امنیت

افغانان حېران شول کله چې دوی پوه شول چې د القاعدې مشر په کابل کې اوسېدو

د سلیمان لخوا

پدې عکس کې په کابل کې د هغه کور بالکوني ښودل شوي چېرې چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. [چارلس لیستر/ټویټر]

پدې عکس کې په کابل کې د هغه کور بالکوني ښودل شوي چېرې چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. [چارلس لیستر/ټویټر]

کابل -- افغانانو ​​د متحده آيالاتو د دغه برید ستاينه وکړه چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري پکې ​​ په کابل کې په خپل پټنځای کې په نښه شوی و. دوی وايي چې د هغه مرګ د افغانستان امنیت پیاوړی کوي او په هېواد او نړۍ کې د ثبات او سولې ملاتړ کوي.

د دوشنبې په ورځ (د اګست په لومړۍ نېټه) په یو ټلویزیوني وینا کې، د متحده آيالاتو صدر جوبایډن تایید کړه چې الظواهري د یکشنبې په سهار ووژل شو، او ژمنه یې وکړه چې اجازه به ورنکړي چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په یو خوندي ځای بدل شي.

شنونکو او افغانانو سلام ټایمز ته وویل، د القاعدې شتون د افغانستان ملي امنیت او شهرت ته نه جبرانېدونکی زیان رسولی دی، او زیاته یې کړه ​​چې دا د هېواد لپاره یو جدي ګواښ​​دی.

په جرمني کې مېشت افغان سیاسي شنونکي محمد ویس ناصري سلام ټایمز ته وویل، "القاعده یوه نړېواله ترهګره شبکه ده."

دا عکس چې د اګست په ۲مه اخیستل شوی د کابل د شیرپور سیمه ښیي چېرې چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د جولای په ۳۱مه د متحده ایالاتو په برید کې ووژل شو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د اګست په ۲مه اخیستل شوی د کابل د شیرپور سیمه ښیي چېرې چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د جولای په ۳۱مه د متحده ایالاتو په برید کې ووژل شو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه وویل، "دا د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ دی." "د خپل تاسیس راهیسې، دې تر ټولو خونړي ترهګریز بریدونه ترسره کړي او بې شمیره بې ګناه ملکي وګړي یې وژلي دي."

ناصري وویل، "افغانان هېڅکله نه غواړي چې افغانستان د نړېوالو تروریستانو په اډه بدل شي ځکه چې د القاعدې شتون د هېواد وقار ته زيان رسولی او د دې هېواد ملي امنیت او ملي ګټې یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي."

د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ هغه کسان وغندل چې "په کابل کې د القاعدې د مشر کوربه توب کوي او هغه ته پناه ورکوي".

هغه دا اقدام ​​نه يوازې د دوحې تړون​​څخه د يوې لويې سرغړونې په توګه بیان کړو بلکې دا يې "د هغه ډاډ ګېرنې خلاف هم يو اقدام وګڼلو چې نړۍ ته يې په مکرر ډول ورکوي چې دوی به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو لخوا د نورو هېوادونو امنیت ته د ګواښ لپاره وکارول شي".

افغانان حېران دي

د کابل اوسیدونکي ۲۳ کلن محمد طیب، چې په یوې پرايويټ يونيورسټۍ کې زده کړې کوي، وویل، "موږ تصور نه شو کولی چې د القاعدې مشر د کابل په زړه کې، له ارګ [د ولسمشرۍ ماڼۍ] څخه یوازې څو کیلومتره لرې ژوند کولو.

طیب وویل، "هرڅوک د دې خبر له کبله حیران او مایوسه شوي دي.

هغه زیاته کړه، "هغه خبرونه چې د القاعدې مشر په کابل کې اوسېدو، له بده مرغه یو ځل بیا افغانستان د تروریستي شبکو د اډې په توګه معرفي کوي." "دې د افغانانو وقار او زموږ د هېواد شهرت ته زیان رسولی دی."

په کابل کې د مدني ټولنې فعال ۳۶ کلن سید عبدالله هاشمي وویل، "په افغانستان کې د القاعدې د مشر شتون د افغانانو او نړېوالې ټولنې د هیلو خلاف خبره ده."

هغه وویل، "زه حيران شوم کله چې د رسنیو په واسطه د​​ایمن الظواهري د وژلو ​​په اړه خبر شوم." "دا په حقیقت کې د پوښتنې وړ ده چې نوموړی د کابل په شیرپور سیمه کې اوسېدو، چېرته چې ډېرې بهرنۍ سفارت خانې او د لوړ پوړو چارواکو کورونه موقعیت لري."

هاشمي وویل، "افغانان د القاعدې شتون زموږ د هېواد لپاره يو ستر خطر ګڼي، او موږ یقیناً د دې مخالف یو." "موږ نه غواړو چې نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه ولري."

هغه وویل، "مونږ له نړېوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا څخه غواړو چې اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي چې د افغانستان د خلکو او نړۍ لپاره يو ګواښ جوړېدې شي."

د کابل ښار ۲۹ کلن شکرالله صدیقي، چې د بهارستان په سیمه کې د میوو او خوراکي توکو دوکان چلوي، وویل، "افغانان له څو کلونو راهیسې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو قرباني پاتې شوې دي."

هغه سلام ټایمز ته وویل، "مونږ نه غواړو چې زموږ هېواد یو ځل بیا د نړېوالو ترهګرو په مرکز بدل شي، او د نړۍ په کچه یې شهرت ته زيان ورسېږي."

ډېر کسان د دغه خبر هرکلی کوي

زاهدالله امرخیل، چې په کابل کې په یوې پرايويټ يونيورسټۍ کې ليکچرار دی، وویل، "د القاعدې شتون د افغانستان لپاره منفي او نه زغمونکي پایلې لري." "دا د افغانانو شهرت او حیثیت ته زیان رسوي."

امرخیل وویل، "دا مهمه ده چې موږ له نړیوالې ټولنې سره دوستانه اړیکې جوړې کړو او اجازه ورنکړو چې القاعده یو ځل بیا زمونږ په هیواد کې بېرته منظمه شي او سرچينې راټولې کړي."

هغه سلام ټایمز ته وویل، "د القاعدې شتون د افغانستان ملي امنیت، سولې او ثبات او همدارنګه د نړۍ لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي."

هغه وویل، "د یو ستر قدرت په توګه، متحده ایالات اخلاقي مسؤلیت لري چې نړېواله سوله او امنیت تضمین کړي، او ​​دا حق لري چې د دې موخې ترلاسه کولو لپاره ترهګرې ډلې په نښه کړي​​."

امرخیل وویل، "موږ د هغه برید هرکلی کوو چې په نتیجه کې یې په کابل کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري ووژل شو."

د کابل ښار د یو سکول ښوونکي رضیه نیکزاد، چې ۲۷ کلنه ده، وویل، "که القاعده په هېواد کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي، نو د افغانستان شهرت به له خطر سره مخ شي."

هغې وویل، "که داسې وي، نو افغانستان به په سیاسي او اقتصادي توګه نور هم يواځې شي او افغان ولس به یې ناوړه پایلې وزغمي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500