تروريزم

پاکستان د ترهګرۍ سره د اړيکو د مخنیوي لپاره د زرګونو مدرسو رجسټریشن پیلوي

د ضياء الرحمان لخوا

په اپرېل ۲۰۱۹ کال کې د مدرسې زده کونکي د کراچۍ په یوې مدرسه کې په کلني امتحان کې برخه اخلي. [ضیاء الرحمان]

په اپرېل ۲۰۱۹ کال کې د مدرسې زده کونکي د کراچۍ په یوې مدرسه کې په کلني امتحان کې برخه اخلي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- د مختلفو مدرسو بورډونو د مشرانو سره د میاشتو اوږدو خبرو اترو وروسته، پاکستاني چارواکو د ترهګرۍ د مالي تمویل او استخدام د مخنیوي لپاره په ټول هیواد کې د ۳۰۰۰۰ نه د زياتو دیني مدرسو رجسټرېشن پیل کړی دی.

د دغه وزارت له خوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې، د فدرالي ښوونې او مسلکي زده کړې وزارت د پروسې د اسانولو لپاره د اکتوبر له ۲ مې نيټې راهیسې د ښار او ضلعې په کچه ۱۳۳ دفترونه جوړ کړي دي.

د دې وزارت یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دغه وزارت د مدرسو د مدیرانو لارښود او د رجسټرېشن مرکزونو په اړه د تماس معلوماتو چمتو کولو لپاره په ځايي ورځپاڼو کې اشتهارونه خپاره کړي دي.

دغه چارواکي وویل، "د مدرسې رجسټرېشن د حکومت د هغه جامع پلان یوه برخه ده چې دیني مدرسې تر خپل کنټرول لاندې راولي او دینی زده کړې په کې منظمې کړي، عصري مضامین د هغوی په درسي نصابونو کې شامل کړي او د هغوی تمویل شفاف کړي."

په کراچۍ کې یو ژورناليسټ د اکتوبر په ۳ مه د مدرسو د رجسټرېشن په اړه د حکومت اشتهار آنلاین لولي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې یو ژورناليسټ د اکتوبر په ۳ مه د مدرسو د رجسټرېشن په اړه د حکومت اشتهار آنلاین لولي. [ضیاء الرحمان]

هغه زیاته کړه، "حکومت د مدرسې د رجسټرېشن د پروسې په اړه مثبت غبرګون ليدلی دی، او دا هیله یې راپورته کړې چې دا هڅه به خپل هدف ترلاسه کړي -- چې ټولې مدرسې به د تعليم له وزارت سره رجسټر شي."

دغه چارواکي وويل، دې وزارت په اګست ۲۰۱۹ کال کې د رجسټرېشن پروسه وروسته له هغې پيل کړه کله چې دې د اتحادې تنظيمات مدارس پاکستان (آی ټي اېم پي) سره يوه معاهده لاسلیک کړه. آی ټي اېم پي يوه اداره ده چې په هيواد کې د پنځو نظريو د مدرسو استازيتوب کوي.

د رجسټړېشن پروسه په مارچ کې پیل شوې وه، خو د کورونا ویروس ناروغۍ له امله وځنډول شوه.

په تیرو وختونو کې، د پاکستان پرله پسې حکومتونه -- ملکي او پوځي -- د مذهبي ډلو تر فشار لاندې د مدرسو د منظم کولو لپاره په خپلو هڅو کې ناکامه شوي وو. هغوی دغه اصلاحات وغندل او ويې ويل چې دا د لویدیځ په ملاتړ د اسلام پر ضد يوه دسیسه ده.

پاکستان څه د پاسه ۳۰۰۰۰ مدرسې لري، چې له ۳ ملیونو څخه ډیر زده کونکي پکې په کورسونو کې داخل دي. په دې کې د قرآن کریم د حفظ کولو نه والا تر عربي ادبیاتو او اسلامي فقه کې تخصص ترلاسه کولو پورې کورسونه شامل دي.

د مدرسو رجسټرېشن او منظم کول د ملي عمل پلان (اېن ای پي) د ۲۰ اهدافو څخه دی. د ملي عمل پلان د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې پالیسي ده چې په جنوري ۲۰۱۵ کال کې د حکومت له خوا تصويب شوه وروسته له هغې چې طالب وسله والو په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې له ۱۵۰ څخه زيات د سکول زده کونکي ووژل.

د ملي عمل پلان (اېن ای پي) د برخې په توګه، صوبايي حکومتونو د ډیرو مدرسو ډیجیټل مېپنګ بشپړ کړی، چې په دې کې د ځايونو او جي پي اېس کوآرډينيټونو په اړه معلومات شامل دي.

اېن ای پي هڅه وکړه چې د ترهګرو مالي مرستې له منځه يوسي، د هیواد مرکزي بېنک، د پاکستان سټیټ بېنک، ته يې دنده وسپارله چې د مدرسو د فنډونو سرچینې په ګوته کړي.

د اتحادې تنظيمات مدارس پاکستان سره د لاسلیک شوي وروستۍ معاهدې له مخې، حکومت به ټولې هغه مدرسې بندې کړي چې له وزارت سره د رجسټرېشن کولو نه ډډه کوي او هغوی به د بينک اکاونټونو له پرانستلو څخه منع کړي.

د ترهګرۍ په وړاندې بل ګام

د کراچۍ يو څیړونکي ابوبکر یوسفزۍ، چې د مدرسو سره يې د سولې د رامینځته کولو په پروژو کار کړی دی، وويل چې د دې ډول کړنو لپاره مناسب وخت دی.

هغه وویل، "د رجسټرېشن او منظم کولو پرته، حکومت په دې برخه کې څه کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي."

يوسفزۍ وويل، په داسې حال کې چې د ترهګرو ډلو پرضد پوځي عمليات د دې ډول ډلو په کمزوري کولو کې بریالي شوي دي، د مدرسو په منظم کولو باندې تمرکز د حکومت نوی راتلونکی منطقي ګام دی.

هغه وویل، "د مدرسو منظم کول به د ترهګرو او د ترهګرۍ د مالي تمویل سره د دوی اړیکې پرې کړي." هغه د استخباراتي راپورونو حواله ورکړه چې وړاندیز کوي چې ځینې مدرسې د منع شويو تروریستي ډلو لپاره په استخدام او تمويل کې ښکيل دي.

هغه وویل، د حکومت دغه اقدام به له پاکستان سره مرسته وکړي چې د مالي عمل کاري ځواک وړاندیزونه پلي کړي. په پاريس کې دېره بين الحکومتي سازمان د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل په وړاندې په اقداماتو پورته کولو کې د ناکامۍ له کبله په جون ۲۰۱۸ کال کې پاکستان په خپل خړ لیست کې په رسمي ډول شامل کړو.

د مدرسې منتظمينو د حکومت د پريکړې ستاينه وکړه چې د دیني مدرسو د سمبالولو مسؤلیت د تعليم وزارت ته وسپاري.

په کراچۍ کې د یوې مدرسې منتظم قاري عبد الرشید وویل، مخکې به څو وزارتونو او دولتي ادارو -- لکه هغه ادارو چې د سوداګرۍ، د کورنیو چارې او دیني چارې پر مخ بيايي -- د مدرسو څارنه کوله.

رشید وویل، د وزارت سره رجسټرېشن به د سکولونو سره د بينک اکاونټونو په پرانستلو او د حکومت په نورو سهولتونو ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، لکه د مدرسې زده کونکو ته اجازه ورکول چې د سکول او کالج بورډ په امتحانونو کې برخه واخلي او خپلې ډګرۍ ترلاسه کړي.

رشید وویل، "په تیرو وختونو کې د قانون پلي کونکو ادارو د معلوماتو راټولولو په نوم د مدرسو د ښوونکو او زده کونکو د ځورونې پالیسي تعقیب کړه." رشید هیله څرګنده کړه چې وروستۍ هڅې به دا مسله حل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500