امنیت

امنيتي ځواکونه د انصار الشريعه پاکستان په وړاندې ګامونه پورته کوي

د ﺿﻴﺎﺍﻟﺮﺣﻤﺎﻥ لخوا

يو پاکستانې پلټونکی د سپتمبر په ۲ مه په کراچۍ کې د مخالفې پارټۍ په سیاستوال باندې د برید د ځای معاينه کوي. د انصارالشريعه پاکستان وسله والو هغه وخت يو ۱۰ کلن هلک او یو ساتونکی ووژلو کله چې دوی په کراچی کې د متحده قومي مومنټ په مشر خواجه اظهارالحسن باندې ډزې وکړې. [آصف حسن / ای ايف پي]

يو پاکستانې پلټونکی د سپتمبر په ۲ مه په کراچۍ کې د مخالفې پارټۍ په سیاستوال باندې د برید د ځای معاينه کوي. د انصارالشريعه پاکستان وسله والو هغه وخت يو ۱۰ کلن هلک او یو ساتونکی ووژلو کله چې دوی په کراچی کې د متحده قومي مومنټ په مشر خواجه اظهارالحسن باندې ډزې وکړې. [آصف حسن / ای ايف پي]

کراچۍ -- په کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو منع شوي وسله والو ډلو پر ضد د مبارزې نه وروسته، د قانون پلي کونکي ادارې د نوي ننګونې سره مخامخ دي -- یوه نوي وسله واله ډله چې په کوچنيو ډلو کې کار کوي.

یوه داسې ډله انصار الشریعه پاکستان ده. دا يو وسله وال تنظيم دی چې تقریباً ۱۲ غړي لري او ويلی کيږي چې دا په سوريه کې د القاعدې سره د تړاو لرونکې ډلې النصرا فرنټ لاندې فعالیت کوي.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۳ مه) وویل، چې حکومت به ژر تر ژره په انصارالشريعه پاکستان بندیز ولګوي. هغه زياته کړه: "د ترهګريزو ډلو د نورو غړو د تعقيب لپاره هڅې روانې دي." "هیڅ يوې ډلې یا ګوند ته به د ناوړه فعاليتونو د ترسره کولو اجازه ورنه کړل شي."

د دې ډلې د جوړېدو کره نیټه نامعلومه ده، خو دا د اپریل په میاشت کې په کراچۍ کې هغه وخت ښکاره شوه کله چې دې په بلوچ کالونۍ کې د طاهر ضياء ناګري، چې یو ريټايرډ پاکستانې پوځي کرنل وو، د وژلو ادعا وکړه.

په تیرو پنځو میاشتو کې د پولیسو افسرانو په وژنو کې تحقیقاتو وښودل چې د انصارالشريعه عناصر د يو شمير بریدونو تر شا وو.

د قانون پلي کونکي ادارې او وزیران د جون په ۲۴ مه د هغه پولیسو پرسونلو په جنازه کې ګډون کوي کوم چې یوه ورځ مخکې د انصار الشريعه پاکستان لخوا وژل شوي ول. د قانون پلي کونکي ادارې وايي دوی د وسله والې ډلې شبکه ویجاړه کړې ده. [ضیاالرحمان]

د قانون پلي کونکي ادارې او وزیران د جون په ۲۴ مه د هغه پولیسو پرسونلو په جنازه کې ګډون کوي کوم چې یوه ورځ مخکې د انصار الشريعه پاکستان لخوا وژل شوي ول. د قانون پلي کونکي ادارې وايي دوی د وسله والې ډلې شبکه ویجاړه کړې ده. [ضیاالرحمان]

د می په ۲۱ مه، وسله والو دروجي نيبرهوډ ته نږدی په ډزو کې دوه پولیسان ووژل. د جون په ۲۳ مه، وسله والو د سیند د صنعتي سوداګرۍ په سيمه کې څلور پولیسان ووژل.

په کراچۍ کې د یو سينير استخباراتي چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو غوښتنه یې وکړه ځکه چې هغه د دې پیښې په اړه په عامه توګه د خبرو اترو کولو اجازه نه لري، له مخې، انصارالشريعه پاکستان د دې بریدونو تر شا وه.

هغه وويل چې دې ډلې په پوليسو باندې د بريدونو او د ناګري د وژلو مسوليت د بريد په ځای کې په يو ليک کې په غاړه اخيستی وو.

انصارالشريعه پاکستان د سپتمبر په ۲ مه، د لوی اختر لومړۍ ورځ، خپل ناوړه فعاليتونه جاري وساتل او د کراچۍ په ناکراره نيبرهوډ کې يې د متحده قومي مومنټ په مشر خواجه اظهارالحسن برید وکړو.

حسن، چې د سیند په اسمبلۍ کې اپوزیشن لیډر وو، بچ پاتې شو خو یو پولیس افسر چې د هغه ساتنه يې کوله او یو۱۰ کلن هلک ووژل شول.

وروستي برید پولیس، رینجر او استخباراتي ادارې وهڅولی چې د دې ډلې د ویجاړولو لپاره بریدونه پیل کړي.

د سپتمبر د پنځمې نېټې په لومړیو ساعتونو کې، پولیسو د انصارالشريعه پاکستان مشر عبداالله هاشمي ونیولو. هغه د کراچۍ په يونيورسټۍ کې د اپلايډ فیزیکس ډپارټمنټ نه فارغ شوی وو او د نيډ يونيورسټي آف انجنیرينګ اينډ ټیکنالوژي په کمپيوټر ډپارټمنټ یې کې کار کولو.

امنیتي ځواکونه د انصارالشريعه پاکستان په وړاندې چاپې ترسره کوي

د استخباراتي ادارې يو سينير چارواکی وايي، د قانون پلي کونکي ادارو تر دې دمه د کراچۍ په مختلفو برخو کې د استخباراتو پر بنسټ روان عملياتو کې د انصارالشريعه پاکستان لږ تر لږه شپږ شکمن غړي نیولي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "نیول شوي شکمن کسانو پخوا د مختلفو نړيوالو او ځايي ترهګريز ډلو سره تړاو لرلو. په دغه ډلو کې داعش او لشکر جهنګوي شامل دي."

هغه وویل چې د انصار الشريعه پاکستان د غړو شمير يوازې د ۱۰ نه د ۱۲ پورې دی او د قانون پلي کونکي ادارې به ژر تر ژره هغه کسان ونيسي چې لا تراوسه نه دي نيول شوي.

د امنیتي شنونکو په وینا، وسلې والې ډلې د قانون پلي کونکو ادارو سره لوبه کوي چې د انصارالشريعه پاکستان په شان د نوي ډلو په جوړولو سره به هغوی ګمراه کړي. کیدای شي چې دغه ډلې نوي وي او په خپل هدف تمرکز کوي، خو دوی ټول ورته افراطي نظریات لري.

په اسلام آباد کې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټوټ ډايريکټر، محمد عامر رانا پاکستان فارورډ ته وویل، "ځینې مشران ډلې پریږدي چې خپلې ډلې جوړې کړي او د تحریک طالبان پاکستان او القاعدې سره په مستقیمه توګه تعلقات جوړ کړي." "په نورو حالتونو کې، نوي او کوچني عملیاتي ډلې جوړيږي چې په خاص جغرافیایي سيمو کې فعالیتونه ترسره کړي."

نوي وسلې والې ډلې، ورته افراطي نظریه

د کراچۍ یو خبریال، نعمت خان، د انصارالشريعه پاکستان او د داعش نه د متاثره نوي شبکې ترمنځ ورته والی په ګوته کوي کومې چې د ۲۰۱۵ کال په مۍ کې د کراچۍ په سافورا ګوټ کې په بس باندې ډزې کړې وې.

وسله والو، چې په موټرسايکلو سپاره ول، يو بس يې ودرولو او هغې ته وختل. هغوی په دغه پيښه کې ۴۶ کسان ووژل چې په دې کې ۱۶ ښځې هم وې. دغه ټول کسان د اسماعيلي شيعه مسلم اقليتي ډلې غړي ول.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، "د داعش نه د متاثره شوي ډلو په شان، انصارالشريعه پاکستان د معتبر يونيورسټو نه فارغ شوي د لوړو زده کړو ځوانان ګوماري." هغه زياته کړه، "په دواړو موسسو کې زياتره ترهګر له مخکې نه مذهبي پس منظر نه لري."

د قانون پلي کونکي ادارې په یونیورسټو کې د تعلیم ترلاسه کوونکو ځوانانو ترمنځ د اورپکۍ په اړه انديښمن دي او په سیند کې یې په دې اړه د يونيورسټو د چارواکو سره همکاري پیل کړي ده.

وايس چانسلران او په صوبه کې د ۴۰ يونيورسټو استازو د جولای په ۱۲ مه د تروریزم ضد د ادارې د چارواکو سره ليدنه وکړه چې په کيمپسونو کې د اورپکۍ د احتمالي پراختيا او د هغې په وړاندې د مبارزې لپاره د لارو چارو په اړه بحث وکړي.

د سي ټي ډي یو سينير چارواکي، عمر شاهد حمید، د جولای په میاشت کې پاکستان فارورډ ته ویل، "د نیول شویو وسله والو تحقیقات ښي چې د ترهګرۍ تنظیمونه د هیواد په مخکښو پوهنتونونو کې فعال دي."

UNTRANSLATED

UNTRANSLATED

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500