تروريزم

په داسې حال کې چې د القاعدې پخوانی ساتونکی وژل شوی، نو د دې ډلې راتلونکی به څنګه وي؟

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د القاعدې په اړه کارپوهانو د سرچینو په حواله ویلي چې ایمن الظواهري، چې د اسامه بن لادن پرځای د دې ډلې د مشر په توګه ټاکل شوی او دلته په دې تصوير کې ښودل شوی، هم مړ شوی دی. [تصوير په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی]

د راپورونه مخې، په دې وروستیو میاشتو کې د القاعدې د لوړ پوړو مشرانو وژل د دې ترهګرې شبکې د راتلونکي ستراتیژۍ او پیاوړتیا په اړه پوښتنې راپورته کوي، چې له مخکې نه د هغه نړیوال ځواک صرف یو سیوری پاتې شوی دی چې دوه عشرې مخکې و.

دي نیویارک ټایمز تیره هفته راپور ورکړو چې د القاعدې مرستیال مشر عبدالله احمد عبدالله، چې د ابو محمد المصري په نوم پيژندل کيږي، د اګست په مياشت کې د واشنګټن په امر د اسراییلي فعالانو لخوا په تهران کې په پټه ووژل شو.

په عين وخت کې، د القاعدې په اړه کارپوهانو د سرچینو په حواله ویلي چې ایمن الظواهري، چې د اسامه بن لادن پرځای د دې ډلې د مشر په توګه ټاکل شوی او دلته په دې تصوير کې ښودل شوی، هم مړ شوی دی.

ایران د عبدالله د وژنې راپور په کلکه رد کړی، په داسې حال کې چې القاعده د خپلو رسنیو چینلونو له لارې د الظواهري د مرګ ادعا نه ده تایید کړې.

د القاعدې جګپوړی غړی عبدالله احمد عبد الله، چې د ابو محمد المصري په نامه ياديږي، د ۱۹۹۸ کال د اګست په ۷ مه د تنزانیه په دار السلام او د کینیا په نيروبي کې د متحده ایالاتو پر سفارت خانو باندې د بمي چاودنو په تور تورن شو. د استخباراتي سرچینو له مخې، هغه د روان کال په سر کې په ایران کې وژل شوی و. [د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي اداره]

د متحده آيالاتو د استخباراتو د مرکزي ادارې له خوا د ۲۰۱۷ کال د نومبر په لومړۍ نيټه د يوې خپرې شوې ویډیو څخه په اخیستل شوي سکرین شاټ کې،‌ د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن (ګس اړخ ته)‌ په ایران کې د خپل واده مراسم ترسره کوي.‌ ګمان کيږي چې حمزه بن لادن له اوږدې مودې راهیسې د ایران تر ساتنې لاندې ژوند کوي، او تر دې چې د القاعدې وژل شوي مشر د ایران لوی مشر آیت الله علي خامنه اي ته یو لیک هم لېږلی وو.‌ امریکایي ځواکونو په ۲۰۱۹ کال کې دغه کشر بن لادن د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې په يو ځای کې وژلی و. [فایل]

د اوسني راپورونو له مخې د القاعدې د راتلونکي ارادو په اړه پوښتنې راپورته کیږي، او دا شبکه له هغه فرنچائز نه ډيره مختلفه ده چې د زړه راښکونکي بن لادن تر مشرۍ لاندې په نړۍ کې ویره خپره کړې وه.

د الظواهري د مرګ په اړه اوازې

په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د متحده ایالاتو په عملیاتو کې د سعودي وژل دغه ډله د الظواهري په لاس کې واچوله. دغه سعودي د جهاد يو تجربه کار مصري او د القاعدې کلیدي نظریاتي کس و، خو د بن لادن صلاحیت يې نه لرلو چې په ټوله نړۍ کې به يې سخت دریځه کسان لرل.

یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي، چې د ترهګرۍ پر ضد په نړیوالو هڅو کې بوخت وو، سي اېن اېن ته وویل، د تېر کال د اګست په لومړیو کې، استخباراتي راپورونه په ډاګه کړه چې الظواهري د "زړه شکایت" لرلو.

د نړیوالې تګلارې لپاره د متحده ایالاتو مرکز ډايريکټر حسن حسن د هفتې په پای کې وویل چې الظواهري یوه میاشت مخکې د طبیعي لاملونو له امله مړ شوی و.

د جهادي میډیا څارونکي سايټ ډايريکټرې ریټا کاټز وویل، غیر تاييد شوي راپورونه خپاره شوي چې الظواهري مړ شوی دی.

هغې وویل، "دا د القاعدې لپاره د معمول خبره ده چې د خپلو مشرانو د مرګ په اړه خبرونه په وخت نه خپروي."

که څه هم، دا لومړی ځل نه دی چې د الظواهري د مرګ په اړه راپورونه ورکړل شوي، یوازې د هغه لپاره چې په څو موقعو بيرته راڅرګند شي.

بارک مېنډلسن، چې په هېورفرډ کالج کې اسوشييټ پروفیسر دی او د القاعدې او جهاد په اړه يې څو کتابونه لیکلي دي، وويل، "استخباراتي ادارې باور لري چې هغه ډیر ناروغه دی."

هغه خبرداری ورکړو، "په پای کې، که دا اوس نه وې پيښ شوی، نو ډیر ژر به پیښ شي."

'د سلاکارانو بورډ'

شنونکي وايي، که چیرې دا دواړه کسان یا په دوی کې یو هم مړ شوی وي، نو هغه ډله چې دوی وروسته پریښي ده هیڅکله د دې شبکې سره پرتله کیدی نشي چې د سپتمبر په ۱۱ مه يې په متحده ایالاتو کې بریدونه پلان کړي او ترسره کړي ول.

د دې نظریې په ټوله نړۍ کې ډیر فرنچائزونه لرل چې د دې نوم لري، چې په دې کې د افریقې ساحلي سیمه، پاکستان، سومالیه، مصر او یمن شامل دي.

خو دا د دوی کړنې یا ایتلافونه نه کنټرولوي چې دوی يې په محلي کچه جوړوي.

مېنډلسن وویل چې هغه تمه لري چې د القاعدې مشرتابه به په راتلونکي کې د "سلاکارانو بورډ" سره سم نور هم کار وکړي.

هغه وويل، "که خلک غواړي نو د القاعدې مرکزي مشرتابه ته به غوږ کیږدي، خو د دې وجې نه چې دوی پابند دي چې د دې د نظريې اطاعت وکړي."

عالي افراطي ډلې القاعدې نورو ډلو ته د ودې موقعه نه ده ورکړې او ځینې وختونه له هغوی سره جنګيدلې ده.

داعش د دې اهمیت کم کړی چې په عراق او سوریه کې يې "خلافت" جوړول غوښتل او په اروپا کې يې بریدونه ترسره کړل.

د داعش فزیکي "خلافت" د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې له منځه ویوړل شو.

بل څوک دی؟

د نوي مشر لپاره کليدي ننګونه به په دې حالاتو کې د ډلې ځواک ساتل وي.

ډیرو شنونکو یو مهم کاندید سيف العدل ته اشاره کوي. سیف العادل د مصري وسله والو ځواکونو پخوانی لیفټینټ کرنل دی چې په ۱۹۸۰ عشره کې د مصر په جهادي غورځنګ کې شامل شو.

هغه ونیول شو او بیا خوشی شو او افغانستان ته لاړو، کوم چې د بن لادن او الظواهري مرکز و او له القاعدې سره یوځای شو.

د متحده ایالاتو د افراطیت ضد پروژې (سي اي پي) د څيړنې له مخې، هغه په ۲۰۰۳ کال کې په ایران کې ونیول شو او په ۲۰۱۵ کال کې د قيديانو په تبادله کې خوشی شو. هغه بيا هم په ۲۰۱۸ کال کې په ايران کې و او د الظواهري له مهمو مرستیالانو څخه ګڼل کېدو.

سي ای پي وویل، "العدل د القاعدې د عملیاتي وړتیاو په رامینځته کولو کې مهم رول ولوبولو او ژر تر ژره یې لوړه رتبه ترلاسه کړه."

مېنډلسن وویل چې العدل په غورځنګ کې "لوی نوم" لرلو او "باید په لیکه کې راتلونکی وي".

خو هغه ټینګار وکړ چې العدل، د عبدالله سره، څو کاله په ایران کې پټ تير کړل، په دې توګه دا امکان لري چې هغه د القاعدې د نوي نسل د مشرانو څخه لرې پاتې شوی وي.

"زه ډاډه نه یم چې د هغه مقام په القاعده کې څومره قوي دی، په ځانګړي توګه اوس چې زوړ نسل، په بنيادي توګه زوړ ساتونکی، وژل شوی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500