تروريزم

بایډن د کابل بریدګرو ته خبرداری ورکوي چې 'موږ به مو ومومو'

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

رضاکاران او طبي کارکونکي د هسپتال څخه بهر د يو پيک اپ ټرک نه لاشونه راکوزوي وروسته له هغې چې دوه پياوړي چاودنې د اګست په ۲۶ مه په کابل کې د هوایي ډګر څخه بهر وشوې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

رضاکاران او طبي کارکونکي د هسپتال څخه بهر د يو پيک اپ ټرک نه لاشونه راکوزوي وروسته له هغې چې دوه پياوړي چاودنې د اګست په ۲۶ مه په کابل کې د هوایي ډګر څخه بهر وشوې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۲۶ مه) ژمنه وکړه چې په کابل هوایي ډګر کې د وژونکي برید عاملین به تلاش کړي. د دې بريد ادعا د داعش د خراسان څانګې کړې ده.

دا دوه چاودنې هغه مهال وشوې کله چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د حامد کرزۍ نړیوال هوایي ډګر څخه بهر خلک د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان څخه د وتلو د هڅو په وروستیو ورځو کې راټول شول، چې د ۱۳ امریکایي سرتیرو په ګډون ۸۵ کسان په کې ووژل شول.

د سمندري ځواکونو ویاند ميجر جیم سټېنجر په یو بیان کې وویل چې هغه لس کسان چې وژل شوي او ګڼ شمير ژوبل شوي، د امریکې سمندري ځواکونه ول.

په داسې حال کې چې خلک د جمعې په ورځ په هسپتالونو کې د ورک شويو خپلوانو په لټه کې دي، ویره شتون لري چې د مړو شمیر به زيات شي.

د مېډیکل او هسپتال کارمندان یو ټپي سړی د علاج لپاره د موټر څخه بهر راوباسي کله چې د اګست په ۲۶ مه د کابل هوایي ډګر څخه بهر دوه چاودنې وشوې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د مېډیکل او هسپتال کارمندان یو ټپي سړی د علاج لپاره د موټر څخه بهر راوباسي کله چې د اګست په ۲۶ مه د کابل هوایي ډګر څخه بهر دوه چاودنې وشوې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانانو بېګونه او نور شیان چې د وتللو تمه وو د اګست په ۲۶ مه په کابل هوایي ډګر کې د دوو ځانمرګو بریدونو په ځای کې د اګست په ۲۷ مه لیدل کیږي. په دغه چاودنه کې د متحده آيالاتو ۱۳ سرتيري او ګڼ شمير کسان مړه شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانانو بېګونه او نور شیان چې د وتللو تمه وو د اګست په ۲۶ مه په کابل هوایي ډګر کې د دوو ځانمرګو بریدونو په ځای کې د اګست په ۲۷ مه لیدل کیږي. په دغه چاودنه کې د متحده آيالاتو ۱۳ سرتيري او ګڼ شمير کسان مړه شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

بایډن وویل، "هغو کسانو ته وايم چې دا برید یې کړی او همدارنګه هر هغه څوک چې غواړي امریکې ته زیان ورسوي، په دې پوه شئ: موږ به بخښنه ونه کړو. موږ به هیر نکړو. موږ به تاسو تلاش کړو او د دې انتقام به واخلو."

هغه وویل چې متحده ایالات به له افغانستان څخه د زرګونو ملکي وګړو د ایستلو له مشن څخه ډډه ونه کړي، او د اګست تر ٣١ مې نيټې پورې به د افغانستان څخه ټول ځواکونه وباسي.

الوتنې د جمعې په ورځ بیرته پیل شوې وې. د اګست په ۱۵مه د طالبانو واک ته د رسیدو راهیسې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډیر خلک له هیواد څخه وتلي دي.

دغه چاودنې، چې ادعا يې د داعش خراسان څانګې د عماق په نامه په خپلو رسنيو کې کړې ده، د پنجشنبې په ورځ د کابل هوایي ډګر عمومي دروازې ته نږدې هغه مهال وشوې کله چې لمر د ډوبیدو په حال کې و.

دا دوه چاودنې، چې د پېنټاګون ویاند جان کربي د "پیچلي برید" په توګه بیان کړې، یوازې يو څو ګهنټې وروسته له هغې وشوې کله چې لویدیځ چارواکو وویل چې دوی استخباراتي راپور لرلو چې د هوایي ډګر په وړاندې د ځانمرګي بریدونو پلان جوړ شوی دی.

کربي وویل، یوه چاودنه په اېبي ګيټ، چې د هوایي ډګر اصلي دروازه ده، کې وشوه او لږ تر لږه یوه بله چاودنه نږدې يا ۲۰۰ متره لرې په بيرون هوټل کې يا دې ته نږدې وشوه.

بیرون هوټل د ځینې هیوادونو لخوا د ایستلو د مرکزي ځای په توګه کارول کيدو کله چې د اګست په ۱۴مه هوايي ليږد پيل شو.

د متحده ایالاتو حکومت او د هغې متحدینو د ورځې په پیل کې د یو لړ مشورو سره خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی و چې له هوایي ډګر څخه ډډه وکړي.

د متحده ایالاتو او متحدینو چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی استخبارات درلودل چې د داعش د خراسان سره تړلي ځانمرګي برید ګرو د اګست د ۳۱ مې د وتلو د ټاکل شوي وخت څخه مخکې په هوایي ډګر باندې د برید کولو ګواښ کړی دی. بایډن د داعش د خراسان څانګې "جدي" ترهګریز ګواښ ته اشاره وکړه.

د بلجیم وزیر اعظم الیګزانډر ډي کرو د ځان وژونکو د برید ګواښ ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې انګلستان خپلو اتباعو ته هم خبرداری ورکړو.

سره له دې چې د ترهګرۍ ګواښ موجود و، ګڼ شمير خلک د طالبانو څخه د تېښتې په لټه کې په هوايي ډګر کې راټول شول.

د هوایي ډګر په شاوخوا کې قتل عام

دا چاودنې د هوایي ډګر په شاوخوا کې د ګڼ شمير خلکو په منځ کې وشوې، چې ځینې قربانیان یې په رغي او ګنده ناله کې وغورځېدل.

میلاد، چې د لومړۍ چاودنې په ځای کې و او یوازې د خپل لومړي نوم سره پیژندل کيدو، ای اېف پي ته وویل، "لاشونه، غوښې او خلک نږدې نالې ته وغورځېډل."

ژغورونکو د پېښې قربانیان په وینه کې لت پت جامو کې په ريړو کې بوتلل، ځکه چې په صدمه کې اخته ژوندې پاتې شويو کسانو د مرستې لپاره چيغې وهلې او په دغه قتل عام کې د خپلوانو په لټه کې وو.

یو سړي یو قرباني، چې لږ غوندې په هوش کې و، د مټ څخه نیولی و، او هڅه یې کوله چې خپل سر په ګنده اوبو کې له ډوبيدو څخه منع کړي.

یو عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط اې اېف پي ته وویل، "کله چې خلکو د چاودنې اواز واوریدو، نو په هغوی کې ډيره وېره رامنځته شوه. طالبانو وروسته په دروازه کې د خلکو د خپرولو لپاره هوایي ډزې پیل کړې."

"ما یو سړی ولیدو چې يو ژوبل شوی ماشوم یې په خپلو لاسونو کې نيولی و او منډې يې وهلې."

په اسمان کې خورا ډير لوګي پورته شول کله چې نارینه، ښځې او ماشومان د پیښې له ځایه وتښتیدل.

د ایټالیا غیر دولتي موسسې ایمرجنسي وویل، چې هغه هسپتال چې دا يې په کابل کې چلوي له ۶۰ څخه ډیر قربانيان ترلاسه کړل، چې ۱۶ په کې د رارسیدو پرمهال مړه ول.

د هسپتال ميډيکل کوآرډينيټر البرټو زېنین د دغه ګروپ په ټویټر اکاونټ په یو پوسټ کې وویل، "ژوبل شويو" کسانو خبرې نه شوې کولی، ډیر کسان په کې ویریدلي وو، د دوی سترګې په بشپړ ډول تباه شوی وې، او نظر يې نه لګيدو".

د ايمرجنسي صدر روزیلا میکیو وویل، هسپتال ته راوړل شوي قربانيان "ټول ملکي وګړي وو: ښځې، ماشومان".

په یو بیان کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د وژل شویو کسانو لپاره غمرازي څرګنده کړه، چې په دې کې هغه "افغانان شامل دي کوم چې هوایي ډګر ته نږدې په بل ځای کې د نوي ژوند د پیل کولو په تمه راټول شوي ول"، او د هغوی عزیزانو ته يې "د زړه له کومي خواخوږي" وړاندې کړه.

د داعش د خراسان څانګې وژونکی ریکارډ

طالبانو د متحده ایالاتو په مشرۍ ځواکونو ته اجازه ورکړې چې الوتنې ترسره کړي، په داسې حال کې چې دوی پلان لري چې د امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته خپل حکومت ته حتمي شکل ورکړي.

خو د داعش خراسان څانګه، چې د طالبانو خونړي سیالان دي او د وحشي بریدونو ریکارډ لري، په کابل کې د ګډوډۍ څخه د ګټه پورته کولو اراده لري.

عبدل الباسط، چې په سینګاپور کې د اېس راجارتنام سکول کې د نړیوالو مطالعاتو د څیړنې ملګری دی، وویل، "د تیرې شپې بریدونو یو ځل بیا وښودله چې هیڅ يوه ډله په افغانستان کې د تاوتریخوالي د اجاره دارۍ او يا د دې د خوندي کولو ادعا نه شي کولی."

"دا هغه خلک دي چې د طالبانو په پرتله خورا سخت دي او اساساً له طالبانو سره په جګړه کې بوخت دي. د آسټرالیا د دفاع وزیر پیټر ډوټن د داعش خراسان څانګې ته په اشارې سره وویل، چې دا یو وحشتناک پیچلی وضعیت دی."

په وروستیو کلونو کې، د داعش خراسان څانګې په جوماتونو، زیارتونو، عامه چوکونو او حتی هسپتالونو کې ملکي خلک وژلي دي. دا ډله په ځانګړي توګه د هغو فرقو مسلمانان په نښه کړي چې دا يې کافران ګڼې، چې په کې شیعه ګان شامل دي.

څو میاشتې وروسته چې داعش په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریه کې د خلافت اعلان وکړو، د پاکستاني طالبانو څخه جدا شوي جنګیالي په افغانستان کې له اورپکو سره یوځای شول ترڅو سیمه ییز فصل جوړ کړي او د داعش د مشر ابوبکر البغدادي سره یې بیعت وکړو.

د داعش خراسان څانګه په راتلونکي کال کې په رسمي ډول د داعش د مرکزي مشرتابه لخوا ومنل شوه ځکه چې دې د افغانستان په شمال ختیځ، په ځانګړي توګه کونړ، ننګرهار او نورستان صوبو کې خپلې ریښې پياوړي کړې وې.

دې د ملګرو ملتونو د څارونکو په وینا، دې د کابل په ګډون د پاکستان او افغانستان په نورو برخو کې پټ ځایونه هم جوړ کړل.

"خراسان" د هغې سیمې یو تاریخي نوم دی چې نن ورځ د پاکستان، ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا په نامه ياديږي.

تیر کال، د داعش خراسان څانګه د هغه برید په تور تورنه شوه چې نړۍ یې حیرانه کړه -- په دغه بريد کې وسله والو د کابل د شیعه ګانو په سیمه کې د زېږون په وارډ کې يو خونړی برید وکړو او ۱۶ میندې او حامله ښځې یې ووژلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500