چې وخت باید اوږد کړي، زیاته کړه، «موږ به وګورو چې څه کولی شو.»

برتانیا د دوشنبې په ورځ وویل هغه به له متحده ایالاتو څخه وغواړي چې له افغانستان څخه د را وتلو ضرب الاجل د وږي له ۹مې څخه اوږد کړي.‌

بایډن په ځانګړې توګه د داعش د خراسان څانګې له خوا د بریدونو ګواښ ته په کتلو سره وویل، «موږ ډېره اوږده لاره په مخکې لرو او ډېر څه اوس هم خرابېدلی شي.»

د امریکایي چارواکو له خوا ژر تر ژره د ماموریت بشپړېدلو ته د لېوالتیا په پام کې نیولو سره، هغه وویل، «موږ پوهېږو چې ښایي ترهګر هڅه وکړي چې له وضعیت څخه ناوړه استفاده وکړي. دا اوس هم خطرناک عملیات دي.»

کله چې تېره چارشنبه په یوه مرکه کې له بایډن څخه پوښتنه وشوه چې آیا امریکایي عسکر به تر هغه پاتې شي چې هر امریکایي چې غواړي راوځي، را واېستل شي، هغه ځواب ورکړ، «هو.»

هغه ای بي سي ته وویل، «امریکایان باید پوه شي چې موږ به هڅه وکړو چې د وږي له ۹مې څخه مخکې پروګرام بشپړ کړو. که امریکایي وګړي پاتې وي، موږ به پاتې شو چې هغوی ټول راوباسو.»

اداره اوس هم په دې کار کوي چې امریکایان او نور هغه کسان چې اړتیا لري له افغانستان څخه راوځي، راوباسي.

تر شوني حده چټک

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن د یکشنبې په ورځ سي بي اېس ته وویل، «هغه څه چې موږ پرې تمرکز کوو دا دي چې څومره ډېر چې ممکن وي هومره کسان او څومره ډېر چې مؤثر او خوندي وي، راوباسو.»

هغه وویل، «دا هم مهمه ده په یاد ولرو چې طالبانو ویلي دي چې هوایي ډګر پرانستی وساتل شي.»

بلینکېن وویل، «هغوی غواړي چې هوایي ډګر فعال وي، او هغوی ژمنه کړې چې خلکو ته خوندي لاره ورکړي. د دې کار لپاره یې وروستۍ نېټه نه ده ټاکلې، او موږ به طالبان په دې ژمنه ولاړ وساتو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500