امنیت

د القاعدې د مشر الظواهري وژل په پاکستان کې د اورپکۍ لپاره یو ګوزار ګڼل کیږي

د زرک خان او ای اېف پي لخوا

په کراچۍ کې په هند برصغیر (AQIS) کې د القاعدې د مشر په اړه معلومات د ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې د سور کتاب په وروستۍ نسخه کې ښکاري. سور کتاب د پاکستان د ترهګرۍ د تر ټولو مطلوب شکمنو کسانو يو ليسټ دی. [زرک خان]

په کراچۍ کې په هند برصغیر (AQIS) کې د القاعدې د مشر په اړه معلومات د ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې د سور کتاب په وروستۍ نسخه کې ښکاري. سور کتاب د پاکستان د ترهګرۍ د تر ټولو مطلوب شکمنو کسانو يو ليسټ دی. [زرک خان]

اسلام آباد -- شنونکي وايي، د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل ​​په افغانستان کې د امریکا په برید کې​​نه یوازې په نړېواله کچه د ترهګرۍ لپاره یو لوی ګوزار دی بلکې په ځانګړې توګه په پاکستان او ټوله سیمه کې د دغې ډلې لپاره يو لوی ګوزار دی.

د متحده آيالاتو صدر جوبایډن د تېرې دوشنبې په ورځ (د اګست په لومړۍ نېټه) وویل، الظواهري د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په کابل کې په یو "خوندي کور" کې ووژل شو.

د انتظاميې یو جګپوړي چارواکي وويل، دغه ۷۱ کلن مصری ​​په شېرپور کې، چې د کابل ترټولو بډايه سیمه ده، د یو درې پوړیز کور په بالکونۍ کې موجود و، ​​کله چې د یکشنبې له سهار وروسته د هيل فاير په دوو توغنديو سره په نښه شو.

د دفاع او استخباراتو چارواکو د کور د جوړولو مطالعه وکړه، چې موخه يې د ودانۍ ساختماني بشپړتیا ته د زيان رسولو پرته الظواهري په نښه کول و، ترڅو د ملکي خلکو لپاره خطر کم کړي.

د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ په ۶ مه نېټه د الجزیرې له خوا د نشر شوي ويډيو سکرین شاټ ایمن الظواهري ښيي چې په یو ناڅرګند ځای کې وینا کوي. [ای اېف پي]

د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ په ۶ مه نېټه د الجزیرې له خوا د نشر شوي ويډيو سکرین شاټ ایمن الظواهري ښيي چې په یو ناڅرګند ځای کې وینا کوي. [ای اېف پي]

د ودانۍ ښکاره عکسونه ښیي چې په یو منزل کې یوازې څو کړکۍ ړنګې شوې او پاتې په سم حالت کې دي.

دغه چارواکي وويل، "د برید پر مهال د الظواهري د کورنۍ غړي د خوندي کور په نورو برخو کې هم موجود وو او په قصدي ډول هغوی په نښه نه شول او نه ورته زیان ورسول شو."

د القاعدې نړېوال ماسټر مائنډ

دا ګمان کېدو چې الظواهري د القاعدې د عملیاتو مشري کوله -- د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه په متحده آيالاتو باندې د حملو په ګډون -- او همدارنګه د اسامه بن لادن شخصي ډاکټر و.

هغه وروسته له هغې د القاعدې مشر جوړ شو کله چې د متحده آيالاتو ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې اسامه بن لادن ووژلو، او د دې ډلې په غیر مرکزي کولو او په ټوله نړۍ کې د القاعدې فرنچائزونو په رامنځته کولو کې یې مهم رول ولوبولو.

په ۲۰۱۴ کال کې، الظواهري ​د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د تروريستي ډلې د سيمه ايزې څانګې په توګه په هند برصغیر کې ​القاعده (AQIS)​​پېل کړه او عاصم عمر يې د سيمه ييز مشر په توګه وټاکو.

عمر، چې په ۲۰۱۸ کال کې د متحده ایالاتو له خوا د نړېوال ترهګر په توګه نومول شوی و، پخپله ​​د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې​​ په افغانستان کې د هلمند صوبې د موسی کلا ضلعې په یوه ودانۍ باندې د یو برید په ترڅ کې ووژل شو.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "AQIS یوه لویه ترهګریزه ډله ده چې د مختلفو پاکستاني وسله والو ډلو لکه د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره اړیکې لري."

دغه چارواکي وویل، که څه هم، ​​د ترهګرۍ او اورپکۍ پر وړاندې د پاکستان مبارزې​​په هېواد کې د AQIS شتون خورا کمزوری کړی دی.

هغه زیاته کړه، "ټي ټي پي او نورو پاکستاني اورپکو ډلو د القاعدې نظریه خپله کړي وه چې د دې لامله په پاکستان کې د الظواهري مرګ د جهادي ډلو لپاره د لوی ګوزار په توګه ګڼل کېدی شي."

سیمه ایزې موخې

د شنونکو په وینا، د الظواهري د AQIS د جوړولو پریکړه د "عراق او سوریه کې د اسلامي دولت" خراسان څانګې (ISIS-K) جوړولو ته ځواب و.

فرحان زاهد، چې په اسلام آباد کې میشته امنیتي شنونکی دی، په ۲۰۱۹ کې پاکستان فارورډ ته وویل، "الظواهري پخپله په یوه ویډیو کې ښکاره شو چې عاصم عمر معرفي کوي ... دواړو ژمنه وکړه چې په برصغير هند کې به ترهګري خپره کړي."

"دا توجيه خورا ساده وه: ​​القاعده نه شي کولی داعش ته اجازه ورکړي چې ​​د پاکستان په متنوع جهادي چاپيريال کې نفوذ ترلاسه کړي چې القاعده پکې له اوږدې مودې راهیسې واکمنه پاتې شوې ده.

په سپتمبر ۲۰۱۴ کال کې، AQIS په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو د یوې کښتۍ د تښتولو هڅه وکړه، چې ۱۰ نیم پوځي پرسونل پکې ووژل شول او ۱۵ نور ژول شول. په ياده جګړه کې دوه بریدګر ووژل شول او دریم ځان ته چاودنه ورکړه.

په ۲۰۱۷ کال کې په پاکستان کې د اورپکو پرضد د عملیاتو وروسته، الظواهري د یوې نوې ستراتیژۍ په جوړولو سره د AQIS د بېرته منظم کولو هڅه وکړه چې په کوچنیو پټنځايونو او د تعليمي ادارو څخه د تعلیم یافته ځوانانو په استخدام باندې تمرکز کوي.

​انصار الشریعه پاکستان (ASP)​​، چې د AQIS پلوه اورپکو یوه لږه پېژندل شوې ډله ده او په ۲۰۱۷ کال کې په کراچۍ کې راپورته شوې وه، د نوې ستراتیژۍ یوه نښه وه.

په انصار الشريعه کې تقريباً یو درجن غړي شامل وو چې ویل کیږي د النصره فرنټ تر چتر لاندې فعالیت کوي. النصره فرنټ په سوریه کې د القاعدې سره تړلې يوه ډله ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې چې د جولای په ۱۵مه خپور شوی و، AQIS له ۱۸۰ څخه تر ۴۰۰ پورې جنګیالي لري، چې په عمده توګه د بنګله دیش، هند، میانمار او پاکستان څخه دي.

د الظواهري له مرګ سره، ​​القاعده اوس د جانشينۍ له کړکېچ سره مخامخ ده​​.

د افراطیت سره د مبارزې پروژې، چې يوه نادولتي موسسه ده، ډايريکټر او د ملګرو ملتونو پخواني سلاکار هانس جیکوب شینډلر ای اېف پي تي وویل، "الظواهري د ملګرو ډلو په ورځنۍ پریکړه کولو کې ښکېل نه و."

هغه وويل، "خو تاسو د یو ځانګړي شهرت او لوړ رتبه شخصیت ته اړتیا لرئ ځکه چې د ټولو اړوندو ډلو ټول مشران باید هغه ته د شخصي وفادارۍ اعلان وکړي."

"نو د هغه ځای نيول به یوه ننګونه وي."

په پاکستان تمرکز کول

الظواهري په خپلو لیکنو کې له اوږدې مودې راهیسې د اسلامي شریعت پلي کول په پاکستان کې د خپلو بغاوتونو او تروریستي فعالیتونو لپاره د عذر په توګه کارولي دي.

د مايکل ډبليو اېس ريان په وينا، چې په جېمزټاون فاونډېشن کې سينير ريسرچ فيلو دی، د الظواهري د ۱۳۰ مخونو مونوګراف چې د "سهار او څراغ" سرلیک لاندې خپور شوی د پاکستان د اساسي قانون تجزيه وکړه او په ۲۰۰۹-۲۰۱۰ کال کې يې د پاکستان حکومت د نسکورولو لپاره د القاعدې په هڅو کې "تر ټولو غیر معمولي زیاتوالی" په ګوته کړو.

ريان په ۲۰۱۰ کال کې په ټيروریزم مانیټر کې، چې په واشنګټن ډي سي کې د دفاعي پالیسۍ یوې څېړنيزې موسسې، جېمزټاون فاونډېشن، یوه خپرونه ده، وويل، دغه مونوګراف، چې په اردو ژبه ژباړل شوی، یوازې "د پاکستان په اسلامي جمهوریت کې په دودیز ډول د القاعدې او د هغې د سیمه ایزو متحدینو لخوا د منل شويو اصولو سره سم د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه نه کوي، بلکې دا پخپله د دولت د ویجاړولو غوښتنه هم کوي".

علامه شاهد فاروقي، چې په کراچۍ کې دیني مشر او ​​پيغام پاکستان (PeP)​​یا د پاکستان پیغام لاسليک کونکی دی، وويل، "د الظواهري لپاره، پاکستان په ستراتیژیکي توګه یو مهم هېواد و او همدا لامل و چې هغه په دوامداره توګه د خپلو بیانونو له لارې د پاکستان د دولت مشروعیت په نښه کړو."

په ۲۰۱۸ کال کې په زرګونو پاکستاني اسلامي عالمانو پيغام پاکستان لاسلیک کړو، چې د توافق پر بنسټ د تروریزم سره د مبارزې پالیسۍ يو سند دی چې په عمده توګه د پاکستان په اساسي قانون باندې د الظواهري په څېر د افراطي مشرانو د بریدونو سره مبارزه کوي.

فاروقي وویل، "الظواهري د اسلامي تعلیماتو غلطه تشريح وکړه ترڅو د هغه ترهګرۍ ملاتړ وکړي چې په زرګونو کسان پکې وژل شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500