تروريزم

پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ په فهرست کې پرمختګ ښیي

د ضياء الرحمان لخوا

نیم پوځي رینجر د نومبر په ۲۰ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

نیم پوځي رینجر د نومبر په ۲۰ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د ۲۰۱۹ نړیوالې ترهګرۍ فهرست، چې په سیډني کې د اقتصاد او سولې انسټیټوټ لخوا خپور شوی دی، له مخې، په پاکستان کې په روان کال کې په تروريستي پیښو او اړوندو وژنو کې کمی راغلی دی.

د نومبر په ۲۰ مه د خپور شوي راپور له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې، د ترهګرۍ پورې اړوند مرګونو شمیر د ۳۷٪ کمۍ سره ۵۳۷ ته راټیټ شو، او د پیښو شمیر د ۳۶٪ کمۍ سره ۳۶۶ ته راکم شو.

په راپور کې راغلي چې د مرګونو او پیښو شمیر په ترتیب سره ۸۱٪ او ۷۷٪ په ۲۰۱۳ کال کې د دوی د زياتوالي په پرتله کم دی.

البته، پاکستان په نړۍ کې د منع شويو جنګیالیو ډلو لخوا د تاوتریخوالي لپاره په خطرناکو پنځو هیوادونو کې دی.

د کراچۍ د سولې فعالین په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې د طالب وسله والو لخوا د ظلمونو پرضد احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ د سولې فعالین په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې د طالب وسله والو لخوا د ظلمونو پرضد احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

پاکستان د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کال ترمنځ په هغه هيوادونو کې په دوامداره توګه پنځمه درجه لرله چې د ترهګرۍ لخوا زيات ځپل شوي دي. دې په ۲۰۱۲ کې دويمه، په ۲۰۱۳ کال کې دریمه او په ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کال کې څلورمه درجه لري.

راپور وايي، "سږکال د نسبتاً ښه والي سربیره، ترهګري په پاکستان کې یو لوی ګواښ دی."

د داعش خراسان څانګه

د دغه راپور له مخې، "د داعش خراسان څانګه، تحریک طالبان پاکستان او لشکري جنګوي (ايل اي جی) په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې د تروریستي وژنو زياتره مسؤليت لرلو.

د داعش خراسان څانګه په ۲۰۱۸ کال کې په دغه دریو ډلو کې ترټولو زياته وژونکي ډله وه، چې د ۲۵۱ مرګونو -- یا په هیواد کې د ورته وژنو ۳۶٪ -- مسوليت يې په غاړه اخيستې وو، چې زياتره په کې په بلوچستان کې پیښ شوي وو.

ترټولو زيات خونړی تروریستي عمل په جولای ۲۰۱۸ کال کې د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ د يو کاندید د انتخاباتي غونډې په دوران کې ترسره شو، چې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان پکې وژل شوي ول، چې دا په دغه کال کې په نړۍ کې ترټولو وژونکی ترورستي برید وو.

په پاکستان کې، په ۱۹۷۰ کال کې .. د دغه ځانمرګي چاودنې مرګ ژوبله په پېښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د پوځ په پبلک سکول (ای پي ايس) باندې د وسله والو برید د مرګ ژوبلې وروسته په دوهم نمبر وه. په دغه قتل عام کې د ۱۵۰ نه زيات ماشومان او ښوونکي وژل شوي ول.

د مستونګ له چاودنې راهیسې، د پاکستان قانون پلي کونکو ادارو په دغه صوبه کې د داعش خراسان څانګې پروړاندې د ترهګرۍ پرضد پراخه عملیات پیل کړي او ګڼ شمیر مشران یې وژلي دي. هدایت الله، چې د مستونګ برید پلان جوړونکی وو، په وژل شویو کسانو کې وو.

چارواکو د دغه ډلې د نفوذ د مخنیوي لپاره هڅې کړې دي، چې په تعليمي ادارو کې احتمالي ګمارونکو ته په ځانګړې توګه پام کوي.

د داعش خراسان څانګه په افغانستان او پاکستان کې تر ټولو زياته وژونکي ډله جوړه شوی ده، چې په ۲۰۱۷ کال کې په هر برید کې د ۶.۳ مرګونو شمير په ۲۰۱۸ کال کې ۱۲.۱ ته لوړ شوی دی.

راپور وايي، "په عراق او سوریه کې د پوځي ماتې نه وروسته، دا په جنوبي اسیا کې د داعش د مخ په زیاتیدونکي شتون سره سمون لري."

د داعش مشر ابو بکر البغدادي د اکتوبر په ۲۶ مه په شمال لویدیځ سوريه کې د شپې په يو بريد کې د متحده ايالاتو ځانګړو ځواکونو لخوا د ګڼ شمير نورو وسله والو سره وژل شوی وو، چې دا يوه داسې پيښه ده چې په راپور کې نه ده شامل شوي ځکه چې دا په ۲۰۱۹ کال کې رامنځته شوې وه.

داعش د مۍ په میاشت کې اعلان وکړو چې دې په پاکستان کې د "هند صوبه" جوړه کړې ده. دا اعلان وروسته له هغې وشو کله چې داعش د هند تر واک لاندې کشمیر کې د برید ادعا وکړه.

له هغه وخت راهيسې، داعش په تیرو څو میاشتو کې په پاکستان کې د ګڼ شمیر تروریستي حملو او نورو مجرمانه فعالیتونو مسؤلیت په دروغه منلی څو هڅه وکړي چې د سرچينو د کمیدو له امله د دغه ډلې پروفایل لوړ کړي.

راپور دا هم وکتله چې د ترهګرۍ د کمیدو رجحان د ټي ټي پي، چې په تیره عشره کې د پاکستان ترټولو زياته وژونکي تروریستي ډله پاتې شوې ده، په تروریستي فعالیتونو کې په دوامداره توګه کمی په ګوته کوي. ټي ټي پي له ۲۰۰۷ راهیسې د لږ تر لږه ۴،۸۰۰ مرګونو مسؤليت په غاړه لري، چې يوازې يې په ۲۰۱۰ کال کې د ۷۴۰ نه زيات کسان وژلي دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې، ټي ټي پي ته منسوب مرګونه د ۵۶٪ کمي سره ۱۵۱ ته راټیټ شول.

په راپور کې یادونه شوې چې په ۲۰۱۸ کال کې د لشکري جهنګوي، يو منع شوي ډله چې د داعش د خراسان څانګې سره تړاو لري، د فعالیت کچه په تاریخي توګه کمه شوه. دا دریمه لویه تروریستي ډله وه چې یوازې دوه بریدونه يې ترسره کړي ول، چې په کې شپږ کسان وژل شوي ول.

په امنیت کې پرمختګ

د امنیتي کارپوهانو او قانون پلي کونکو چارواکو په وینا، د پوځي هڅو په ګډون د حکومت هڅو په ترهګرۍ کې کمی رامنځته کړو.

له ۲۰۰۹ راهیسې، د پاکستان پوځ د وسله والو ډلو، د ټي ټي پي او د داعش خراسان څانګې په ګډون، له منځه وړلو لپاره یو لړ پوځي عملیات پیل کړل، او د دوی ډیر مشران یې ووژل یا ونیول.

په کويټه کې یو امنیتي چارواکي وویل، "په حقیقت کې په پېښور کې په ای پي ايس باندې د ټي ټي پي برید، چې لږ تر لږه ۱۵۱ کسان، زياتره د سکول ماشومان، په کې وژل شوي ول، د پاکستان سیاسي او پوځي اشرافيه انديښمنه کړه او په جدي توګه يې د تروریستي ډلو له ګواښ سره د مقابلې لپاره کلکه ژمنه وکړه."

يو چارواکي، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه يې وکړه ځکه چې هغه له ميډيا سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، وويل، "په سیمه کې د داعش له راتګ او د هغې د خراسان څانګې جوړيدو وروسته، د پاکستان قانون پلي کونکو ادارو په ټول هیواد کې په ځانګړي توګه په بلوچستان صوبه کې د استخباراتو پر اساس خپل عملیات تيز کړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په حقیقت کې، یوه معلوماتي مقاله.

ځواب