تروريزم

متحده آيالاتو په کابل کې د القاعدې مشر الظواهري په 'خوندي کور' کې ووژلو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د القاعدې مشر ایمن الظواهري د یوې ویډیو په سکرین شاټ کې ښودل شوی چې د ۲۰۰۶ کال د جولای په ۲۷مه د الجزیره په ټلویزیون کې خپره شوې وه، کله چې هغه د اسامه بن لادن تر مشرۍ لاندې دویم قوماندان و. الظواهري د جولای په ۳۱مه په کابل کې د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. [الجزیره/ای اېف پي]

د القاعدې مشر ایمن الظواهري د یوې ویډیو په سکرین شاټ کې ښودل شوی چې د ۲۰۰۶ کال د جولای په ۲۷مه د الجزیره په ټلویزیون کې خپره شوې وه، کله چې هغه د اسامه بن لادن تر مشرۍ لاندې دویم قوماندان و. الظواهري د جولای په ۳۱مه په کابل کې د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. [الجزیره/ای اېف پي]

واشنګټن -- ​​د القاعدې مشر ایمن الظواهري​​د نړۍ یو تر ټولو مطلوب ترهګر او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نیټې د بریدونو پلان جوړونکی و، د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۳۱مه) سهار وختي په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د دوشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې، د متحده ایالاتو صدر جوبایډن وویل چې هغه د لوړ دقیق برید لپاره وروستۍ اجازه ورکړه چې الظواهري يې په شیرپور کې ووژلو. شيرپور د کابل یو له خورا بډایه سیمو څخه دی.

بایډن وویل، "انصاف وشو او دا ترهګر مشر له منځه ویوړل شو."

د متحده آيالاتو د انتظاميې یو جګپوړي چارواکي وویل، "د څو کلونو راهیسې د متحده آيالاتو حکومت د یوې داسې شبکې په اړه خبر و چې موږ یې ارزونه کړې وه چې د الظواهري ملاتړ کوي."

د جولای په ۳۱مه د کابل په شېرپور سیمه کې د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د یو کور نه لوګي پورته کېږي. [ای اېف پي]

د جولای په ۳۱مه د کابل په شېرپور سیمه کې د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د یو کور نه لوګي پورته کېږي. [ای اېف پي]

خلک د اګست په ۲مه د کابل په شېرپور سیمه کې د سړک په اوږدو کې ګرځي. د متحده آيالاتو صدر جوبایډن د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړو چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خلک د اګست په ۲مه د کابل په شېرپور سیمه کې د سړک په اوږدو کې ګرځي. د متحده آيالاتو صدر جوبایډن د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړو چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خو دا یوازې سږ کال و چې د متحده ایالاتو استخبارات پوه شول چې د هغه کورنۍ، د هغه میرمن، لور او د هغې ماشومان د افغانستان مرکزي ښار ته تللي دي.

دغه چارواکي وویل، کورنۍ محتاطه وه، او د "اوږدې مودې تروریستي استخباراتي تاکتيکونه" يې وکارول ترڅو خلک د القاعدې د مشر د معلومولو څخه منع کړي.

باالاخر الظواهري ښکاره شو، او هېڅکله بېرته راستون نشو.

دغه چارواکي وویل، "موږ نه پوهیږو چې آيا هغه چېرته د خوندي کور څخه وتلی و." "موږ الظواهري په بالکوني کې د ډېر وخت لپاره په څو موقعو پیژندلی و."

متحده ایالاتو په دوامداره توګه د څو پوړیز استوګنځي څارنه وکړه ترڅو د کورنۍ د ژوند د طرز عمل په اړه پوه شي.

د دفاع او استخباراتو چارواکو د کور د جوړولو مطالعه وکړه، چې موخه يې د ودانۍ ساختماني بشپړتیا ته د زيان رسولو پرته الظواهري په نښه کول و، ترڅو د ملکي خلکو لپاره خطر کم کړي.

د برید پلان د مۍ او جون په میاشت کې جوړ شوی و. چارواکو د جون په میاشت کې پلان بشپړ کړو او د جولای په لومړۍ نېټه یې بایډن ته د استوګنې د تفصیلي ماډل په کارولو سره وړاندې کړو.

چارواکي وویل، بایډن د جوړښت، د هوا مسلو او ملکي وګړو ته د خطر په اړه مفصلې پوښتنې وکړې.

په نهایت کې، د جولای په ۲۵مه، بایډن پریکړه وکړه.

دغه چارواکي وویل، کله چې الظواهري له بالکوني څخه د وتلو په حال کې و، هغه د هيل فاير په دوو توغندیو سره په نښه شو.

د ودانۍ ښکاره عکسونه ښیي چې په یو منزل کې یوازې څو کړکۍ ړنګې شوې او پاتې په سم حالت کې دي.

هغه وویل، "د برید پر مهال د الظواهري د کورنۍ غړي د خوندي کور په نورو برخو کې هم موجود وو او په قصدي ډول هغوی په نښه نه شول او نه ورته زیان ورسول شو."

د کابل ښاریان وايي چې دوی په ښار کې د څو چاودنو غږونه واورېدل.

د کابل یو اوسېدونکي احمد میلاد طلوع نیوز ته وویل، "سهار مې غوښتل چې يونيورسټۍ ته لاړ شم، خو وروسته مې د دوو چاودنو غږونه واورېدل."

'نړۍ خوندي ده'

الظواهري په افغانستان کې د القاعدې په یو هدف باندې د متحده ايالاتو په​ هوايي برید ​کې ووژل شو. دغه بريد د تیر اګست په ۳۱مه د متحده ایالاتو ځواکونو له دې هېواد څخه له وتلو وروسته لومړی بريد و.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وویل چې دغه برید "​​القاعدې ته د پام وړ ګوزار ورکړو​​ او د دې ډلې د فعالیت وړتیا به کمزورې کړي".

د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزارت وويل، "نړۍ د الظواهري له وژل کېدو وروسته یو خوندي ځای دی، او متحده ایالات به د هغو کسانو پر وړاندې په کلکه عمل ته دوام ورکړي چې زموږ هېواد، زموږ خلکو او یا زموږ متحدینو او شریکانو ته به ګواښ وکړي."

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي وويل، په افغانستان د متحده آيالاتو له برید راهیسې القاعده په تېرو کلونو کې کمزوری شوی و او الظواهري "یو له هغو وروستیو پاتې شخصياتو څخه و، چې دا ډول اهمیت یې لرلو".

۷۱ کلن الظواهري، چې د مصر یو جراح و او سخت افراطيت له مخه کولو څخه مخکې د قاهرې په یوه آرامه کورنۍ کې لوی شوی و، له ​​د ۹/۱۱ بریدونو​راهيسې د ۲۰ کلونو څخه د زياتې مودې لپاره په تیښته و.

هغه په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعدې مشري په غاړه واخیسته او پر سر یې ۲۵ میلیونه ډالره انعام ایښودل شوی و.

الظواهري هغه وړتيا نه لرله چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې له بن لادن سره د افراطیانو په ځای پر ځای کولو کې مرسته کړې وه، خو خپل تحلیلي مهارتونه یې د القاعدې لپاره استعمال کړل.

دا باور کیدو چې نوموړی د عملیاتو ترسره کولو اصلي ستراتیژي او پلان جوړونکی و او د سپټمبر په ۱۱مه یې هم د بریدونو د عملیاتو مشري کړې وه-- او همدارنګه د بن لادن شخصي ډاکټر و.

الظواهري د ۱۹۸۰ لسیزې په نیمایي کې له مصر څخه د پاکستان پېښور ښار ته لاړو، چېرته چې په افغانستان د شوروي د تسلط پر وړاندې د مقاومت مرکز موجود و.

دلته یې له بن لادن سره ولیدل، او په ۱۹۹۸ کال کې د بن لادن د "فتوا" له پنځو هغه لاسلیک کوونکو څخه و چې د امریکایانو پر ضد یې د بریدونو غوښتنه کړې وه.

د القاعدې راتلونکی

د سوفان مرکز څیړونکي کولین کلارک وویل، القاعده "په یوه څلورلارې کې" ده.

هغه وویل، "سره له دې چې د الظواهري مشرتابه، چې د بیا تنظيم کېدو په وخت کې یې د [القاعدې] زیانونه کم کړل، دا ډله اوس هم د جدي ننګونو سره مخ ده." "زما په نظر اوس دا پوښتنه رامنځته کيږي چې د الظواهري له وژل کېدو وروسته به د القاعدې مشري څوک کوي."

د صوفان مرکز د جولای په ۲۱مه راپور ورکړو، د ملګرو ملتونو (UN) یو راپور، چې د متحده ایالاتو له برید څخه مخکې خپور شوی و، د الظواهري په وژلو کې د القاعدې د ځايناستې اوسنۍ کرښه تشريح کوي او د هغه د اوږدې مودې مشر احتمالي بدیل لیست کوي.

په ياد لیست کې ​​په مصر کې زیږیدلی سیف العدیل​​او په مراکش کې زيږيدلی عبدالرحمان المغربي شامل دي. ګومان کیږي چې سيف العديل په ایران کې په جزوي توګه په کور کې نظر بند دی.

نور احتمالي جانشینان د الجزایر ابو عبیده یوسف العنبي، چې د یزید میبرک په نوم هم پیژندل کیږي او په اسلامي مغرب کې د القاعدې مشر دی، او د سومالیه تبعه احمد دیریي دی، چې د الشباب، چې په سومالیه کې د القاعدې سره تړاو لري، مشر دی. ديريي دوه نومونه لري: احمد عمر او ابو عبیده.

د صوفان مرکز وویل، په ایران کې د القاعدې د مشرانو کمزوري په پام کې نیولو سره -- په ځانګړې توګه ​په اګست ۲۰۲۰ کال کې​په تهران کې د القاعدې د دوهم نمبر ابو محمد المصري له وژل کېدو وروسته​​-- العدیل ممکن احتمالي نوماند نه وي.

المغربي -- چې د الظواهري زوم، او د القاعدې یو پخوانی غړی دی -- به احتمالاً د الظواهري ځایناستی وي.

امنیتي اندیښنې دوام لري

ډېرو افغانانو په کابل کې د القاعدې د مشر پر وژل کېدو د صدمې څرګندونه وکړه او ویې ویل چې دوی باور نلري چې الظواهري د دوی په منځ کې پټ و.

د کابل اوسېدونکي فرشته، چې نه يې غوښتل شناخت يې ښکاره شي، وويل چې هغه حيرانه شوه کله چې هغه د الظواهري د وژل کېدو په اړه خبر شوه.

هغې وويل، "دا ډېره د خپګان خبره ده چې پوه شوم چې هغه دلته اوسېدو."

یوه هټیوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې هغه حیران نه دی.

هغه وویل، "هر ډول تروریستي ډله کولای شي چې زموږ خاورې ته راشي، استعمال يې کړي او په آسانۍ سره وځي."

"موږ د خپل ځان، خاورې او مال د ساتنې توان نه لرو."

د جون په ۱۵مه په يو راپور کې،د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونیو ګوتریس په افغانستان کې د امنیتي اندېښنو د دوام یادونه وکړه.

په ياد راپور کې ویل شوي، چې د تېر اګست له میاشتې وروسته د جګړې اړوند امنیتي پېښو کې د کموالي د لومړۍ دورې څخه وروسته، ​د "عراق او سوریې اسلامي دولت" خراسان څانګې (ISIS-K)​ او نورو ډلو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د ۱ جنورۍ او ۲۱ می ترمنځ، ملګرو ملتونو په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۰۲۱ کال په ورته موده کې په يادو شپږو صوبو کې د ۱۲۹ بریدونو په پرتله​​د داعش له خوا ۸۲ بریدونه​​ ثبت کړل.

ملګرو ملتونو د فبرورۍ په میاشت کې وویل، داعش، ​​القاعده​​ او نورې ترهګرې ډلې "په وروستي تاریخ کې د بل هر وخت په پرتله [په افغانستان کې] له ډیرې آزادۍ څخه خوند اخلي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500