تروريزم

داعش په کابل کې د روسیې سفارت خانې ته څېرمه د ځانمرګي برید ادعا کړې ده

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

امنیتي ساتونکي په کابل کې د روسیې سفارت خانې ته څېرمه د سپتمبر په ۵مه د داعش له ځانمرګي برید وروسته ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

امنیتي ساتونکي په کابل کې د روسیې سفارت خانې ته څېرمه د سپتمبر په ۵مه د داعش له ځانمرګي برید وروسته ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- "د عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۵مه) په کابل کې ​د روسیې سفارت خانې​ ته څېرمه د یو ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیستو چې د سفارتي ماموریت دوه کارکوونکي او څلور افغانان یې ووژل.

بریدګر د سفارت خانې د قونسلګرۍ دروازې ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړه.

دې ډلې په یو بیان کې، چې د ټیلیګرام په مختلفو چینلونو کې خپور شوی و، وويل، د داعش یو جنګیالي سفارت خانې ته څېرمه "په هغه غونډه کې چې روسي کارکوونکو پکې ګډون کړی و، خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړه".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سفارت خانې د دوو کارکوونکو وژنه تایید کړه.

افغان میرمنې د سپتمبر په ۵مه په کابل کې له یو ځانمرګي برید وروسته د روسیې سفارت خانې ته نژدې تیریږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان میرمنې د سپتمبر په ۵مه په کابل کې له یو ځانمرګي برید وروسته د روسیې سفارت خانې ته نژدې تیریږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل پولیسو وویل، څلور افغانان چې د قونسلګرۍ خدماتو ته یې انتظار کولو هم ووژل شول او څو نور پکې ژوبل شول.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف دغه برید "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" وبللو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وويل، د سفارت خانې د امنیت د ټینګښت لپاره سمدستي ګامونه واخیستل شول. ياده سفارت خانه د کابل د پارلمان ودانۍ په لور په یو لوی سړک باندې موقعيت لري.

استخباراتي 'کمزوري'

دا برید د افغانستان د هغو هلوځلو لپاره یو ګوزار دی چې له مخې یې بهرني هېوادونه وهڅوي چې په کابل کې خپل ماموریتونه بیا پرانیزي او پدې ټینګار کوي چې امنیت تضمین شوی دی.

د روسیې سفارت خانه یو له هغو څو څخه وه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته خلاصه پاتې شوې وه، کله چې ډېرو هېوادونو خپلې سفارت خانې وتړلې او کارمندان یې وایستل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وويل چې په دې اړه پلټنې پېل شوي او چارواکي به "دښمنانو ته اجازه ورنکړي چې په داسې منفي کړنو سره د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي".

افغان امنیتي شنونکي حکمت الله حکمت وویل، دغه برید د استخباراتو په راټولولو کې د افغانستان "کمزوري" وښودله.

هغه ای اېف پي ته وویل، "که دوی د کابل په زړه کې د دې ډول بریدونو مخه ونه نیسي، نو دوی نشي کولی په کلیوالو سیمو کې امنیت تامین کړي."

د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونیو ګوترېش په یو بیان کې دا برید په "کلکه" وغندلو او د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) هم د دغه برید غندنه وکړه.

دې په ټویټر کې وويل، "یوناما په دې اړتیا ټینګار کوي -- چې د خلکو او همدارنګه د سفارتي ماموریتونو د خوندیتوب او امنيت لپاره ګامونه پورته کړي."

په جوماتونو کې چاودنې

په دې وروستیو هفتو کې نور ترهګریز تاوتریخوالی افغانستان ځپلی دی.

د جمعې په ورځ په هرات ښار کې د افغانستان په لوېدیځ کې په یو جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې د یو نفوذ لرونکي امام په ګډون یې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل.

دیني عالم مجیب الرحمان انصاري د هغو کسانو د وژلو غوښتنه کړي وه کوم چې د هېواد د مشرانو پر وړاندې حتی "ډیر کوچنی عمل" هم کړی وي.

په انصاري برید په داسې حال کې وشو چې چارواکو هغه ته د یو بلټ پروف ګاډي او ساتونکو په ګډون سخت امنیت برابر کړی دی.

سږکال په ټول هېواد کې ګڼ شمېر جوماتونه په نښه شوي، چې د ځینو بریدونو پړه یې ​​داعش​​منلې ده.

د اګست په ۱۷مه په کابل کې د ابوبکر صدیق په جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

داعش اقليتي ټولنې لکه شیعه، صوفیان او سکهان په نښه کړي دي.

تر دې مخکې د اګست په میاشت کې داعش د یو لړ چاودنو مسوولیت منلی و چې لږ تر لږه ۱۰ کسان پکې وژل شوي ول.

دغه چاودنو د کابل په لوېدیځ کې په یو سیمه کې وشوې چې زیاتره پکې د هزاره قومي ټولني غړي ژوند کوي او زیاتره یې شیعه ګان دي.

دا چاودنې د​​عاشورا​​څخه يو څو ورځې وړاندې وشوې کله چې عبادت کوونکي په جوماتونو کې راټولیږي او د شیعه امام حسین ابن علي، چې د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لمسی دی، د مړینې په مراسمو کې برخه اخلي.

د جون په میاشت کې، داعش په کابل کې په​​ګوردواره​​ باندې د بريد ادعا وکړه چې دوه تنه پکې وژل شوي ول او لږ تر لږه اوه نور پکې ژوبل شوي ول.

داعش په یو پیغام کې، چې په خپل اعماق تبلیغاتي ويب پاڼه کې يې خپور کړی و، وويل چې په دغه برید کې هندوان او سکهان او "مرتديان" چې د دوی ساتنه کوي په نښه شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500